• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

قاري عیسا محمدي: زما د نیولو په دسیسه کې سراج الدین حقاني مستقیم لاس درلود

۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۵۱ GMT+۰

د طالبانو نیوکګر قاري عیسا محمدي وایي، د هغه د نیولو په دسیسه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني مستقیم لاس درلود. ښاغلي محمدي له افغانستان انټرنېشنل سره په مرکه کې وویل، ایراني پولیسو د طالبانو په خبره دی له هوایي ډګره په دې پلمه ګرځولی و چې پاسپورټ یې جعلي دی.

نوموړی چې اوسمهال په فرانسه کې دی او خپل کور ته نه دی رسیدلی زیاتوي، چې طالبانو د قونسلګرۍ دوه لنډکروزر موټر اېستلي و او هڅه یې کوله چې دی بې هوښه کړي او بیا یې د «وي ای پي» میلمه په پلمه نیمروز ته ولیږدوي، خو یو شمیر خلکو یې مخه ونیوله.
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه، ایراني پولیسو شاوخوا شل ساعته بندي کړی و او تر څیړنو وروسته روښانه شوه چې پاسپورټ یې هیڅ کومه ستونزه نه لري او له ایران څخه د وتلو اجازه لري.
د طالبانو دغه نیوکګر وایي، په دویمه ورځ کله چې بیا ځلې په هوایي ډګر کې د نوموړي د تګ مخه ونیول شوه، د مولوي فیض الرحمن عطایي او مولوي نبیل انور په نامه دوه کسان چې ځانونه یې په ایران کې د افغانستان د سفارت ډیپلوماټان وپيژندل د هغه د بیولو هڅه وکړه خو نوموړي ترې ځان خلاص کړ.
ښاغلی محمدي وایي: «د طالبانو ډیپلوماتانو ته مې وویل چې هیڅکله خپله مبارزه نه پریږدم او د افغانستان د بشپړې ازادۍ او عدالت لپاره مې ملا تړلې ده.»
محمدي د افغانستان انټرنېشنل د ویاندې د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د ایران او طالبانو اړیکې څنګه ارزوي وویل، ایرانیان هم حیرانه دي چې له دغې ډلې سره څنګه اړیکې وساتي ځکه نه له دوی سره اړیکی جوړیدلی شي او نه هم اړیکې په بشپړه توګه له منځه تللی شي.
نوموړي څو ورځې مخکې افغانستان انټرنېشنل ته ویلي و، چې د خپلو سوداګریزو چارو لپاره ایران ته تللی و، خو د ستنېدو پر مهال د ایران امنیتي ځواکونو هوايي ډګر کې وګرځاوه او ورته ویې ویل چې پر وتلو یې "بندیز" لګېدلی دی.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

د ټلیفوني زنګ پر مهال به د جبري نکاح په اړه د هبت‌الله فرمان اورول کېږي

۴

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۵

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

•
•
•

نور کیسې

خلیل رحمان حقاني: د عبدالله عبدالله امضا را سره پرته ده، عطا محمد نور هم بیعت را سره کړی و

۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۳۹ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزیر وايي، د پخوانۍ ملي مصالحې مشر عبدالله ور سره ډېره همکاري کړې او عطا محمد نور هم ور سره بیعت کړی و. خلیل الرحمان حقاني‌ وايي، د سولې لپاره یې اشرف غني ته هم استازي لېږلي وو او د کابل پرځېدو په درشل کې له عبدالله او کرزي سره تماس کې و.

خلیل الرحمن حقاني که څه هم دا نه وايي چې ښاغلي عبدالله څه همکاري ور سره کړې او چېرته یې ور سره لیدلي و، خو زیاتوي چې د طالبانو تر واکمنېدو مخکې د عبدالله عبدالله امضا ور سره پرته ده او ورته ویلي و چې «په سیاسي حال او مذاکراتو کې زه کار کوم او دلته ته کار کوه.»

نوموړی زیاتوي چې د بلخ د پخواني والي او د جمعیت ګوند له یوه مشر عطا محمد نور سره یې لیدلي او هغه ته یې ویلي و چې « قسم یې وکړ، وعده یې را سره وکړه، ما ورته وویل، موږ که په زور یا رضا واک ترلاسه کړ، ته به څه کوې؟ ما ته یې لاس را کړ په لاس بیعت یې وکړ، خو خپل بیعت یې مات کړ.»

ښاغلی حقاني له شمشاد تلوېزون سره مرکه کې زیاتوي چې د مزار شریف تر پرځېدو وروسته هم له عطا محمد نور سره په تماس کې و، تر دې چې هغه تر حیرتان واوښت.

