د طالبانو د کرنې وزارت: سږ کال په افغانستان کې ۱۲۲ زره او ۴۵۵ مټریک ټنه مالوچ تولید شوي دي

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او معلوماتو ریاست د شمېرو له مخې، سږ کال په افغانستان کې ۱۲۲ زره او ۴۵۵ مټریک ټنه مالوچ تولید شوي، چې د تېر کال پرتله ۴۱ سلنه زیاتوالی ښيي.