د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې یو افغان کډوال ځان وژلی

دغه ځوان چې محمد شفایی نومېده، پرون ناوخته یې په خپل کور کې ځان زیندۍ کړی دی. نوموړی د افغانستان د غزني ولایت اوسېدونکی و، ۲۸ کاله عمر یې لاره او د دوو کالو راهیسې د پلازمېنې اسلام اباد په بهارکهو سیمه کې د خپلې کورنۍ سره یې ژوند کاوه.