د نوموړي دا مرکه لا نشر شوې نه ده، چې دغو مشرانو چېرته و رسره لیدلي او د څه ډول همکارۍ یا بیعت خبره یې ور سره کړې وه.

د حقاني شبکې دغه مهم مشر او د سراج الدین حقاني تره زیاتوي، چې له اسماعیل خان او سیاف سره هم په تماس کې و او اوس هم له دې جهادیانو سره تماس لري.

نوموړی وايي، له اسماعیل خان سره یې تر شلو غونډې کړې او مستند اسناد یې لري او له عبدالرب رسول سیاف سره هم تر هغه په تماس کې و چې د کابل هوايي ډګر ته ننوت.

دغه طالب چارواکي وايي، واک ته له رسیدو مخکې یې پنځه شپږ ځلې اشرف غني ته د ښاغلي غني د قوم او د خپل قوم استازي واستول، خو د سولې صلاحیت د دوی په لاس کې نه و.

خلیل رحمان حقاني په دې مرکه کې د کابل د پرځېدو په درشل کې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب سره هم خپل ارتباط ته اشاره کوي او وايي، چې د نوموړي له لارې یې له اشرف غني سره د اړیکو هڅه وکړه: «ما ورته وویل چې بیا ګیله ونه کړې او ونه وایې چې زمینه برابره نه شوه، هغه وخت او سوچ پرېږدئ چې تا به ملل متحد د نجیب غوندې خلاصوي اوس ته دوی ته پکار نه یې اوس به هغه عمل در سره کېږي چې بیا به تاریخ کې هم نه وي نو ته راشه مهرباني وکړه وینې مه تویوه استعفا ور کړه او امارت به ډاډ در کوي چې تاسو به محفوظ یاست.»

ښاغلی حقاني وايي، محب ترې دوه ساعته وخت وغوښت او «راته ویې ویل ته څه کوې ما وویل، زه درځم ده وویل، زه درځم ما ورته وویل، زما کسان هلته ناست دي، نو نه پوهېږم چې دوی ووېرېدل که څه؟ بیا یې تماس ونه نیو او که یې دا خوښه شوه چې نورې وینې تویې نه شي او ځای خالي کړي.»

نوموړی وايي، عبدالله او کرزي ته الوتکې هم راغلې وې، خو دوی ډاډ ور کړی و چې په امن کې دي او کله چې کابل ته ننوت، نو د امنیت لپاره یې کسان عبدالله او کرزي ته ور ولېږل.

که څه هم واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبري کنفرانس کې د عمومي عفوې اعلان وکړ، خو له افغان چارواکو سره سره له هیواد څخه ډیر شمیر نور افغانان هم ووتل.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه له جګړې او مقاومت پرته پلازمینې کابل ته ننوتل او له ارګ څخه یې واک ته د رسیدو اعلان وکړ.

د پخواني شوروي جنرال: احمد شاه مسعود چې څه ژمنه را سره کوله پر هغه درېده

۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۲۷ GMT+۰

د پخواني شوروي یو جنرال بوریس ګروموف وايي، د افغان شوروي جګړې پر مهال یې له جهادي قومندان احمد شاه مسعود سره لیدلي و. بوریس ګروموف وايي، مسعود ژمن انسان و، که به یې ور سره ژمنه کوله،نو دوی سل په سله باوري و چې نوموړي پر خپله ژمنه درېږي.

نوموړی له افغانستان د پخواني شوري ځواکونو د وتلو د ۳۵ کلیزې په مناسبت دا خبرې له تاس خبري اژانس سره کړې دي.

پخواني شوروي د ۱۹۷۹ کال د ډیسمبر پر ۲۷ پر افغانستان یرغل سره ببرک کارمل واک ته ورساوه، خو د نږدې لس کلنې افغان-شوروي جګړې او د جنیوا تړون په نتیجه کې د ۱۹۸۹ کال د فبروري پر ۱۵ یې وروستی سرتېری له دغه هېواد ووت.

جنرال ګروموف په دې مرکه کې وايي، د افغان شوروي جګړې پر مهال یې له احمد شاه مسعود سره ارتباط درلود.

هغه زیاتوي، له مسعود سره یې یو ځل ولیدل، خو تر لیدنې مخکې ور سره د لیک له لارې په تماس کې و.

که څه هم دغه جنرال احمد شاه مسعود خپل یو دوښمن یاد کړی، خو زیاته کړې یې ده چې ښه انسان و.

نوموړی وايي، له مسعود سره په تماس کې یې شفر درلود، چې مالومه کړي پر ځای یې بل څوک خبرې نه کوي.

