• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان ویب پاڼې طالبانو ته د پیسو د ورکړې د محدویت له امله ځنډول شوي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۵۲ GMT+۰

د چارواکو په وینا، له سلو څخه زیاتې افغان ویب پاڼې وروسته له هغه وځنډول شوې چې یو فرانسوي انټرنیټي شرکت پر طالبانو د لګیدلو محدودیتونو له امهله د دغې ډلې د مخابراتو وزارت ته د پیسو په ورکولو کې پاتې راغی.

په دې ویب پاڼو کې هغه ویب پاڼې چې د "af." ډومین سره پای ته رسیږي، شاملې دي او دغه ځنډیدل د یادو ویب پانو لپاره لوی زیان بلل کیږي.

هېوادونو ته ځانګړي ډومینونه - لکه د کاناډا ca. یا د فرانسې fr. په عمومي ډول په کور دننه د افرادو یا سازمانونو له خوا کارول کیږي، مګر ځینې ویب پاڼې - لکه د Tuvalu's.tv یا Libya's.ly - په نړۍواله کچه هم په پراخه توګه کارول کیږي.

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وايي، چې ۱۵۰ ډومینونه چې په af. پای ته رسیږي او د پاریس میشته ګانډي شرکت له لارې راجستر شوي وو، اوسمهال ځنډيدلي او له همدې امله د شاوخوا ۱۷ زره ډالرو انلاین ورکړه د دغو ویب پاڼو له لار، هم ځنډول شوې ده.

د ګاندي شرکت اجراییوي مشر، ارناوډ فرانکوینیټ وايي، چې د ډومینونو شمېر ممکن ۱۰۰ ته نږدې وي. هغه رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې پر طالبانو لګیدلو نړۍوالو بندیزونو او د افغانستان د بانکو ناوړه وضعیت، افغانستان سره د تړلو پیسو په انلاین توګه ورکول ستونزمن کړي دي.

فرانسوینټ وايي: "دغو موضوعاتو ته په پام سره ، د ټولو تادیاتو د ورکولو لپاره اجازه اخېستل ګران دي. موږ په دې کار کوو، خو ښايي دا یو څه وخت ونیسي."

د دې اونۍ په پیل کې د af. ډومینونو ځنډیدو ته وروسته له هغه د ټکنالوژۍ ټولنو پام ورواوښت چې د سافټویر جوړونې د کوچني شرکت یو خاوند ایرن شیفرډ، چې د "queer.af" ټولنزې شبکې د خاوندانو څخه دی، د af. ډومینونو د ځنډیدو په اړه د طالبانو د مخابراتو وزارت خبرتیا خپره کړه.‌

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو ویاند منلې چې لا هم له افغانستان څخه د مخدره توکو قاچاق دوام لري

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۵۳ GMT+۰

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي؛ سره له دې چې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې پرمختګ شوى، خو د دغو نشه يي توکو قاچاق لا هم دوام لري.

ښاغلي مجاهد ویلي، لا هم د دغو مخدره توکو د قاچاق لپاره بېلابېلې لارې شته او له شته ذخیرو د لیږد بهیر دوام لري.

د طالبانو ویاند دغه څرګندونې د روسیې د امنیت شورا د منشي نیکلای پاتروشف د څرګندونو په غبرګون کې کړې دي.

د روسیې د امنیت شورا سرمنشي د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۷) په بشکک کې یوه غونډه کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې تولید شوي مخدره مواد به په لنډه موده کې له زړو زېرمو څخه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته قاچاق شي.

نیکلای پاتروشف وویل، معلومات ښيي چې له افغانستان څخه منځنۍ اسیا ته د مخدره موادو قاچاق کم شوی نه دی.

ذبیح الله مجاهد د طالبان تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د نشه یي توکو پر وړاندې د طالبانو مبارزه "پراخه" ده. هغه وايي، چې سره له دې چې کروندګر له اقتصادي ستونزو سره مخامخ وو، خو د کوکنارو د کښت ډېره برخه له منځه تللې ده.

