په نږدې راتلونکي کې به د هنګري پارلمان په ناټو کې د سویډن غړیتوب تصویب کړي

د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان د شنبې په ورځ ویلي، چې د دغه هېواد پارلمان به په راتلونکې اونۍ کې په ناټو کې د سویډن غړیتوب تصویب کړي.

د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان د شنبې په ورځ ویلي، چې د دغه هېواد پارلمان به په راتلونکې اونۍ کې په ناټو کې د سویډن غړیتوب تصویب کړي.
اوربان وايي: "دا ښه خبر دی چې له سویډن سره به زموږ شخړه ژر حل شي.»
سویډن نږدې دوه کاله مخکې د ناټو د غړیتوب غوښتنه کړې وه.
هنګري د ناټو یوازینی غړی دی چې تر اوسه یې د سویډن غوښتنه نه ده تصویب کړې. دې ځنډ د هنګري او متحده ایالاتو په اړیکو سیوری اچولی او د هنګري د متحدینو اندیښنې یې راپارولي دي.
د هنګري پارلمان به د فبرورۍ په ۲۶مه په دې اړه غونډه وکړي.
د اوربان په وینا، هغه او د سویډن لومړي وزیر اولف کریسترسون د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور د بیا رغولو لپاره ګامونه پورته کړي دي. نوموړي د دغو ګامونو په اړه وضاحت نه دی ورکړی.


ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې په سیستان او بلوچستان ایالت کې د هلمند سیند د اوبو د کمیسیون ۲۷مه ناسته بې پایلې پای ته ورسېدلې ده. د ایرنا د راپور له مخې، په دغه ناسته کې د ایران استازیو د هلمند په سیند کې د بندونو د جوړولو په شمول د خنډونو په لرې کولو ټینګار کړی.
دغه ناسته د ایران او طالبانو د استازو په ګډون د سلواغې میاشتې په ۲۵ او ۲۶ نیټه د ایران د سیستان او بلوچستان ایالت په زابل ښار کې جوړه شوې وه.
ایرنا خبری اژانس د ایران د اسلامی جمهوریت د انرژۍ د وزارت په حواله لیکلي، چې دغه غونډه د ایران او افغانستان ترمنځ د ۱۳۵۱ کال د هلمند د سیند د تړون د پلي کولو په موخه جوړه شوې وه.
د ایران د انرژۍ وزارت وايي، چې د دغه وزارت استازو په دې ناسته کې د طالبانو استازو ته په وروستیو کلونو کې د هلمند له سیند څخه د ایران د اوبو حق د نه رسیدو په اړه مفصل راپور وړاندې کړی دی.
د ایران استازو د دغه سیند په اوږدو کې د شته تخنیکي ستونزو او موانعو پر لرې کولو ټینګار کړی چې د ایران د اوبو د حق مخه یې نیولې. دغو چارواکو، د افغانستان له خوا د جوړو شوو بندونو او په ځانګړي ډول د کمال خان بند پر لرې کولو ټینګار کړی.
د دغه راپور له مخې، طالبانو په افغانستان کې سخته وچکالي د ایران د اوبو د حق په برابرولو کې خڼډ بللی خو دغه دلیل د ایراني استازو له خوا ننګول شوی دی.
په هلمند سیند کې د ایران د اوبو د حق موضوع د طالبانو او د ایران د اسلامي جمهوریت تر منځ یوه جنجالي مساله ده. ایران وايي، چې د هلمند له سیند نه یې د اوبو حق نه ورکول کیږي، خو طالبان د دغه کار دلیل په افغانستان کې وچکالۍ پورې تړلی دی.
تر دې مخکې یو ایراني پلاوي د هلمند له سیند څخه لیدنه کړې وه او د اسلامي جمهوریت چارواکو هم وچکالي او په هلمند سیند کې د اوبو کمښت موضوع تایید کړې وه. خو په همدې حال کې، ایران د سیند په اوږدو کې د بندونو پر جوړولو اعتراض کړی.

