• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

‏په مزارشریف کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۱۶ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د بلخ د بدني روزنې سره په همغږۍ د مزارشریف د وزلوبې فدراسیون له‌خوا ‏په دغه ښار کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې. د دغو لوبو په لومړي پړاو کې نجیب الله پهلوان، دویم پړاو کې حاجي غلام پهلوان او په وروستي پړاو کې شمس الدین پهلوان د نغدي جایزو ګټونکي شول.

100%

د دغو سیالیو موخه په مزارشریف کې د وزلوبې د ودې او د وزلوبې غوره سیالیو دویم پړاو ته تابیا ښودل شوې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

افغان کرېکټ لوبډلې له سرېلانکا پرلپسې درېیمه ماته وخوړه

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۹ GMT+۰

افغان کرېکټ ملي لوبډلې نن په درېیمه نړۍواله یو ورځنۍ لوبه کې د سریلانکا له ملي لوبډلې د اوو وېکټو په توپیر ماته وخوړه. افغان لوبډلې د پچې ګټلو سره توپ وهلو ته مخه کړه او په ۵۰ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو سوځېدو سره ۲۶۷ منډې هدف وټاکه؛ خو سریلانکا دا هدف په ۳۶ اور کې پوره کړ.

د سرېلانکا په کوربتوب دا په درېیو پنځوس اوره لوبو کې د افغان لوبډلې درېیمه پرلپسې ماته ده.

افغانستان تر دې وړاندې د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه په ۴۲ منډو او دویمه لوبه په ۱۵۵ منډو بایللې وه.

تر دغې لوبلړۍ وړاندې افغانستان خپله یوازینۍ ټېسټ لوبه هم د سریلانکا پر وړاندې وبایلله.

د افغانستان او سرېلانکا کرېکټ ملي لوبډلې د درېیو نړۍوالو شل اوره سیالیو لوبلړۍ هم لري چې روانې فېبروري میاشتې په ۱۷مه پیليږي.

افغان لوبغاړی محمد نبي په یو ورځنیو سیالیو کې د نړۍ غوره الراونډر شو

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۴۹ GMT+۰

د کرېکټ نړیوالې شورا د نړۍ د غوره لوبغاړو په تازه درجه بندۍ کې اعلان وکړ، چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې غړی محمد نبي عیساخېل د ۳۱۴ نمرو په ترلاسه کولو د ۵۰ اوره لوبو د غوره الراونډرانو په ډلبندۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی.

بنګلدېشی شکېب حسن له ۱۷۳۹ ورځو وروسته دویم مقام ته کښته شوی.

په دې درجه بندۍ کې د افغانستان له محمد نبي وروسته د بنګله دېش د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی شکیب حسن د ۳۱۰ نمرو په لرلو دویم، د زیمبابوې سکندر رضا د ۲۸۸ نمرو په لرلو دریم او د افغانستان راشد خان ارمان د ۲۵۵ نمرو په لرلو څلورم ځای خپل کړی دی.

شکیب حسن ۱۷۳۹ ورځې د دې جدول په سر کې و، چې اوس دويم شو.

محمد نبي په ۳۹ کلنۍ او په وروستيو میاشتو کې تر لوبو وروسته دغه مقام ته رسېدلی دی.

د کرېکټ د نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې نوموړی تر ټولو مشر لوبغاړی دی چې د جدول په سر کې ځای لري.

تر افغان لوبغاړي محمد نبي وړاندې د سريلانکا دلشان په ۳۸ کلو او اتو مياشتو کې تر ټولو زيات عمره لوبغاړی و چې په ۲۰۱۵ کال کې يې د نړۍ د کرېکټ د غوره الراونډرانو په سر کې ځای درلود.

شکیب حسن د ۲۰۱۹ کال د مۍ له ۷ نیټې تر نن ورځې د جدول په سر کې و، چې دا په دې برخه کې تر ټولو اوږد وخت دی.

البته دا لوبغاړی په تیرو وختونو کې څو ځله لومړی مقام خپل کړی اوټولټال یوولس نیم کاله د غوره لوبغاړو په نوملړ کې لومړی و.

افغانستان نن د سریلانکا پر وړاندې خپله وروستۍ یوه ورځنۍ لوبه کوي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۳۱ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د سریلانکا پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو وروستۍ لوبه نن ماسپښین د کابل په وخت یوه بجه د دغه هېواد په کوربه‌توب په پلیکېلي لوبغالي کې کوي. افغانستان تر دې وړاندې د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه په ۴۲ منډو او دویمه لوبه په ۱۵۵ منډو بایللې وه.

تر دغې لوبلړۍ وړاندې افغانستان خپله یوازینۍ ټېسټ لوبه هم د سریلانکا پر وړاندې وبایلله.
د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ درې شل اوریزه لوبې د فبرورۍ په ۱۷مه د دغه هېواد په کوربه‌توب پیلېږي.

