• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل په غزې کې تر ټولو لوی فعال روغتون محاصره کړی

۲۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۰۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۲۸ GMT+۰

په داسې حال کې چې پر رفح ښار د اسراییل د جنګي الوتکو بمبارۍ دوام لري، د غزې تر ټولو لوی فعال روغتون د جمعې په ورځ هم د اسراییل او حماس د جګړې په لړ کې د اسراییل تر محاصرې لاندې دی، ناروغان او ډاکټران د بې وسۍ په حالت کې دي.

اسراییلي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ منلې وه چې دوی پر یو طبي مرکز برید کړی او په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه ښيي‌ چې د روغتون په دهلیزونو کې چیغې او د ډزو غږونه اوریدل کیږي. دغه وضعیت د سلګونو ناروغانو، طبي کارمندانو او ډېری بې ځایه شويو فلسطینیانو برخلیک په اړه اندیښنې راپورته کړي چې د جګړې له امله یې رفح ښار ته پناه وړې ده.

د اسراییل پوځ، پر ناصر روغتون برید « دقیق او محدود» بللی او ویلي یې دي چې د هغه معلوماتو پر بنسټ یې په روغتون برید کړی چې هلته یې د حماس وسله والو شتون، د یرغملو ساتل او د یرغملو د جسدونو شتون ښکاره کولو.

د غزې د روغتیا وزارت د جمعې په ورځ ویلي، چې په روغتون کې پنځه ناروغان د برېښنا او اکسیجن د بندیدو له امله مړه شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د جمعې په ورځ ویلي، چې د اسراییل له برید وروسته د ناصر روغتون سره د اړیکې ټینګولو هڅه کوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ویاند طارق جاسرویچ وویل: "لا هم جدي ټپیان او ناروغان په دغه روغتون کې شته."

هغه زیاته کړه: "د ژوند ژغورنې خدماتو د دوام لپاره روغتون ته د تېلو رسولو ته بیړنۍ اړتیا ده ... موږ هڅه کوو چې هلته لاسرسی پیدا کړو ځکه چې هغه خلک چې لاهم د ناصر روغتون کې دي مرستې ته اړتیا لري."

اسراییلي پوځ ویلي، چې عسکرو یې تر ۲۰ ډېر فلسطینیان نیولي، چې ویل کیږي د اکټوبر د اوومې په برید کې لاس لري او لسګونه نور یې د پوښتنو ګروېږنو لپاره ځان سره بولي دي.

اسراییلي پوځ ادعا کړې چې عسکرو په روغتون کې مهمات او وسلې هم موندلي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ترکيه د باروړونکې بېړۍ له ډوبېدو وروسته د لادرکه شوې عملې لټون کوي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۴، ۲۳:۱۷ GMT+۰

د ترکیې دولتي خبري اژانس انادولو خبر ورکړی، چې د ترکیې د ژغورنې ډلې د پنجشنبې په ورځ د ترکیې په شمال لوېدیځ کې د مارمارا په سمندرګي کې د ډوبې شوې بار وړونکې بېړۍ د عملې د شپږو لادرکه شویو غړو په لټه کې دي.

د بورسا والي محمود دیمیرتاس انادولو خبري اژانس ته ویلي، چې د لټون او ژغورنې عملیات دوام لري او باور کیږي چې ورک شوي عمله د ترکیې اتباع وي.

د ترکیې د ساحلي ګارد قوماندانۍ وايي، چې د بېړۍ د ډوبېدو د خبر په تر لاسه کولو سره سم د ساحلي ګارد دوه کښتۍ سیمې ته استول شوي دي.

په ورته وخت کې د ترکیې د ساحلي خوندیتوب عمومي ریاست هم سیمې خپل کارکوونکي استولي دي.

ویل کیږي چې د سمندر څپې درې متره لوړې دي او د ژغورنې عملیات یې سخت کړي دي.

ان بي سي: امریکا په دې وروستیو کې د ایران پر یوې پوځي کښتۍ سایبر برید کړی دی

۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۴، ۲۳:۱۳ GMT+۰

د امریکا این بي سي ټلویزیوني شبکې د درېیو امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې دغه هېواد په دې وروستیو پر یوې ایرانۍ پوځي کښتۍ سایبري برید کړی.

دغه برید په اردن کې پر امریکايي‌ ځواکونو د ایران د اسلامي جمهوریت د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په ځواب کې ترسره شوی او ویل شوي، چې دغه ایرانۍ بېړۍ په سور سمندرګي او د عدن په خلیج کې د بار وړونکو بېړیو په اړه معلومات راټولول.

