• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حزب الله: اسراييل به د ملکيانو د وژلو په بدل کې د «وينې بيه» ورکړي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۰۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۱۸ GMT+۰

حزب الله د جمعې په ورځ ویلي، چې د اسراییل په بریدونو کې د لس لبناني ملکي وګړو د وژل کېدو په ځواب کې به پر اسراییل بریدونه زیات کړي. دا په داسې حال کې ده چې اسراییل ویلي، چې که ډیپلوماسي ناکامه شي د حزب الله حضور به په خپلې پولې کې له منځه یوسي.

په یوې ټلویزیوني وینا کې، د حزب الله مشر سید حسن نصرالله ویلي، چې اسراییل به د «وينې بيه» ورکړي.

نصرالله پر اسراییل تور لګولی چې په قصدي ډول ملکي وګړي په نښه کوي، او ویلي یې دي، چې اسراییل کولې شي چې د دوی له وژلو ډډه وکړي.

نصرالله زیاته کړه: «زموږ ماشومان او ښځې چې په دې ورځو کې وژل شوي، دښمن به یې د وینې تویولو بیه پرې کوي.»

نصرالله وویل، چې دې وژنو د حزب الله هوډ زیات کړی. هغه وايي، چې حزب الله به خپل موجودیت، ځواک او قهر زیات او خپل عملیات به پراخ کړي. هغه وویل: "اسراییل باید دا تمه ولری او په تمه دې وي."

اسراییلي پوځ ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ یې پر لبنان «هوایي برید» کړی چې د حزب الله قوماندانان او عملیات کوونکي یې وژلي دي. د ملکي تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي. تر دې مخکې یې ویلي و، چې ملکي وګړي نه په نښه کوي.

حزب الله له څلورو میاشتو راهیسې پر اسراییلي پوځ د خپل فلسطیني متحد حماس په ملاتړ بریدونه کوي. اسراییل هم په لبنان کې بیلابیلې موخې په نښه کوي.

دغه تاوتریخوالي په لنبان کې د ۱۷۰ حزب الله وسله والو په ګډون له ۲۰۰ څخه زیات کسان وژلي دي.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر اسرایل کاتز د مونیخ امنیتي کنفرانس کې ویلي، چې حزب الله د ایران د ملاتړ څخه برخمنه ډله ده او اسراییل به د خپل هیواد شمال بې ثباته کولو ته اجازه ورنکړي.

هغه څه باندې ۷۰زره بې ځایه شویو اسراییلیانو ته په اشارې سره وویل: «که ډیپلوماټیکه حل لاره ونه موندل شي، اسراییل به دې ته اړ شي چې حزب الله له سرحدي سیمو په شا کړي او خپل بې ځایه شوي بیرته خپلو کورونو ته ستانه کړي.»

هغه وویل: "په دې حالت کې به لبنان به هم درنده بیه پرې کړي."

فرانسې بیروت او اسراییل ته یو لیکلی وړاندیز وړاندې کړی چې موخه یې د دښمنۍ پای ته رسولو او د لبنان - اسراییل د لانجمنې پولې حل کول دي ، داسې ښکاري چې دا هڅې به ښې پایلې ولري.

د لبنان سرپرست لومړي وزیر نجیب میکاتي تېره ورځ په مونیخ کې ویلي، چې پر ملکي وګړو بریدونه باید پای ته ورسیږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

اسراییل په غزې کې تر ټولو لوی فعال روغتون محاصره کړی

۲۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۰۹ GMT+۰

په داسې حال کې چې پر رفح ښار د اسراییل د جنګي الوتکو بمبارۍ دوام لري، د غزې تر ټولو لوی فعال روغتون د جمعې په ورځ هم د اسراییل او حماس د جګړې په لړ کې د اسراییل تر محاصرې لاندې دی، ناروغان او ډاکټران د بې وسۍ په حالت کې دي.