د دغو راتلونکو شل اوریزو لوبو لپاره کرېکټ بورډ یوه ورځ وړاندې د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

په دغه نوملړ کې د ابراهیم ځدراڼ، رحمن الله ګربز، اسحاق رحیمي، حضرت الله ځاځي، ګلبدین نایب، محمدنبي، نجیب الله ځدراڼ، عظمت الله عمرزي، کریم جنت، شرف الدین اشرف، فضل الحق فاروقي فرید احمد ملک، نوین الحق، نوراحمد لکڼوال، وفادار مومند او د قیس احمد نومونه شامل دي.

احمد الله وثیق: د افغانستان د والیبال لوبډلې په اسيا کې ۱۵م او په نړۍ کې ۶۴م ځای خپل کړی

۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۲۳ GMT+۰

د افغانستان د بدنې روزنې او ورزش لپاره د طالبانو مشر د واليبال د ملي لوبو د قرعه کشۍ په مراسمو کې وويل، چې د واليبال ملي لوبډله په نړۍ کې له ۸۰یم څخه ۶۴م او د اسیا په کچه له ۳۶م څخه ۱۵م ځای خپل کړی. هغه وايي، چې ورزش يې له مرکزونو څخه کليو ته پراخ کړی دی.

د طالبانو د بدنې روزني او ورزش مشر احمدالله وثیق په کابل کې د واليبال د ملي لوبو د لیګ د درېیم پړاو د پيل په مراسمو کې وويل، چې ډېر ژر به د واليبال ملي لوبډلې د غواري لپاره سیالۍ پيل کړي.

نوموړي وويل، چې د واليبال دغه سيالۍ د ۸ لوبډلو تر منځ پيليږي، چې موخه یې د ملي لوبډلې ټاکل دي.

هغه زیاته کړه: « مخکې د والیبال د غوره لیګ په سياليو کې ۶ لوبډلې وې سږ کال به ۸ لوبډلې وي، موخه مو د ملي لوبډلې ټاکل دي.»

د وثیق په خبره، چې ورزش ته يې پاملرنه زياته ده او په دې برخه کې يې هڅې تر ولسواليو او کليو رسېدلي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې؛ سږ کال د افغانستان د واليبال ملي لوبډله په شپږو نړۍوالو سياليو کې درېيم مقام خپل کړی.

نوموړی وايي؛ دا مهال يې د هېواد واليبال ملي لوبډله د نړۍ په سطحه له ۸۰یم مقام څخه ۶۴م او د اسیا په سطحه له ۳۶م ځای څخه ۱۵م ته پرمختګ کړی.

د طالبانو د ورزش دغه مشر زیاته کړې، چې ورزش ته د لا پاملرنې له کبله يې د همږغۍ او عنانوي لوبو د ژوندي ساتلو امريتونه هم زيات کړي دي.

په افغانستان کې د ځوانانو لویه برخه په ورزش بوخته ده؛ خو له دې سره - سره د طالبانو د امرباالمعروف ادارې له لوري لوبغاړو ته د لوبو پر مهال د بدن د ځينو اندامونو د پټ ساتلو سپارښتنې هم شوي دي، چې دغه سپارښتنې د ډېرو لوبغاړو د انتقاد سره مخ شوي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د سريلانکا سره د شل اورېزو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

۲۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۳۵ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ د سريلانکا سره د درېو نړۍوالو شل اورېزو لوبو لپاره ۱۶ کسيزه لوبډله اعلان کړه. د افغان لوبډلې مخکښ لوبغاړي راشدخان، مجيب الرحمن او سليم ساپی په دې لوبو کې نشته او دا لوبې به د براهيم ځدران په لوبډلمشرۍ تر سره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د هغو ۱۶ افغان لوبغاړو نومونه اعلان کړه، چې په درېيو شل اورېزو لوبو کې به د سريلانکاف خلاف ولوبيږي.

کرېکټ بورډ وايي په دې لوبډله کې: « ابراهيم ځدران، لوبډلمشر، رحمن الله ګربز، ويکټ ساتونکی، اسحاق رحيمي، حضرت الله ځاځی، ګلبدين نايب، محمدنبي، نجيب الله ځدران، عظمت الله عمرزی، کریم جنت، شرف الدین اشرف، فض الحق فاروقي، فريد احمد ملک، نوين الحق، نوراحمد، وفادار مومند او قيس احمد.» شامل دي.

دغه لوبې به د سريلانکا په کوربه‌توب د روانې فيبوري مياشتي په ۱۷ نېټه پيل شي.

دوهمه لوبه به د فيبوري په ۱۹ او درېیمه به په ۲۱ نټېه تر سره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر راشدخان لا هم د ملا د عملیاتو له امله تر درملنې لاندې دی او دغه راز د مجیب الرحمن د لاس د اوښتو او د سلیم ساپی د ورانه د شاتنۍ برخې د عضلې د شلېدو درملنه هم روانه ده.

تر دې وړاندې افغانستان پر سريلانکا ټيسټ لوبه او د درېيو ۵۰ اوريزو سياليو لوبلړۍ هم بايللې وه.