پاکستانۍ رسنۍ: د فبرورۍ تر ۱۴مې د ستانه شویو بې اسناده افغان کډوالو شمېر ۴۸۹۴۶۴ ته لوړ شو

پاکستانۍ رسنیو د دغه هېواد د اړوندو ادارو د شمېرو له مخې خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۱۴مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغان کډوالو شمېر ۴۸۹۴۶۴ ته رسېدلی او دغه لړۍ لاهم روانه ده.