احمد شاه مسعود بیا بیا له شوروي ځواکونو سره اوربند هم کاوه او نور مجاهدین په تېره د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي پرې تور لګوي چې له شوروي سره د اوربند پر مهال به یې له دوی سره جګړه کوله.

پر احمد شاه مسعود یوه دا نیوکه هم کېږي چې کابل ته یې د شوروي ځواکونو د اکمالاتو د مخنیوي لپاره کله هم سالنګ تونل بند نه کړ او نه یې پنجشېر ته څېرمه په جبل سراج کې د کابل او شمالي ولایتونو لار بنده کړه.

روسیه: ۵ لکه ۴۶ زره شوروي سرتېري په افغان جګړه کې مخامخ ښکېل وو

۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۱۵ GMT+۰

د روسیې دفاع وزارت وايي، افغانستان ته د پخواني شوروي ټول شپږ لکه شل زره سرتېري استول شوي وو، چې له دې ډلې پنځه لکه ۴۶ زره مخامخ په جګړه کې ښکېل وو. د روسیې دفاع وزارت نن دا مالومات له افغانستان د پخواني شوروي د سرتېرو د وتلو د ۳۵ کلیزې په مناسبت خپاره کړي دي.

دغه وزارت زیاتوي، چې له دوو لکو ډېرو سرتېرو ته په افغان جکړه کې د مېړانې او زړورتیا مډالونه او نښانونه ور کړل شوي دي.

پخواني شوروي د ۱۹۷۹ کال د ډیسمبر پر ۲۷ پر افغانستان یرغل سره ببرک کارمل واک ته ورساوه، خو د نږدې لس کلنې افغان-شوروي جګړې او د جنیوا تړون په نتیجه کې د ۱۹۸۹ کال د فبروري پر ۱۵ یې وروستی سرتېری له دغه هېواد ووت.

په افغان- شوروي جګړه کې په لکونو افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته او په میلیونونو هم کډوالۍ ته اړ وتل چې تر ډېره پاکستان او ایران ته واوښتل.

ویل کېږي په افغان- شوروي جګړه کې د روسیې څه باندې ۱۵ زره سرتېري وژل شوي او تر دوو سوو ورک دي.

ځینې ورک سرتېري هم مجاهدینو ته تسلیم شوي او بیا یې افغانستان کې ژوند غوره کړی دی، خو له دې سره روسیه هیله منه ده چې ځینې دغه سرتېري به لا هم ژوندي وي او خپل هېواد ته به ستانه شي.

مسکو پر ۲۰۱۲ کال هم له افغان حکومت او خلکو وغوښتل چې د دې سرتېرو په موندلو کې ور سره مرسته وکړي.

د پکتیا حوزوي روغتون ډاکتران: هره میاشت ۲۰ ماشومان د سیخ و برېښ له ناروغۍ مري

۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۴، ۰۹:۱۲ GMT+۰

د پکتيا ولایت د حوزوي روغتون ډاکتران وايي، هره میاشت په دغه روغتون کې د سیخ و برېښ یا د سینې په ناروغۍ اخته شل ماشومان مري. دوی وايي، د ماشومانو په څانګه یې د ناروغانو تر حد زیاته ګڼه ګوڼه ده او رسېدنه نه شي ورته کولای.

د پکتیا حوزوي روغتون یو ډاکتر اصیل خان وايي، د سړې هوا او وچ موسم له امله په سلګونو ماشومان په سیخ و برېښ ناروغۍ اخته دي چې هره میاشت په منځنۍ کچه ۲۰ تنه یې مري.
هغه وايي، د دغه روغتون د ماشومانو څانګه د ۴۵ بسترو وړتیا لري خو دا مهال پکې تر ۱۲۰ پورې ماشومان بستر دي چې په یو کټ کې ان درې تنه ناروغ ماشومان پراته دي.

100%


دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د طالبانو د روغتیا وزیر ویلي و چې په ټول افغانستان کې د روغتیا په برخه کې جدي ستونزې نه لري او خلکو ته په سم ډول روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.
د پکتیا د لهجې منګل ولسوالۍ یوه اوسیدنکي سیداجان منګل افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته د پنجشنبې په ورځ د (سلواغې۲۶مه) وويل چې په روغتون کې یې یوه اوونۍ ماشوم بستر و او د درملو او نورو امکاناتو د نشت له امله دوه ورځې وړاندې مړ شو: «شفاخانه شته خو دوا نشته، خلک ورځې هسې ماشومان او نور ناروغان ورولي او بیرته راځي، په شخصي کې مو وس نشته مجبور یو چې دغلته یې وروړو خو دوی هيڅ هم نه لري، مخکې دا شفاخانه ښه وه اوس هیڅ هم نه شته پکې.»
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال روغتیایي خدمتونو لپاره ۳۶۷ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
دغه اداره وايي، هڅه یې داده چې په روان میلادي کال کې افغانانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