د متحده ایالاتو د دغې سایبري برید موخه چې څه باندې یوه اونۍ وړاندې ترسره شوی، د یمن د حوثیانو سره د نړۍوالو سوداګریزو بېړیو د معلوماتو د شریکولو مخنیوی ښودل شوی.

حوثي جنګیالي بیا د دغې ایراني کښتۍ له خوا د راټول شویو معلوماتو پر بنسټ پر بار وړونکو بېړیو بریدونه کوي.‌

د حوثي یاغیانو مشر: له فلسطینیانو سره د پیوستون لپاره به خپلو بریدونو ته دوام ورکوو

۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۴، ۲۳:۰۵ GMT+۰

په یمن کې د ایران له ملاتړه برخمنې حوثي ډلې مشر د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې دوی به د فلسطین سره د پیوستون په موخه په سور سمندرګي کې پر بېړیو بریدونو ته تر هغه دوام ورکړي، چې اسراییل پر فسلطینیانو کېدونکو "جرایمو" ته دوام ورکړي.

عبدالمالک الحوثي په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل: "زموږ عملیات په دښمن باندې لوی تاثیر لري، چې دا یو لوی بریالیتوب او ریښتینې بریا ده."

هغه وايي، چې دا ډله به په یمن کې د حوثیانو په هدفونو د امریکا او برېتانیا د بریدونو سربېره د فلسطین څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

امریکا او برېتانیا په سور سمندرګي کې پر نړۍوالو بېړیو د حوثیانو د بریدونو په غبرګون کې په یمن کې د دغې ډلې پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي وو.

سور سمندرګي کې د حوثیانو بریدونو نړۍواله سوداګري اغېزمنه کړې او شرکتونه یې اړ کړي، چې د سویلي افریقا شاوخوا اوږده او خورا ګران سفرونه ترسره کړي.

دغې موضوع دا ویره هم رامنځته کړې، چې د اسراییل او حماس جګړه به منځني ختیځ هم بې ثباته کړي.

په ورته وخت کې د پنجشنبې په ورځ د حوثې ډلې ویاند په یوې ټلویزیونې وینا کې ویلي، چې حوثي جنګیالیو د عدن په خلیج کې د بریټانیا په "LYCAVITOS" بېړۍ د توغندي برید کړی دی.

محمود عباس: موږ چمتو یو چې د غزې تړانګې مسوولیت پر غاړه واخلو

۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۳۳ GMT+۰

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس ویلي دي، چې د غزې د تړانګې د بریدونو د احتمالي بندیدو څخه وروسته د دوی اداره چمتو ده، چې د غزې مسوولیت هم پر غاړه واخلي.

هغه له الشرق الاوسط ورځپاڼې سره په مرکه کې زیاته کړې: "مونږ د غزې د تړانګې مسوول وو، یو او پاتې به شو."

نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې له دې وړاندې د حماس مشر اسماعیل هنیه ویلي وو، چې هېڅوک نه شي کولی، د غزې مسوولیت پر خپل سر واخلي.

همدا راز د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ کامرون دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د حماس مشران باید له غزې تړانګې څخه ووځي او په سیمه کې باید له فلسطیني ادارې سره تړلی نوی حکومت جوړ شي.

هغه په ​​سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو او د اسرايیلي یرغمل شویو بندیانو پر خوشې کولو ټینګار وکړ او ویې ویل؛ که د حماس مشران په غزه کې پاتې شي، د اوربند ټینګېدل به ناشونې وي.

کامرون زیاته کړه، چې برېټانیا د فلسطین او اسراییل د شخړې د حل لپاره د "دوو دولتونو، دوو ملتونو" د پلان ملاتړ کوي.

زلمی خلیلزاد: اشرف غني او امنیتي قوماندان د دې پر ځای چې دفاع وکړي هوايي ډګرونو ته لاړل

۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۳۲ GMT+۰

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ د دوحې له موافقې د کانګرس د جمهوري غوښتونکو غړو د سختو نیوکو پر وړاندې د دفاع وکړه. نوموړي وویل، چې د پخوانی ولسمشر غني او د امنیتي ادارو مشران د دې پر ځای چې دفاع وکړي؛ هوايي ډګر ته لاړل او وطن یې پرېښود.

هغه وویل، چې امریکا په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره هېڅ دلیل نه لاره، ځکه چې د طالبانو پر وړاندې یې د بریا هیله او د افغانستان په «ضعیف او فاسد حکومت» یې باور له لاسه ورکړی و.

خلیلزاد ویلي، چې د امریکا حکومت د چین او روسیې په څېر له سترو قدرتونو سره په سیالۍ تمرکز کړی و او د همدې امله یې نور په افغانستان کې پاتې کېدو ته علاقه نه درلوده او په همدې توګه؛ "افغانستان نور د ترهګرۍ سره د مبارزې مرکز نه و."

