اوکرایني ځواکونه د دغه هېواد په ختیځ کې له یو مهم ښاره ووتل

د اوکراین د پوځ مشر اعلان وکړ، چې ځواکونه یې د دغه هېواد له ختیځ ښار اودیوکا څخه وتلي دي. اوکرایني پوځ داسې مهال له دغه ښاره وځي، چې کیف د وسلو او مهماتو له سخت کمي سره مخامخ دی.

د اوکراین د پوځ مشر اعلان وکړ، چې ځواکونه یې د دغه هېواد له ختیځ ښار اودیوکا څخه وتلي دي. اوکرایني پوځ داسې مهال له دغه ښاره وځي، چې کیف د وسلو او مهماتو له سخت کمي سره مخامخ دی.
دغه په شاتګ کولای شي، چې د روسیې د ستر پرمختګ لپاره لاره هواره کړي.
الکساندر سیرسکي چې نوی د اوکرایني پوځ مشرتوب یې تر لاسه کړی، ویلي چې ځواکونه یې له ښاره د باندې امنو اډو ته ستانه شوي دي.هغه په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې له اودیوکا ښاره یې د پوځونو وتنه د دې لپاره وه چې له کلابندۍ خلاص او په امن کې پاتې شي.تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي و، چې اودیوکا ښار په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو لهخوا د اوکراین سره د مرستو ځنډولو له امله د روسانو لهخوا د سقوط سره مخامخ دی.اوکراین سره د امریکا نوې پوځي مرستې له څو میاشتو راهیسې د کانګرس وروستۍ پرېکړې ته ځنډېدلې دي.روسیې د اکټوبر میاشتې راهیسې پر اودیوکا ښار بریدونه زیات کړي او د رویټرز په وینا، له څو اونیو راهیسې د اوکراین پوځي اډې نهیلې کوونکې ښکارېدې.دغه ښار ډېر ارزښتناک ښار بلل کېږي، چې پر هغه د روسیې ولکه کولای شي چې په جګړه کې د روسیې دریځ لا ډېر پیاوړی کړي.


د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار او شاوخوا سیمو کې د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پلویانو تېرې ټاکنې له ټګیو برګیو ډکې بللې او د خپل ګوند د غوڅ بري او د مرکزي حکومت د جوړولو دعوې یې کړې دي.
بل پلو په پلازمېنه اسلام اباد کې هم د ګڼو سیاسي ګوندونو پلویانو اعتراضیه غونډې کړې دي او د دغه هېواد پر پوځ یې تور پورې کړی، چې په ټاکنو کې یې درغلیو ته لمن وهلې.
دغو لاریونیانو غوښتل، چې د اسلام اباد د خبریالانو ټولنې (پرېس کلب) مخې ته پرلت ووهي؛ خو پولیسو یې مخه نېولې او دغه سیمه کې یې داسې خنډونه جوړ کړي، چې معترضین نه شي کولای ترېنه واوړي.
بل پلو په بلوچستان صوبه کې سیاسي ګوندونو هم لاریونونه کړي، چې تر ډېره د کویټې ښار تر څنګ د دغې صوبې بېلابېلو ولسوالیو کې د لاریون کوونکو پرلتونه همدا اوس هم روان دي.
په دغو لاریونونو کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ، بي اېن پي مېنګل، نشنل پارټۍ او هزاره ډیموکراټیک پارټۍ غړو برخه اخیستې ده.
دغو اعتراض کوونکو تور پورې کړی، چې پوځ غواړي په لوی لاس ملت پال ګوندونه له پارلمان او سیاست څخه لرې کړي او پر ځای یې د دوی د خوښې کسان پارلمان ته راولي.
دغه لاریونوال د پاکستان د ټاکنو کمېسیون له مشره غواړي، چې له دندې دې استعفا وکړي.
د بلوچستان تربت، ګوادر او پنجګور کې زرګونه معترضینو پرلتونه وهلي او په یوه خوله وایي، چې د ټاکنو اعلان شوې پایلې نه مني.
د دې تر څنګ په سند صوبه، لاهور او نورو سترو ښارونو کې هم د ټاکنو د اعلان شویو پایلو پر ضد خلک لارو کوڅو ته راوتي او د ټاکنو کمېسیون یې په درغلیو تورن کړی دی.
خو د پاکستان لنډمهاله حکومت له معترضینو غوښتي، چې په غونډو کې دې له تاوتریخوالي ډډه وکړي او خپلې ټولې غوښتنې دې له قانوني لارو له حکومتي اړونده چارواکو او یا محکمو ته وړاندې کړي.
د فبرورۍ په اتمه په پاکستان کې د قومي اسمبلۍ او ایالتي شوراګانو له پاره ټاکنې وشوې، چې یو سیاسي ګوند هم غوڅ اکثریت نه دی ترلاسه کړی چې په ځانته سر د حکومت جوړولو جوګه وي.
همدا اوس هم د بېلابېلو سیاسي ګوندونو تر منځ د جوړ جاړي خبرې روانې دي؛ خو تر اوسه داسې ښکاري چې دغه ګوندونه سره یوې ځانګړې پرېکړې ته نه دی رسېدلي.