اسراییلي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ منلې وه چې دوی پر یو طبي مرکز برید کړی او په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه ښيي‌ چې د روغتون په دهلیزونو کې چیغې او د ډزو غږونه اوریدل کیږي. دغه وضعیت د سلګونو ناروغانو، طبي کارمندانو او ډېری بې ځایه شويو فلسطینیانو برخلیک په اړه اندیښنې راپورته کړي چې د جګړې له امله یې رفح ښار ته پناه وړې ده.

د اسراییل پوځ، پر ناصر روغتون برید « دقیق او محدود» بللی او ویلي یې دي چې د هغه معلوماتو پر بنسټ یې په روغتون برید کړی چې هلته یې د حماس وسله والو شتون، د یرغملو ساتل او د یرغملو د جسدونو شتون ښکاره کولو.

د غزې د روغتیا وزارت د جمعې په ورځ ویلي، چې په روغتون کې پنځه ناروغان د برېښنا او اکسیجن د بندیدو له امله مړه شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د جمعې په ورځ ویلي، چې د اسراییل له برید وروسته د ناصر روغتون سره د اړیکې ټینګولو هڅه کوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ویاند طارق جاسرویچ وویل: "لا هم جدي ټپیان او ناروغان په دغه روغتون کې شته."

هغه زیاته کړه: "د ژوند ژغورنې خدماتو د دوام لپاره روغتون ته د تېلو رسولو ته بیړنۍ اړتیا ده ... موږ هڅه کوو چې هلته لاسرسی پیدا کړو ځکه چې هغه خلک چې لاهم د ناصر روغتون کې دي مرستې ته اړتیا لري."

اسراییلي پوځ ویلي، چې عسکرو یې تر ۲۰ ډېر فلسطینیان نیولي، چې ویل کیږي د اکټوبر د اوومې په برید کې لاس لري او لسګونه نور یې د پوښتنو ګروېږنو لپاره ځان سره بولي دي.

اسراییلي پوځ ادعا کړې چې عسکرو په روغتون کې مهمات او وسلې هم موندلي دي.

ترکيه د باروړونکې بېړۍ له ډوبېدو وروسته د لادرکه شوې عملې لټون کوي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۴، ۲۳:۱۷ GMT+۰

د ترکیې دولتي خبري اژانس انادولو خبر ورکړی، چې د ترکیې د ژغورنې ډلې د پنجشنبې په ورځ د ترکیې په شمال لوېدیځ کې د مارمارا په سمندرګي کې د ډوبې شوې بار وړونکې بېړۍ د عملې د شپږو لادرکه شویو غړو په لټه کې دي.

د بورسا والي محمود دیمیرتاس انادولو خبري اژانس ته ویلي، چې د لټون او ژغورنې عملیات دوام لري او باور کیږي چې ورک شوي عمله د ترکیې اتباع وي.

د ترکیې د ساحلي ګارد قوماندانۍ وايي، چې د بېړۍ د ډوبېدو د خبر په تر لاسه کولو سره سم د ساحلي ګارد دوه کښتۍ سیمې ته استول شوي دي.

په ورته وخت کې د ترکیې د ساحلي خوندیتوب عمومي ریاست هم سیمې خپل کارکوونکي استولي دي.

ویل کیږي چې د سمندر څپې درې متره لوړې دي او د ژغورنې عملیات یې سخت کړي دي.

ان بي سي: امریکا په دې وروستیو کې د ایران پر یوې پوځي کښتۍ سایبر برید کړی دی

۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۴، ۲۳:۱۳ GMT+۰

د امریکا این بي سي ټلویزیوني شبکې د درېیو امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې دغه هېواد په دې وروستیو پر یوې ایرانۍ پوځي کښتۍ سایبري برید کړی.

