• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د کانونو وزارت: د ټاپي پروژې نه به د افغانستان عواید هر کال ۴۰۰ میلیونه ډالره وي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۲۳ GMT+۰

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور د شنبې په ورځ په کابل کې د ټاپي پروژې له اجرایوي رییس مراد امانوف سره کتلي دي. دغه وزارت وايي، له ترکمنستان څخه پاکستان او هند ته د ګازو د انتقال پروژې له لارې افغانستان ته د کال ۴۰۰ میلیونه ډالره ګټه رسیږي.

په دغه کتنه کې شهاب الدین دلاور د ټاپي پروژې په اړه د بحث ترڅنګ، د دغې پروژې د کار د بهیر پر چټکتیا او په دې برخه کې د طالبانو پر ملاتړ او همکارۍ ټینګار وکړ.

دلاور، د ټاپي پروژه د افغانستان په ګډون په دې پروژه کې د دخیلو ټولو هیوادونو لپاره ګټوره بللې ده.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هم له دغې سترې اقتصادي پروژې څخه د افغانانو د ملاتړ یادونه هم کړې ده.

له افغانستان څخه پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد د پروژې کار په ۲۰۱۶ کال کې پیل شوی و، خو له هغه وخت راهیسې تخنیکي، سیاسي او امنیتي ستونزې تل د دغې پروژې د عملي کېدو پر وړاندې خڼډونه جوړ کړي وو.

دا پروژه له کندهار، فراه، هلمند او هرات ولایتونو څخه تېرېږي، چې ډېری سیمې یې په تېر کې ناامنه او د طالبانو په لاس کې وې. مخکې له دې چې طالبان د افغانستان واک تر لاسه کړي، دغه ډله د یادې پروژې د بشپړېدو او پلي کیدو لپاره جدي ګواښ ګڼل کېده.

وروسته له هغې چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، د دې ډلې د دفاع، کورنیو چارو او استخباراتو وزارتونو چارواکو په کابل کې د "ټاپي" پروژې له اجراییه رییس سره د دغې پروژې د امنیت په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د دې پروژې امنیت په ساتي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د سټنډرډ ملي اداره: تېره میاشت څه باندې ۵۰۰ ټانکره بې کیفیته تېل مسترد شوي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۱۸ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د سټنډرډ ملي ادارې د شنبې په ورځ اعلان کړی چې د روان کال په مرغومې میاشت کې یې ۵۱۱ ټانکره بې کیفیته تیل بیرته ستانه کړي دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د مرغومې په میاشت کې د نفتي توکو ۹زره ۵۴ ټانکرونه له بېلابېلو بندرونو افغانستان ته داخل شوي دي.

د طالبانو د ملي سټنډرډ ادارې د شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۸مه) پر اېکس ټولنیزې رسنۍ خپور کړي پیغام کې ویلي، چې د بې کیفیته نفتي مواد سلګونه ټانکرونه تثبیت شوي دي.

دې ادارې ټینګار کړی چې د هېواد د بندرونو په کنټرولولو سره به د بې کیفیته تیلو د داخلېدو مخه ونیول شي.

د طالبانو د سټندرډ ادارې، په تېرو دوو کلونو کې په کراتو د ګاونډ هېوادونو د بې کیفیته تېلو ټانکرونه په تېره بیا د ایران، مسترد کړي دي.

دا اداره ادعا کوي چې هر کله چې د وارد شوو تېلو او ساختماني موادو کیفیت معیاري نه وي، بیرته یې صادرونکو هیوادونو ته استوي.

د طالبانو دغه کړنه د ایراني چارواکو له غبرګون سره مخامخ شوې. نږدې دوه میاشتې وړاندې، د ایران د نفتي موادو د صادر کوونکو د اتحادیې مشر، احمد معروف خاني، د طالبانو له خوا د نفتي موادو پر راګرزولو نیوکه کړې وه.