د سرو پوځونو وتل؛ ګڼ افغانان وايي، پر هېواد د سره پوځ یرغل د بدمرغيو پيلامه وه

۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۲۴ GMT+۰

نن له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو د وتلو ورځ ده. روسي ځواکونه چې د ۱۳۵۸ کال د مرغومي په شپږمه افغانستان ته دننه شول، ورسره هم مهاله جګړو زور واخیست او ګڼ افغانان ګاونډیو هېوادونو ته وکوچېدل.

روسي ځواکونه ټول ټال نهه کاله په افغانستان کې وجنګېدل او خورا مالي او ځاني زیانونه یې هم ولیدل.
د ځینو شمېرو له مخې په دغه موده کې د افغانستان نهه سلنه وګړي ووژل شول، ۱۱ سلنه یې معلول او له ۳۳ څخه تر ۳۵ سلنې وګړي ګاونډیو او نورو هېوادونو ته کډوال شول.
د ننګرهار ولایت اوسېدونکی پخوانی جهادي دلاور احمدي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، که هغه مهال روسانو یرغل نه وای کړی؛ نو نه به څوک کډوال شوی وای او نه به چا د پخواني نظام پر ضد وسله اخیسته، هغه د جګړې د سختېدو د لاملونو په اړه وویل:« زه هغه مهال د نهم ټولګي زده‌کوونکی وم نوی زلمی شوی وم. په کلي کې اوازه شوه، چې د روسانو د یرغل پر ضد باید ټول ودرېږو، ما هم درسونه پرېښودل او د قلم پر ځای مې ټوپک غوره وګاڼه او د جهاد لیکو ته لاړم تعلیم، کور او هر څه راځینې پاتې شول او د افغانستان د خلکو بدمرغي له همدغه ځایه پیل شوه.»
د دغې جګړې له پیله د افغانستان ښوونځي، پلونه سړکونه، دولتي ودانۍ او نور ټولګټي تاسیسات ځکه ونړول شول چې هغه مهال د خلکو سره دومره پوهه هم نه وه، چې دوی په حقیقت کې خپله شتمني له منځه وړي.
پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل په کلونو کې روسانو ته هم درنه مرګ ژوبله واوښته.

داسې راپورونه هم شته، چې په دغه موده کې شاوخوا ۱۴۵۰۰ روسي ځواکونه وژل شوي او په همدې شمېر کې نور یې معلول شوي هم دي، دا رنګه ملیارډونه ډالر مالي زیانونه هم وراوښتي دي.
پوښتنه دا ده، چې ولې پخواني شوروي اتحاد هغه مهال افغانستان ته د خپلو ځواکونو د استولو پرېکړه وکړه؟

د افغانستان د پوځ پخوانی ډګروال عبدالله افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل:« هغه مهال په نړۍ کې سړه جګړه په شدت روانه وه. امریکا خپلې وسلې او تجهیزات د اروپا پولو ته رالېږدولي وو. د چین سره هم د مسکو اړیکې زیاتې ترینګلې شوې وې. پاکستان د امریکې په لمسون د هغه هېواد پر ضد مستقیمه جکړه پیل کړې وه، چې شوروي پلوه مفکوره یې لرله او دا رنګه د افغانستان په ګاونډ کې ایران کې هم د اسلامي انقلاب په راتګ سره د هغه وخت د شوروي اتحاد پر ضد خوځښتونه زیات شوی وو؛ نو ځکه شوروي اړ شو چې په افغانستان یرغل وکړي او د خپلو هم فکره بلویانو په ملاتړ یې دغه کار ته زړه ښه کړ.»
خو بیا کله چې د ژینو د سولې تړون د افغانستان، پاکستان، پخواني شوروي اتحاد او امریکا ترمنځ لاسلیک شو؛ نو د شوروي اتحاد وروستي ولسمشر میخایل ګورباچوف د خپل هېواد د پوځونو جګړه د هندوکش د غرو په لمن کې د «ناسور ټپ» وګنله او د ۱۹۸۹ کال په فبرورۍ کې یې خپل ځواکونه له افغانستان واېستل؛ خو دې ټپ د افغانانو او روسي پوځیانو پر جسم او روح دومره ژور فزیکي او روحي اغېز پرېښود، چې لا یې هم نښې نښانې پر ځای پاتې دي.