د عمران خان ګوند له خپلو پلویانو غوښتي، چې په ټاکنو کې د "درغلیو" پر ضد دې سبا لاریون وکړي

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان ګوند د شنبې په ورځ په دغه هېواد کې د پراخو لاریونونو خبر ورکړی. دغه ګوند د ټاکنو څارونکي وروسته له هغه حیران کړل، چې خپلواک نوماندانو یې د پاکستان د پارلمان په ولسي جرګه کې تر ټولو زیاتې څوکۍ خپلې کړې.