همدا راز، هغه تاييد کړه چې طالبان تراوسه نه دي توانېدلي چې د نشه يي توکو د قاچاق مخه ونيسي. هغه وويل: "په نهایت کې داسې یوې پایلې ته ونه رسیدو چې د نشه یي توکو له قاچاقه سل په سلو کې مخنیوی وکړي.»

ملګرو ملتونو د طالبانو شرطونه نه دي منلي، طالبان دوحې ته نه ځي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۵۹ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، تر اوسه د ملګرو ملتونو له خوا د دوی شرطونه نه دي منل شوي، ځکه دوی د دوحې په ناسته کې ګډون ګټور نه ګڼي. دغه وزارت وايي، ملګرو ملتونو ته یې څرګنده کړې چې طالبان باید د افغانستان د یوازینۍ مسوولې ډلې په توګه ګډون وکړي، خو شرطونه یې نه دي منل شوي.

په دغه خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د دوحې غونډه کې باید د طالبانو او ملګرو ملتونو د استازو ترمنځ په لوړه کچه او ټولو مسایلو د خبرو لپاره زمینه برابره شي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې که دا شرطونه ومنل شي، د دوحې ناسته کې به ګډون وکړي، خو په دې برخه کې د پرمختګ د نه شتون له امله یې د دوحې په ناسته کې ګډون بې ګټې ګڼلی دی.

طالبان په خپله اعلامیه کې وایي، دا غونډه د دوی او د نړیوالې ټولنې ترمنځ د اختلافونو او ستونزو د حل لپاره ښه فرصت و.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې دغه ډله د افغانستان په اړه په یوه نړیواله غونډه کې له ګډون ډډه کوي.

په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په کوربه توب په لومړۍ غونډه کې طالبانو ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

د دوحې دویمې غونډې ته د مدني ټولنې یوه ډله او د افغان ښځو د حقونو فعالان هم بلل شوي دي. طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان په استازیتوب د دغو کسانو له بلنې سره موافق نه دي.
​

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي د دوحې غونډې ته د ۲۵ هېوادونو استازي بلل شوي دي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۴۵ GMT+۰

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه چې د افغانستان په اړه د دوحې په غونډه کې د ۲۵ تر ۲۸ هېوادونو استازو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. موږ د هغو دیپلوماتانو لیست ترلاسه کړی چې په دې غونډه کې ګډون کوي ​​او ځینې مېلمانه دوحې ته رسیدلي دي.

افغانستان انټرنشنل ته د ورکړل شوي نوملړ له مخې، په افغانستان کې د امریکا، اروپايي ټولنې، ایران، پاکستان، چین، ترکیې، جرمني، فرانسې، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، افغانستان د ځانګړي استازي په ګډون د هېوادونو ځانګړي استازي شتون لري.

د دوحې په غونډه کې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو او د ځینې هېوادونو استازي ګډون کوي.

د دغه نوملړ له مخې به په دې غونډه کې د پاکستان، ایران، روسیې، چین، ترکیې، ترکمنستان او ازبکستان ځانګړي استازي ګډون ولري.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ، د افغانستان د ښځو په چارو کې ځانګړې استازې رینا امیري، د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی توماس نیکولسن، د جرمني ځانګړی استازی ولريایریک کورتزوییل، د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا په چارو کې استازی تیموتي تریویل، د افغانستان لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت چارواکی جې پي سنګ، د سعودي په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د چارو مسؤل شهزاده عبدالله، بن خالد، بن سعود الکبیر، کډون ولري.

حنیف اتمر: د ډیورنډ کرښې په نه منلو کې عباس ستانکزی یوازې نه دی

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۵۵ GMT+۰

د افغانستان د جمهوریت د وخت بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وايي، د ډیورنډ نه منلو کې عباس ستانکزی یوازې نه دی، خو نوموړي پوښتنه کړې چې دا دریځ د طالبانو پالیسي هم ده که نه. عباس ستانکزي پرون وویل، چې ډیورنډ نه افغانانو منلی او نه به یې ومني. پاکستان د نوموړي دا خبرې خیالي وبللې.

