• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان لوبډلې په لومړۍ نړۍوالې شل اوریزې لوبه کې د ۴ منډو په توپیر له سریلانکا ماته وخوړه

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۰۸ GMT+۰

افغان کرېکټ ملي لوبډلې په لومړۍ نړۍواله شل اوريزه لوبه کې د څلورو منډو په توپير سره د سریلانکا له ملي لوبډلې ماته وخوړه.

د لوبې په سر کې، افغان لوبډلې پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه. سریلانکا په ۱۹ اورو کې د ټولو لوبغاړو په سوځولو سره افغان لوبډلې ته د ۱۶۰ منډو هدف وټاکه.

افغان لوبډلې د ټول اورونو په لوبولو او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۶ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۴ منډو په توپیر وبایله.

دغه لوبه د سریلانکا په رنګېريدامبالا نړۍوال لوبغالي کې ترسره شوه.

افغان لوبډلې تر دې وړاندې د روانې لړۍ په ترڅ کې سریلانکا ته درې یو ورځنۍ لوبې بایللې وې.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ دویمه لوبه به راتلونکې دوشنبه ـ د فبروري په ۱۹مه - په همدې لوبغالي کې ترسره شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په افغانستان کې د کرېکټ لومړۍ درجه یو ورځنۍ ولایتي سیالۍ پیلېږي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۵۸ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، راتلونکې سې شنبه د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه یو ورځنۍ ولایتي سیالۍ پیلېږي. په دوو ګروپورنو کې د ۱۲ ولايتي لوبډلو ترمنځ دا سیالۍ په کندهار، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې تر سره کېږي.

د کورني کرېکټ د ودې لپاره د دې سیالیو د ۱۵ پړاو۱۲ لوبډلې په«الف» او «ب» ګروپونو کې لوبيږي.

په الف ګروپ کې به « کابل، لغمان، فاریاب، خوست بي، ننګرهار بي او اې سي بي ايلېون» لوبډلې او په ب ګروپ کې به « ننګرهار، پکتيا، لوګر، بلخ، کابل بي او چېيرمېن ايلېون» لوبډلې سره ولوبيږي.

د پلان له مخې دا سیالۍ د مارچ پر شپږمه پای ته رسېږی.

‏په مزارشریف کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۱۶ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د بلخ د بدني روزنې سره په همغږۍ د مزارشریف د وزلوبې فدراسیون له‌خوا ‏په دغه ښار کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې. د دغو لوبو په لومړي پړاو کې نجیب الله پهلوان، دویم پړاو کې حاجي غلام پهلوان او په وروستي پړاو کې شمس الدین پهلوان د نغدي جایزو ګټونکي شول.

100%

د دغو سیالیو موخه په مزارشریف کې د وزلوبې د ودې او د وزلوبې غوره سیالیو دویم پړاو ته تابیا ښودل شوې ده.

افغان کرېکټ لوبډلې له سرېلانکا پرلپسې درېیمه ماته وخوړه

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۹ GMT+۰

افغان کرېکټ ملي لوبډلې نن په درېیمه نړۍواله یو ورځنۍ لوبه کې د سریلانکا له ملي لوبډلې د اوو وېکټو په توپیر ماته وخوړه. افغان لوبډلې د پچې ګټلو سره توپ وهلو ته مخه کړه او په ۵۰ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو سوځېدو سره ۲۶۷ منډې هدف وټاکه؛ خو سریلانکا دا هدف په ۳۶ اور کې پوره کړ.

د سرېلانکا په کوربتوب دا په درېیو پنځوس اوره لوبو کې د افغان لوبډلې درېیمه پرلپسې ماته ده.

افغانستان تر دې وړاندې د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه په ۴۲ منډو او دویمه لوبه په ۱۵۵ منډو بایللې وه.

تر دغې لوبلړۍ وړاندې افغانستان خپله یوازینۍ ټېسټ لوبه هم د سریلانکا پر وړاندې وبایلله.

د افغانستان او سرېلانکا کرېکټ ملي لوبډلې د درېیو نړۍوالو شل اوره سیالیو لوبلړۍ هم لري چې روانې فېبروري میاشتې په ۱۷مه پیليږي.

افغان لوبغاړی محمد نبي په یو ورځنیو سیالیو کې د نړۍ غوره الراونډر شو

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۴۹ GMT+۰

د کرېکټ نړیوالې شورا د نړۍ د غوره لوبغاړو په تازه درجه بندۍ کې اعلان وکړ، چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې غړی محمد نبي عیساخېل د ۳۱۴ نمرو په ترلاسه کولو د ۵۰ اوره لوبو د غوره الراونډرانو په ډلبندۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی.

بنګلدېشی شکېب حسن له ۱۷۳۹ ورځو وروسته دویم مقام ته کښته شوی.

په دې درجه بندۍ کې د افغانستان له محمد نبي وروسته د بنګله دېش د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی شکیب حسن د ۳۱۰ نمرو په لرلو دویم، د زیمبابوې سکندر رضا د ۲۸۸ نمرو په لرلو دریم او د افغانستان راشد خان ارمان د ۲۵۵ نمرو په لرلو څلورم ځای خپل کړی دی.

شکیب حسن ۱۷۳۹ ورځې د دې جدول په سر کې و، چې اوس دويم شو.

محمد نبي په ۳۹ کلنۍ او په وروستيو میاشتو کې تر لوبو وروسته دغه مقام ته رسېدلی دی.

د کرېکټ د نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې نوموړی تر ټولو مشر لوبغاړی دی چې د جدول په سر کې ځای لري.

تر افغان لوبغاړي محمد نبي وړاندې د سريلانکا دلشان په ۳۸ کلو او اتو مياشتو کې تر ټولو زيات عمره لوبغاړی و چې په ۲۰۱۵ کال کې يې د نړۍ د کرېکټ د غوره الراونډرانو په سر کې ځای درلود.

شکیب حسن د ۲۰۱۹ کال د مۍ له ۷ نیټې تر نن ورځې د جدول په سر کې و، چې دا په دې برخه کې تر ټولو اوږد وخت دی.

البته دا لوبغاړی په تیرو وختونو کې څو ځله لومړی مقام خپل کړی اوټولټال یوولس نیم کاله د غوره لوبغاړو په نوملړ کې لومړی و.

افغانستان نن د سریلانکا پر وړاندې خپله وروستۍ یوه ورځنۍ لوبه کوي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۳۱ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د سریلانکا پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو وروستۍ لوبه نن ماسپښین د کابل په وخت یوه بجه د دغه هېواد په کوربه‌توب په پلیکېلي لوبغالي کې کوي. افغانستان تر دې وړاندې د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه په ۴۲ منډو او دویمه لوبه په ۱۵۵ منډو بایللې وه.

تر دغې لوبلړۍ وړاندې افغانستان خپله یوازینۍ ټېسټ لوبه هم د سریلانکا پر وړاندې وبایلله.
د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ درې شل اوریزه لوبې د فبرورۍ په ۱۷مه د دغه هېواد په کوربه‌توب پیلېږي.

د دغو راتلونکو شل اوریزو لوبو لپاره کرېکټ بورډ یوه ورځ وړاندې د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

په دغه نوملړ کې د ابراهیم ځدراڼ، رحمن الله ګربز، اسحاق رحیمي، حضرت الله ځاځي، ګلبدین نایب، محمدنبي، نجیب الله ځدراڼ، عظمت الله عمرزي، کریم جنت، شرف الدین اشرف، فضل الحق فاروقي فرید احمد ملک، نوین الحق، نوراحمد لکڼوال، وفادار مومند او د قیس احمد نومونه شامل دي.