د ایران د دفاع وزارت د شنبې په ورځ د بالستیک توغندیو ضد توغندیز سیسټم او د ټیټې ارتفاع هوايي دفاعي سیسټم پرانسته وکړه. ایرنا خبری اژانس وایي، چې دغه نوی هوايي دفاعي سیسټمونه به د ایران دفاعی ځواک د پام وړ ډیر کړی.
دغه توغندیز سیسټمونه چې په ارمان توغندیو او د اذرخش هوايي دفاعي سیسټم نومول شوي، د پرانېستې مراسو کې یې د ایران د دفاع د وزیر جنرال محمد رضا قرايي هم ګډون کړی و.
د ایرنا د راپور له مخې د ارمان توغندي سیسټم کولای شي چې په یو وخت کې له ۱۲۰ تر ۱۸۰ کیلومتره واټن کې شپږ هدفونه په نښه کړی.
په ورته وخت کې د اذرخش هوايي دفاعي سیستم کولای شي چې تر ۵۰ کیلومتره واټن پورې څلور توغندي په هممهاله توګه کشف او له منځه یوسي.
ایران په داسې حال کې د خپلو نویو توغندیو او دفاعي لاسته راوړني نندارې ته وړاندي کوي، چې په سیمه کې کړکېچونه ډېر شوي دي.
په یمن کې د ایران له ملاتړه برخمنه حوثي ډله په دوامداره توګه له غزې سره د پیوستون د ښودلو په موخه په سور سمندرګي کې د امریکا، بریتانیا او اسراییلو پر بیړیو بریدونه کوي.
د دغو بریدونو په ځواب کې امریکا او بریتانیا په یمن کې دننه د حوثي جنګیالیوو مرکزونونه په نښه کړي او په سوریه او عراق کې یې د ایران له ملاتړه برخمنو ډلو پر مرکزونو بمباري کړې دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وايي، په دغه هېواد کې پارلماني ټاکنې، د پوځ د هدایت په اساس او د پوځي یونیفورم په وسیله شوې دي. پارلمان ته کامیاب محمود خان اڅکزی زیاتوي: "په پارلمان کې د هغو ګوندونو ملاتړ کوو چې دا پیغام راوړي چې د پاکستان په سیاست کې به د پوځ رول له منځه وړي.”
نوموړي دا خبرې نن په کوټه کې د پاکستان په ټاکنو کې د درغليو په ضد د څلور ګوندونو په اتحاد جوړې شوې مظاهرې ته د وینا پرمهال وکړې.
هغه پوځ ته په اشارې سره وویل: “دوی ځکه غواړي یو ضعیف پارلمان غواړي دوی پرې خپلې ګناوې پرې معاف کړي.”
که څه هم د پاکستان د فبروري د اتمې ټاکنو کې د عمران خان پلویانو د ۹۲ څوکیو ګټلو سره تر نورو مخکې دي، خو دغه ګوند تور لګوي چې ټاکنو کې درغلي شوې او په مقابل کې یې مظاهرې پیل کړې دي.
محمود خان اڅکزی هم په ټینګار سره وايي، چې د عمران خان ملاتړی نه دی، خو د پاکستان عامو خلکو د ښاغلي خان ګوند ته رایه ورکړې ده.
هغه وویل، چې دی یو قوي پارلمان جوړېدو لپاره لومړنۍ حل لاره دا ده چې د عمران خان او د هغه د ملګرو پر وړاندې جوړې شوې دوسیې ختمې او نوموړی له زندانه خوشی شي.
محمود خان اڅکزي د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی چې که د دوی د خلکو د رایو درناوی ونشي، بیا به د بلوچستان په هوايي ډګرونو کې هیڅ الوتکه ونشي کیناستلی، د بلوچستان د اورګاډي اډې ته به هیڅ یو اورګاډی ورنشي او له پاکستانه به هیڅ بدمعاش ته بلوچستان ته د ورننوتلو اجازه ور نه کړي.
په همدې حال کې په پلازمېنه اسلام اباد کې هم د ګڼو سیاسي ګوندونو پلویانو اعتراضیه غونډې کړې دي او د دغه هېواد پر پوځ یې تور پورې کړی، چې په ټاکنو کې یې درغلیو ته لمن وهلې.