ښاغلي معروف خاني ویلي و، چې طالبان د تېلو د کیفیت د معلومولو لپاره اړین وسایل نه لري او که سوداګر دغې ډلې ته اضافي پیسې ورکړي او ورسره معامله وکړي،افغانستان ته د تېلو د واردولو اجازه ورکوي.

دا ادعا د طالبانو له خوا رد شوې وه.

افغان ویب پاڼې طالبانو ته د پیسو د ورکړې د محدویت له امله ځنډول شوي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۵ GMT+۰

د چارواکو په وینا، له سلو څخه زیاتې افغان ویب پاڼې وروسته له هغه وځنډول شوې چې یو فرانسوي انټرنیټي شرکت پر طالبانو د لګیدلو محدودیتونو له امهله د دغې ډلې د مخابراتو وزارت ته د پیسو په ورکولو کې پاتې راغی.

په دې ویب پاڼو کې هغه ویب پاڼې چې د "af." ډومین سره پای ته رسیږي، شاملې دي او دغه ځنډیدل د یادو ویب پانو لپاره لوی زیان بلل کیږي.

هېوادونو ته ځانګړي ډومینونه - لکه د کاناډا ca. یا د فرانسې fr. په عمومي ډول په کور دننه د افرادو یا سازمانونو له خوا کارول کیږي، مګر ځینې ویب پاڼې - لکه د Tuvalu's.tv یا Libya's.ly - په نړۍواله کچه هم په پراخه توګه کارول کیږي.

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وايي، چې ۱۵۰ ډومینونه چې په af. پای ته رسیږي او د پاریس میشته ګانډي شرکت له لارې راجستر شوي وو، اوسمهال ځنډيدلي او له همدې امله د شاوخوا ۱۷ زره ډالرو انلاین ورکړه د دغو ویب پاڼو له لار، هم ځنډول شوې ده.

د ګاندي شرکت اجراییوي مشر، ارناوډ فرانکوینیټ وايي، چې د ډومینونو شمېر ممکن ۱۰۰ ته نږدې وي. هغه رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې پر طالبانو لګیدلو نړۍوالو بندیزونو او د افغانستان د بانکو ناوړه وضعیت، افغانستان سره د تړلو پیسو په انلاین توګه ورکول ستونزمن کړي دي.

فرانسوینټ وايي: "دغو موضوعاتو ته په پام سره ، د ټولو تادیاتو د ورکولو لپاره اجازه اخېستل ګران دي. موږ په دې کار کوو، خو ښايي دا یو څه وخت ونیسي."

د دې اونۍ په پیل کې د af. ډومینونو ځنډیدو ته وروسته له هغه د ټکنالوژۍ ټولنو پام ورواوښت چې د سافټویر جوړونې د کوچني شرکت یو خاوند ایرن شیفرډ، چې د "queer.af" ټولنزې شبکې د خاوندانو څخه دی، د af. ډومینونو د ځنډیدو په اړه د طالبانو د مخابراتو وزارت خبرتیا خپره کړه.‌

د طالبانو ویاند منلې چې لا هم له افغانستان څخه د مخدره توکو قاچاق دوام لري

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۵۳ GMT+۰

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي؛ سره له دې چې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې پرمختګ شوى، خو د دغو نشه يي توکو قاچاق لا هم دوام لري.

ښاغلي مجاهد ویلي، لا هم د دغو مخدره توکو د قاچاق لپاره بېلابېلې لارې شته او له شته ذخیرو د لیږد بهیر دوام لري.

د طالبانو ویاند دغه څرګندونې د روسیې د امنیت شورا د منشي نیکلای پاتروشف د څرګندونو په غبرګون کې کړې دي.

د روسیې د امنیت شورا سرمنشي د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۷) په بشکک کې یوه غونډه کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې تولید شوي مخدره مواد به په لنډه موده کې له زړو زېرمو څخه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته قاچاق شي.

نیکلای پاتروشف وویل، معلومات ښيي چې له افغانستان څخه منځنۍ اسیا ته د مخدره موادو قاچاق کم شوی نه دی.

