مخالفې ډلې: د دوحې په څېر غونډو ته د طالبانو بلل به دوی ته د تاوتریخوالي د دوام جرات ورکړي

د ښځو د اعتراضي ډلو په ګډون د طالبانو ځینې مخالفې ډلې وايي، د دوحې په څېر نړیوالو غونډو ته د طالبانو بلل به دې ډلې ته د تاوتریخوالي د دوام جرات ورکړي. دغو ډلو نن په اعلامیه کې زیاته کړې، چې د افغانانو په غیاب کې باید له طالبانو سره له هر ډول سیاسي او ډیپلوماتیک تعامل ډډه وشي.






