د پاکستان په ټاکنو کې د شویو درغلیو پر ضد نن د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې لاریونونه شوي

د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار او شاوخوا سیمو کې د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پلویانو تېرې ټاکنې له ټګیو برګیو ډکې بللې او د خپل ګوند د غوڅ بري او د مرکزي حکومت د جوړولو دعوې یې کړې دي.