یوشمېر هټۍوال: طالبان راکړل شوې ځمکې بېرته غواړي او پرې د جوړو شویو هټیو نړولو حکم یې کړی

په کابل کې یوشمېر هټۍوال وایي، د طالبانو لهخوا ورته څه موده مخکې ځمکې ورکړل شوې چې دوی پرې ځانته هټۍ او رسټوارنټونه جوړ کړل؛ خو اوس دوی ته د دغو ځمکو د بېرته اخیستو او د هټیو د نړولو سپارښتنه شوې ده.