حنیف اتمر نن خپل اېکس کې د عباس ستانکزي د دې خبرو د ویډیو ټوېټولو سره وايي: «له سیاسي اختلافاتو سره د عباس ستانکزي سره په بشپړه موافق یو.»

د نوموړي په خبره، «په ملي کچه، هغه (عباس ستانکزی) په دې موقف کې یوازې نه دی. اما بیا هم پوښتنه دا ده چې ایا دا د دوی د تحریک پالیسي هم ده؟»

شیر محمد عباس ستانکزي له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د وتلو ۳۵ کلیزې لمانځعونډې ته ویلي، افغانستان په ټول عمر ډیورنډ په رسمیت نه دی پيژندلي او نه به یې وپيژنی.

ستانکزي وویل نیمه ټوټه افغانستان جلا دی او له ډیورنډ کرښې اخوا پروت دی.

عباس ستانکزي وویل، چې ډیورنډ کرښه انګرېزانو د افغانانو پر زړه تېره کړې ده او پر دغه کرښه اوښتو لپاره د پاکستان له خوا د د پاسپورټ او ویزې اصول پلي کول ورته د منلو نه دي او نه عملي کیدلی شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د عباس ستانکزي څرګندونې «خودخواهانه او خیالي» بللي.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې طالبان دې د دغو خبرو پر ځای د پاکستان امنیتي اندېښنو ته رسیدګي وکړي.

ذبیح الله مجاهد په افغاستان کې د ۲۰ ترهګرو ډلو اړوند د قرغزستان او روسيې ادعاوې رد کړې

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۵۱ GMT+۰

د طالبانو د حکومت ویاند د قرغزستان او روسيې د چارواکو هغه ادعاوې رد کړې، چې په افغانستان کې شل ترهګرې ډلې شته. ذبیح الله مجاهد د قرغزستان د ولسمشر او د روسيې د ملي امنيت شورا د منشي د دې خبرو په غبرګون کې وويل، چې دا ډول څرګندونې هيڅ نتیجه نه ورکوي او باید تکرار نه شي.

په بشکيک کې د افغانستان په شپږمه امنيتي غونډه کې د قزغزستان ولسمشر صدر جباروف او د روسيې د امنیت شورا منشي نيکلای پاتروشیف په جلا جلا څرګندونو کې وويل، چې په افغانستان کې ۲۰ ترهګري ډلې فعالیت کوي او ښايي یو له بل سره ایتلاف هم وکړي.

دوی د سیمي د هېوادونو لوړپوړو چارواکو ته په خطاب کې وويل، چې افغانستان دا مهال له پراخو ګواښونو سره مخ دی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوی تر واک لاندي دولتي راډيو سره په مرکه کې ويلي، چې هېواد يې امن دی او هيڅ ترهګره ډله پکې فعالیت نه لري.

مجاهد زياته کړه: « موږ دغه ادعاوي ردوو، واقعتونه باید درک شي، افغانستان امن هېود دی، مسول نظام لري او هيڅ خپل سرې ډلې ته نه د اوسېدو او نه د فعالیت اجازه شته.»

د طالبانو ویاند ويلي، چې دا ډول څرګندونې د هېڅ هېواد په ګټه نه دي او باید بیا تکرار نه شي.

د قرغزستان جمهور رییس په افغانستان کې داعش تر ټولو خطرناکه ډله بللې او وړاوندينه يې کړې، چې ترهګرې ډلې هڅه کوي له اسيايي هېوادونو څخه ځوانان جلب کړي.

په ورته وخت کې د روسيې د امنیت شورا منشي هم خبرداری ورکړ، چې د طالبانو تر واک لاندي افغانستان کې د څه باندي ۲۳ زره والو په ګډون ۲۰ ترهګريز سازمانونه شته.

په شکيک کې د افغانستان په شپږمه امنيتي غونډه کې د ایران، روسیې، چین، هند، پاکستان، تاجکستان، قرغزستان، قزاقستان، ازبکستان او ترکمنستان امنیتي چارواکو ګډون کړی و.