د المان د دفاع وزارت ویلي، چې د دغه هیواد او اوکراین ترمنځ د لاسلیک شوي امنیتي تړون د یوې برخې په توګه، برلین د ۱.۱۳ ملیارده یورو (۱.۲۲ ملیارده ډالرو) په ارزښت د اوکراین سره نورې پوځي مرستې کوي چې تر ډیره په هوايي دفاعي سیسټم او توپچي برخو راټولې دي.
د المان لومړي وزیر اولاف شولز او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جمعې په ورځ د جرمني په پلازمینه کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې امنیتي تړون لاسلیک کړ، په همدې ورځ چې د جرمني په سویل کې د مونیخ امنیتي کنفرانس پیل شو.
د المان دفاع وزیر بوریس پیستوریوس په یوه اعلامیه کې ویلي: "له اوکراین سره زموږ امنیتي تړون تاریخي دی. په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د المان فدرالي جمهوریت د یوه تضمین کوونکي هیواد په توګه عمل کوي."
په دغه پوځي مرستو کې، د سږ کال لپاره یو لک او ۲۰ زره د توپونو مرمۍ، ۱۰۰ دانې IRIS-T SLS توغندي او په ۲۰۲۵ کال کې د سکای نیکست SkyNext هوایي دفاعي سیسټم شامل دي.
پر دې برسېره، المان به په ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو کې اوکراین ته ۱۸ نور هویټزر توپونه سره د مهماتو او پرزو هم ورکړي. هویتزر توپونه د المان د اردو یو تر ټولو پیاوړې توپچې وسله ده چې په عادي مهماتو تر ۳۰ کیلومتره پورې هدفونه په نښه کولای شي او له پرمختللو مهماتو سره بیا ان تر ۱۰۰ کیلومتره پورې هم هدف ویشتلای شي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ د روسیې د اپوزیسیون د مشر الیکسي ناوالني د مړینې پړه د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین واچوله او وې ویل، چې د هغه مړینه به د روسیې لپاره ځینې پایلې ولري. بایډن وايي، چې نوالني په مړینې "حیران شوی نه دی خو غوسه" دی.
وروسته له هغه چې د روسیې د زندان چارواکو اعلان وکړ چې ناوالني مړ شوی دی، بایډن په سپینه ماڼۍ کې د څرګندونو پر مهال وویل: "موږ په سمه توګه نه پوهیږو چې څه پیښ شوي دي، مګر په دې کې شک نشته چې د ناوالني مړینه د هغه څه پایله ده چې پوتین او د هغه ډلې ترسره کړې."
بایډن وویل: "روسي چارواکي به د هغه د مړینې په اړه خپله کیسه کوي. مګر هېڅ تېروتنه مه کوئ. هیڅ غلطي مه کوئ. پوتین د ناوالني د مړینې مسوول دی."
هغه دا هم وویل، چې هغه د ناوالني له مړینې وروسته روسیې ته د سزا ورکولو لپاره د اضافي ګامونو د پورته کولو په اړه فکر کوي. هغه د اپوزیسیون مشر ته د "زړورتیا" او د پوتین د حکومت د "فساد" او "تاوتریخوالي" په وړاندې د مقاومت له امله درناوی وکړ.
بایډن د روسیې په وړاندې د امریکا د راتلونکو اقداماتو په اړه د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل: "موږ په دې فکر کوو چې نور څه کیدی شي."
د روسیې د زندانونو ادارې د جمعې په ورځ ویلي، چې د دغه هېواد د اپوزیسیون مشر الیکسي نوالني په پولار وولف زندان کې، له قدم وهلو وروسته، په ناڅاپي توګه پر ځمکه لویدلی او مړ شوی دی.
نوموړي په دغه زندان کې د خپل ۳۰ کلن حبس موده تېروله.
د زندان چارواکو ویلي، د ولادیمیر پوتین دغه منتقد د جمعې په ورځ له یو څه پیاده مزل وروسته "ښه احساس نه کاوه" او "سملاسي بې هوښه شو".
د هغوی په وینا، د زندان د طبي ټیم او امبولانس کارمندانو له هڅو سره، نوموړي خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د الکسي نوالني په مرګ خبر شوی دی.
د ۴۷ کلن پخواني وکیل نوالني مړینه، د روسیې اپوزیسیون د یو خورا زړور او کریزماتیک رهبر له شتونه په داسې حال کې بې برخې کوي، چې پوتین د ټاکنو لپاره چمتووالی نیسي.