د المان د دفاع وزارت ویلي، چې د دغه هیواد او اوکراین ترمنځ د لاسلیک شوي امنیتي تړون د یوې برخې په توګه، برلین د ۱.۱۳ ملیارده یورو (۱.۲۲ ملیارده ډالرو) په ارزښت د اوکراین سره نورې پوځي مرستې کوي چې تر ډیره په هوايي دفاعي سیسټم او توپچي برخو راټولې دي.
د المان لومړي وزیر اولاف شولز او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جمعې په ورځ د جرمني په پلازمینه کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې امنیتي تړون لاسلیک کړ، په همدې ورځ چې د جرمني په سویل کې د مونیخ امنیتي کنفرانس پیل شو.
د المان دفاع وزیر بوریس پیستوریوس په یوه اعلامیه کې ویلي: "له اوکراین سره زموږ امنیتي تړون تاریخي دی. په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د المان فدرالي جمهوریت د یوه تضمین کوونکي هیواد په توګه عمل کوي."
په دغه پوځي مرستو کې، د سږ کال لپاره یو لک او ۲۰ زره د توپونو مرمۍ، ۱۰۰ دانې IRIS-T SLS توغندي او په ۲۰۲۵ کال کې د سکای نیکست SkyNext هوایي دفاعي سیسټم شامل دي.
پر دې برسېره، المان به په ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو کې اوکراین ته ۱۸ نور هویټزر توپونه سره د مهماتو او پرزو هم ورکړي. هویتزر توپونه د المان د اردو یو تر ټولو پیاوړې توپچې وسله ده چې په عادي مهماتو تر ۳۰ کیلومتره پورې هدفونه په نښه کولای شي او له پرمختللو مهماتو سره بیا ان تر ۱۰۰ کیلومتره پورې هم هدف ویشتلای شي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ د روسیې د اپوزیسیون د مشر الیکسي ناوالني د مړینې پړه د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین واچوله او وې ویل، چې د هغه مړینه به د روسیې لپاره ځینې پایلې ولري. بایډن وايي، چې نوالني په مړینې "حیران شوی نه دی خو غوسه" دی.
وروسته له هغه چې د روسیې د زندان چارواکو اعلان وکړ چې ناوالني مړ شوی دی، بایډن په سپینه ماڼۍ کې د څرګندونو پر مهال وویل: "موږ په سمه توګه نه پوهیږو چې څه پیښ شوي دي، مګر په دې کې شک نشته چې د ناوالني مړینه د هغه څه پایله ده چې پوتین او د هغه ډلې ترسره کړې."
بایډن وویل: "روسي چارواکي به د هغه د مړینې په اړه خپله کیسه کوي. مګر هېڅ تېروتنه مه کوئ. هیڅ غلطي مه کوئ. پوتین د ناوالني د مړینې مسوول دی."
هغه دا هم وویل، چې هغه د ناوالني له مړینې وروسته روسیې ته د سزا ورکولو لپاره د اضافي ګامونو د پورته کولو په اړه فکر کوي. هغه د اپوزیسیون مشر ته د "زړورتیا" او د پوتین د حکومت د "فساد" او "تاوتریخوالي" په وړاندې د مقاومت له امله درناوی وکړ.
بایډن د روسیې په وړاندې د امریکا د راتلونکو اقداماتو په اړه د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل: "موږ په دې فکر کوو چې نور څه کیدی شي."
د روسیې د زندانونو ادارې د جمعې په ورځ ویلي، چې د دغه هېواد د اپوزیسیون مشر الیکسي نوالني په پولار وولف زندان کې، له قدم وهلو وروسته، په ناڅاپي توګه پر ځمکه لویدلی او مړ شوی دی.
نوموړي په دغه زندان کې د خپل ۳۰ کلن حبس موده تېروله.
د زندان چارواکو ویلي، د ولادیمیر پوتین دغه منتقد د جمعې په ورځ له یو څه پیاده مزل وروسته "ښه احساس نه کاوه" او "سملاسي بې هوښه شو".
د هغوی په وینا، د زندان د طبي ټیم او امبولانس کارمندانو له هڅو سره، نوموړي خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د الکسي نوالني په مرګ خبر شوی دی.
د ۴۷ کلن پخواني وکیل نوالني مړینه، د روسیې اپوزیسیون د یو خورا زړور او کریزماتیک رهبر له شتونه په داسې حال کې بې برخې کوي، چې پوتین د ټاکنو لپاره چمتووالی نیسي.