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په مڼډه وتل او افغانستان ته د طالبانو او د هغوی اړوندو تروریستي ډلو راتګ د امریکا په ولسي جرګه کې د جمهوري غوښتونکو سخته غوسه او نیوکې راپارولي دي.

د افغانستان څخه د امریکايي‌ ځواکونو د وتلو پرېکړه د ۱۳۹۸ کال د کب په ۱۰ مه د دوحې تړون د لاسلیک په پایله کې شوې وه.

خلیلزاد د امریکا کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته په خپله وینا کې د دوحې د تړون، له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د لاملونو او د غني د حکومت د سقوط په اړه د هغه څه سربېره چې ده او نورو امریکايي‌ چارواکو وړاندې ویلي وو، کوم نوي معلومات وړاندې نه کړل.

نوموړي د دوحې د تړون د "محرمې ضمیمې" څه یادونه هم نه ده کړې، هغه څه چې افغان سیاستوالو به وار - وار د دغه تړون په اړه ویلي.

خلیلزاد ویلي، چې د طالبانو د چټکو پرمختګونو له امله د افغانستان حکومت سقوط ګړندی شو او اشرف غني له افغانستانه په تېښته له حکومت سره د سیاسي انتقال په اړه د خبرو مخنیوی وکړ.

هغه زیاته کړه، چې که اشرف غني نه وی "تښتیدلی" طالبان به له امریکا سره د پخواني تړون له مخې کابل ته نه وو ننوتلي.

لکه څنګه چې امریکايي چارواکو مخکې هم ویلي وو، خلیلزاد هم ومنله چې د بایډن حکومت تمه درلوده، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د غني حکومت "د ډېر وخت لپاره دوام وکړي" خو دغه تصور هم غلط ثابت شو، او حکومت د امریکايي ځواکونو له وتلو وړاندې نسکور شو.

هغه وویل؛ بایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د طالبانو او غني حکومت ترمنځ د سیاسي هوکړې ته مشروط یا په افغانستان کې د محدود شمېر سرتېرو پرېښودل د جنګ د اوږدېدو له وېرې رد کړي وو.

خلیلزاد وویل: "له افغانستان څخه وتل د دواړو افغان لوریو ترمنځ د سیاسي هوکړې پورې ونه تړل شول. ځکه چې دې کار نه ختمیدونکې جګړې که د ښکیلتیا خطر رامنځته کولی شو."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی وايي؛ امریکايي چارواکي له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو، د ترهګرو ډلو د بېرته راتګ او په افغانستان کې د لوېدیځ د دوه لسیزو د حضور د لاسته راوړنو له لاسه ورکولو په خطرونو پوهېږي.

خلیلزاد ویلي؛ امریکا د القاعدې په کمزوري کولو کې بریالۍ شوې او د ترهګرو ډلو د څارنې او بریدونو لپاره هوايي وړتیا لري؛ خو د ده په وینا، چې په افغانستان کې د جمهوري حکومت او د دوو لسیزو لاسته راوړنو ساتل د امریکا لپاره ممکن نه وو.

خلیلزاد وویل: “په یوه مدرن او ډېموکراتیک دولت د افغانستان بدلول یوه غیر واقعي خبره وه. د امريکا له پراخو هڅو سربېره دغه هېواد د حکومتدارۍ له ستونزو او پراخ اداري فساد سره مخامخ و."

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپورونو پر بنسټ؛ په افغانستان کې د القاعده او داعش په څېر ترهګرې ډلې وده کړې ده. د امنیت شورا کارپوهان په افغانستان کې د داعش د نفوذ پراخېدل ممکن ګڼي.

خو خلیلزاد ویلي؛ که څه هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل له ګډوډۍ سره مل وو او د کابل پر هوايي ډګر د داعش په برید کې یو شمېر امریکايي سرتېري ووژل شول؛ خو دا وروستۍ ورځې باید د لاسته راوړنو د پامه غورځولو لپاره معیار نه وي.

هغه زیاته کړه: "القاعده له منځه تللې او دا د متحده ایالاتو د امنیت لپاره یوه لویه بریا ده."

خو د افغانستان لپاره به څه راتلونکې ممکنه وي؟

د امریکا د پخواني استازي او له طالبانو سره د دوحې د تړون د لاسلیک کوونکي ځواب دا و: “د افغانستان وروستی فصل لا نه دی لیکل شوی. د هغه ارزښتونو تخمونه چې موږ کرلي دي د وخت په تېرېدو سره به میوه ورکړي. "