دغه برید په اردن کې پر امریکايي‌ ځواکونو د ایران د اسلامي جمهوریت د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په ځواب کې ترسره شوی او ویل شوي، چې دغه ایرانۍ بېړۍ په سور سمندرګي او د عدن په خلیج کې د بار وړونکو بېړیو په اړه معلومات راټولول.

د متحده ایالاتو د دغې سایبري برید موخه چې څه باندې یوه اونۍ وړاندې ترسره شوی، د یمن د حوثیانو سره د نړۍوالو سوداګریزو بېړیو د معلوماتو د شریکولو مخنیوی ښودل شوی.

حوثي جنګیالي بیا د دغې ایراني کښتۍ له خوا د راټول شویو معلوماتو پر بنسټ پر بار وړونکو بېړیو بریدونه کوي.‌

د حوثي یاغیانو مشر: له فلسطینیانو سره د پیوستون لپاره به خپلو بریدونو ته دوام ورکوو

۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۴، ۲۳:۰۵ GMT+۰

په یمن کې د ایران له ملاتړه برخمنې حوثي ډلې مشر د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې دوی به د فلسطین سره د پیوستون په موخه په سور سمندرګي کې پر بېړیو بریدونو ته تر هغه دوام ورکړي، چې اسراییل پر فسلطینیانو کېدونکو "جرایمو" ته دوام ورکړي.

عبدالمالک الحوثي په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل: "زموږ عملیات په دښمن باندې لوی تاثیر لري، چې دا یو لوی بریالیتوب او ریښتینې بریا ده."

هغه وايي، چې دا ډله به په یمن کې د حوثیانو په هدفونو د امریکا او برېتانیا د بریدونو سربېره د فلسطین څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

امریکا او برېتانیا په سور سمندرګي کې پر نړۍوالو بېړیو د حوثیانو د بریدونو په غبرګون کې په یمن کې د دغې ډلې پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي وو.

سور سمندرګي کې د حوثیانو بریدونو نړۍواله سوداګري اغېزمنه کړې او شرکتونه یې اړ کړي، چې د سویلي افریقا شاوخوا اوږده او خورا ګران سفرونه ترسره کړي.

دغې موضوع دا ویره هم رامنځته کړې، چې د اسراییل او حماس جګړه به منځني ختیځ هم بې ثباته کړي.

په ورته وخت کې د پنجشنبې په ورځ د حوثې ډلې ویاند په یوې ټلویزیونې وینا کې ویلي، چې حوثي جنګیالیو د عدن په خلیج کې د بریټانیا په "LYCAVITOS" بېړۍ د توغندي برید کړی دی.

محمود عباس: موږ چمتو یو چې د غزې تړانګې مسوولیت پر غاړه واخلو

۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۳۳ GMT+۰

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس ویلي دي، چې د غزې د تړانګې د بریدونو د احتمالي بندیدو څخه وروسته د دوی اداره چمتو ده، چې د غزې مسوولیت هم پر غاړه واخلي.

هغه له الشرق الاوسط ورځپاڼې سره په مرکه کې زیاته کړې: "مونږ د غزې د تړانګې مسوول وو، یو او پاتې به شو."

نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې له دې وړاندې د حماس مشر اسماعیل هنیه ویلي وو، چې هېڅوک نه شي کولی، د غزې مسوولیت پر خپل سر واخلي.

همدا راز د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ کامرون دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د حماس مشران باید له غزې تړانګې څخه ووځي او په سیمه کې باید له فلسطیني ادارې سره تړلی نوی حکومت جوړ شي.

هغه په ​​سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو او د اسرايیلي یرغمل شویو بندیانو پر خوشې کولو ټینګار وکړ او ویې ویل؛ که د حماس مشران په غزه کې پاتې شي، د اوربند ټینګېدل به ناشونې وي.

کامرون زیاته کړه، چې برېټانیا د فلسطین او اسراییل د شخړې د حل لپاره د "دوو دولتونو، دوو ملتونو" د پلان ملاتړ کوي.