حزب الله د جمعې په ورځ ویلي، چې د اسراییل په بریدونو کې د لس لبناني ملکي وګړو د وژل کېدو په ځواب کې به پر اسراییل بریدونه زیات کړي. دا په داسې حال کې ده چې اسراییل ویلي، چې که ډیپلوماسي ناکامه شي د حزب الله حضور به په خپلې پولې کې له منځه یوسي.
په یوې ټلویزیوني وینا کې، د حزب الله مشر سید حسن نصرالله ویلي، چې اسراییل به د «وينې بيه» ورکړي.
نصرالله پر اسراییل تور لګولی چې په قصدي ډول ملکي وګړي په نښه کوي، او ویلي یې دي، چې اسراییل کولې شي چې د دوی له وژلو ډډه وکړي.
نصرالله زیاته کړه: «زموږ ماشومان او ښځې چې په دې ورځو کې وژل شوي، دښمن به یې د وینې تویولو بیه پرې کوي.»
نصرالله وویل، چې دې وژنو د حزب الله هوډ زیات کړی. هغه وايي، چې حزب الله به خپل موجودیت، ځواک او قهر زیات او خپل عملیات به پراخ کړي. هغه وویل: "اسراییل باید دا تمه ولری او په تمه دې وي."
اسراییلي پوځ ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ یې پر لبنان «هوایي برید» کړی چې د حزب الله قوماندانان او عملیات کوونکي یې وژلي دي. د ملکي تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي. تر دې مخکې یې ویلي و، چې ملکي وګړي نه په نښه کوي.
حزب الله له څلورو میاشتو راهیسې پر اسراییلي پوځ د خپل فلسطیني متحد حماس په ملاتړ بریدونه کوي. اسراییل هم په لبنان کې بیلابیلې موخې په نښه کوي.
دغه تاوتریخوالي په لنبان کې د ۱۷۰ حزب الله وسله والو په ګډون له ۲۰۰ څخه زیات کسان وژلي دي.
د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر اسرایل کاتز د مونیخ امنیتي کنفرانس کې ویلي، چې حزب الله د ایران د ملاتړ څخه برخمنه ډله ده او اسراییل به د خپل هیواد شمال بې ثباته کولو ته اجازه ورنکړي.
هغه څه باندې ۷۰زره بې ځایه شویو اسراییلیانو ته په اشارې سره وویل: «که ډیپلوماټیکه حل لاره ونه موندل شي، اسراییل به دې ته اړ شي چې حزب الله له سرحدي سیمو په شا کړي او خپل بې ځایه شوي بیرته خپلو کورونو ته ستانه کړي.»
هغه وویل: "په دې حالت کې به لبنان به هم درنده بیه پرې کړي."
فرانسې بیروت او اسراییل ته یو لیکلی وړاندیز وړاندې کړی چې موخه یې د دښمنۍ پای ته رسولو او د لبنان - اسراییل د لانجمنې پولې حل کول دي ، داسې ښکاري چې دا هڅې به ښې پایلې ولري.
د لبنان سرپرست لومړي وزیر نجیب میکاتي تېره ورځ په مونیخ کې ویلي، چې پر ملکي وګړو بریدونه باید پای ته ورسیږي.

په داسې حال کې چې پر رفح ښار د اسراییل د جنګي الوتکو بمبارۍ دوام لري، د غزې تر ټولو لوی فعال روغتون د جمعې په ورځ هم د اسراییل او حماس د جګړې په لړ کې د اسراییل تر محاصرې لاندې دی، ناروغان او ډاکټران د بې وسۍ په حالت کې دي.
اسراییلي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ منلې وه چې دوی پر یو طبي مرکز برید کړی او په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه ښيي چې د روغتون په دهلیزونو کې چیغې او د ډزو غږونه اوریدل کیږي. دغه وضعیت د سلګونو ناروغانو، طبي کارمندانو او ډېری بې ځایه شويو فلسطینیانو برخلیک په اړه اندیښنې راپورته کړي چې د جګړې له امله یې رفح ښار ته پناه وړې ده.
د اسراییل پوځ، پر ناصر روغتون برید « دقیق او محدود» بللی او ویلي یې دي چې د هغه معلوماتو پر بنسټ یې په روغتون برید کړی چې هلته یې د حماس وسله والو شتون، د یرغملو ساتل او د یرغملو د جسدونو شتون ښکاره کولو.
د غزې د روغتیا وزارت د جمعې په ورځ ویلي، چې په روغتون کې پنځه ناروغان د برېښنا او اکسیجن د بندیدو له امله مړه شوي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د جمعې په ورځ ویلي، چې د اسراییل له برید وروسته د ناصر روغتون سره د اړیکې ټینګولو هڅه کوي.
د روغتیا نړۍوال سازمان ویاند طارق جاسرویچ وویل: "لا هم جدي ټپیان او ناروغان په دغه روغتون کې شته."
هغه زیاته کړه: "د ژوند ژغورنې خدماتو د دوام لپاره روغتون ته د تېلو رسولو ته بیړنۍ اړتیا ده ... موږ هڅه کوو چې هلته لاسرسی پیدا کړو ځکه چې هغه خلک چې لاهم د ناصر روغتون کې دي مرستې ته اړتیا لري."
اسراییلي پوځ ویلي، چې عسکرو یې تر ۲۰ ډېر فلسطینیان نیولي، چې ویل کیږي د اکټوبر د اوومې په برید کې لاس لري او لسګونه نور یې د پوښتنو ګروېږنو لپاره ځان سره بولي دي.
اسراییلي پوځ ادعا کړې چې عسکرو په روغتون کې مهمات او وسلې هم موندلي دي.