په بریتانیا کې درې کسان پر یوه ښځه د جنسي تیري په تور محاکمه کیږي

د بریتانیا پولیس وایي، هغه درې کسان به د روان کال په اپرېل میاشت کې محاکمه شي، چې تیر کال یې په ټکسي کې پر یوه ښځه جنسي تیری کړی و. پولیسو نن زیاته کړې، چې دغه درې کسان بخت الله ساپي، حبیب الله احمدزی او کیهان ساپی نومیږي.






