د مسلم لیګ ګوند مشر شهباز شریف د پاکستان د لومړي وزیر څوکۍ ته نوماند شو

مسلم لیگ ګوند د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د دغه ګوند مشر شهباز شریف یې د پاکستان د لومړي وزیر څوکۍ ته نومولی دی. دغه ګوند دا رنګه ویلي، چې د نوازشریف لور مریم نواز یې د پنجاب ایالت د اعلی وزیرې په توګه ټاکلې ده.