ذبیح الله مجاهد د طالبان تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د نشه یي توکو پر وړاندې د طالبانو مبارزه "پراخه" ده. هغه وايي، چې سره له دې چې کروندګر له اقتصادي ستونزو سره مخامخ وو، خو د کوکنارو د کښت ډېره برخه له منځه تللې ده.

همدا راز، هغه تاييد کړه چې طالبان تراوسه نه دي توانېدلي چې د نشه يي توکو د قاچاق مخه ونيسي. هغه وويل: "په نهایت کې داسې یوې پایلې ته ونه رسیدو چې د نشه یي توکو له قاچاقه سل په سلو کې مخنیوی وکړي.»

ملګرو ملتونو د طالبانو شرطونه نه دي منلي، طالبان دوحې ته نه ځي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۵۹ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، تر اوسه د ملګرو ملتونو له خوا د دوی شرطونه نه دي منل شوي، ځکه دوی د دوحې په ناسته کې ګډون ګټور نه ګڼي. دغه وزارت وايي، ملګرو ملتونو ته یې څرګنده کړې چې طالبان باید د افغانستان د یوازینۍ مسوولې ډلې په توګه ګډون وکړي، خو شرطونه یې نه دي منل شوي.

په دغه خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د دوحې غونډه کې باید د طالبانو او ملګرو ملتونو د استازو ترمنځ په لوړه کچه او ټولو مسایلو د خبرو لپاره زمینه برابره شي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې که دا شرطونه ومنل شي، د دوحې ناسته کې به ګډون وکړي، خو په دې برخه کې د پرمختګ د نه شتون له امله یې د دوحې په ناسته کې ګډون بې ګټې ګڼلی دی.

طالبان په خپله اعلامیه کې وایي، دا غونډه د دوی او د نړیوالې ټولنې ترمنځ د اختلافونو او ستونزو د حل لپاره ښه فرصت و.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې دغه ډله د افغانستان په اړه په یوه نړیواله غونډه کې له ګډون ډډه کوي.

په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په کوربه توب په لومړۍ غونډه کې طالبانو ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

د دوحې دویمې غونډې ته د مدني ټولنې یوه ډله او د افغان ښځو د حقونو فعالان هم بلل شوي دي. طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان په استازیتوب د دغو کسانو له بلنې سره موافق نه دي.
​

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي د دوحې غونډې ته د ۲۵ هېوادونو استازي بلل شوي دي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۴۵ GMT+۰

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه چې د افغانستان په اړه د دوحې په غونډه کې د ۲۵ تر ۲۸ هېوادونو استازو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. موږ د هغو دیپلوماتانو لیست ترلاسه کړی چې په دې غونډه کې ګډون کوي ​​او ځینې مېلمانه دوحې ته رسیدلي دي.

افغانستان انټرنشنل ته د ورکړل شوي نوملړ له مخې، په افغانستان کې د امریکا، اروپايي ټولنې، ایران، پاکستان، چین، ترکیې، جرمني، فرانسې، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، افغانستان د ځانګړي استازي په ګډون د هېوادونو ځانګړي استازي شتون لري.

د دوحې په غونډه کې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو او د ځینې هېوادونو استازي ګډون کوي.

د دغه نوملړ له مخې به په دې غونډه کې د پاکستان، ایران، روسیې، چین، ترکیې، ترکمنستان او ازبکستان ځانګړي استازي ګډون ولري.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ، د افغانستان د ښځو په چارو کې ځانګړې استازې رینا امیري، د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی توماس نیکولسن، د جرمني ځانګړی استازی ولريایریک کورتزوییل، د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا په چارو کې استازی تیموتي تریویل، د افغانستان لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت چارواکی جې پي سنګ، د سعودي په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د چارو مسؤل شهزاده عبدالله، بن خالد، بن سعود الکبیر، کډون ولري.