• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو کډوالو وزارت: له سلو ډير افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول

۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۶:۲۲ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د شنبې په ورځ د (سلواغې۲۸مه) له پاکستانه ۲۵ کورنۍ په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي. ویل کیږي، چې له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د ایستلو په شمېر د پخوا پرتله کموالی راغلی خو دا لړۍ لا هم روانه ده.

دغه وزارت د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې لیکلي، چې، ۲۵ کورنۍ چې غړو شمیر یې ۱۳۶ تنه کیږي په جبري توګه له پاکستانه د تورخم له لارې هیواد راستنې شوې.

همدارنګه یاد وزارت ویلي، له پاکستانه په جبري توګه تازه راستانه شوي افغان کډوال یې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړېوال سازمان دفترونو ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ورپيژندلي دي.

تر دې وړاندې پاکستانۍ رسنیو د دغه هېواد د اړوندو ادارو د شمېرو له مخې خبر ورکړی و، چې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۱۴مې تېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغان کډوالو شمېر ۴۸۹۴۶۴ ته رسېدلی او دغه لړۍ لاهم روانه ده.

له بل پلوه د فبرورۍ په ۱۳مې نیټې د اوچا په تازه خپور شوي راپور کې راغلي و، چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو میاشتو کې نږدې نیم مېلیون افغانان له پاکستانه بېرته راستانه شوي او په ۲۰۲۴کال کې اټکل کېږي، چې شاوخوا ۴۸۳،۵۰۰ افغانان به له پاکستانه راستانه شي چې ۹۸ سلنې سره به یې مرستې وشي.

اوچا وایي، چې دا مهال شاوخوا ۶.۳ مېلیونه کسان په هرو اوو افغانانو کې یو یې د اوږدې مودې بې ځایه کېدو سره مخ دي، چې ډېرو یې د یوې لسیزې په اوږدو کې خپل کورونه پرېښي دي. دا په سوېلي اسیا کې د داخلي بې ځایه شویو خلکو تر ټولو لوی شمېر او په ټوله نړۍ کې دویم لوی شمېر دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

علي احمد جلالي: د دوحې په غونډه کې د طالبانو نه ګډون به 'دغه ډله نوره منزوي' کړي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۳۴ GMT+۰

د افغانستان کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي وايي، د دوحې ناسته کې د طالبانو نه ګډون به د دوی نړېواله انزوا نوره هم ژوره کړي، د نړېوالې ټولنې او طالبانو تر منځ اختلافي ټکي به پر ځای پاتې شي. ښاغلی جلالي وايي، طالبان به په دغه کار سره په نړېواله کچه نور هم څنډې ته شي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي نن یکشنبه د (سلواغې ۲۹مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د دوحې له ناستې انکار او په دغه ناسته کې د طالبانو نه ګډون به د دغې ډلې رژیم په نړېواله کچه نور هم بې اعتباره کړي.

دغه پخوانی افغان چارواکی زیاتوي چې د دوحې په ناسته کې د نړېوالو او سیمه ییزو استازو تر څنګ د افغانستان د سیاسي او مدني ټولنې استازو ګډون به د دوی قانوني حیثیت لوړ کړي او طالبان به د یوه ټولګډونه حکومت په نه رامنځته کولو سره نور له پامه وغورخيږي.

هغه وايي، طالبانو په افغانستان کې واک په لاس کې اخیستی او هر څه په خپله خوښه مخته وړي چې په دې سره یې ان کورنی مشروعیت هم له لاسه ورکړی.

طالبانو د دوحې په ناسته کې له ګډون څخه انکار کړی او ويلي يې دي چې د دغې ډلې له لوري ملګرو ملتونو ته وړاندې شوي شرطونه یې نه دي منل شوي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، ملګرو ملتونو ته یې څرګنده کړې چې طالبان باید د افغانستان د یوازینۍ مسوولې ډلې په توګه ګډون وکړي، خو شرطونه یې نه دي منل شوي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې دا هم ویلي چې د دوحې غونډه کې باید د طالبانو او ملګرو ملتونو د استازو ترمنځ په لوړه کچه او ټولو مسایلو د خبرو لپاره زمینه برابره شي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې دغه ډله د افغانستان په اړه په یوه نړیواله غونډه کې له ګډون ډډه کوي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په کوربه توب په لومړۍ غونډه کې طالبانو ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

د دوحې دویمې غونډې ته د مدني ټولنې یوه ډله او د افغان ښځو د حقونو فعالان هم بلل شوي دي. طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان په استازیتوب د دغو کسانو له بلنې سره موافق نه دي.

د جمهوریت غوښتونکو شورا:په افغانستان کې دې د 'ملي ډیالوګ' لپاره د نړېوالو پر هڅو تمرکز وشي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۱۸ GMT+۰

د دوحې د غونډې په څنډه کې د تېر حکومت د ډیپلوماټیکو ماموریتونو همغږي کوونکي شورا په افغانستان کې د ملي ډیالوګ د پیلولو لپاره د نړیوالو هڅو غوښتنه وکړه. دغې شورا زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د نوي استازي ټاکل به د افغانستان په اړه د نړیوالې تګلارې په اغېزمنتیا کې هم مرسته وکړي.

د تېر حکومت د ډیپلوماټانو تر واک لاندې د ډیپلوماټیکو ماموریتونو د همغږۍ شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په ملي خبرو اترو کې د پام نشتوالی د افغانستان د روان وضعیت د دوام لامل شوی او اړتیا ده چې په نړیوالو هڅو کې لومړیتوب ورکړل شي.

دغې شورا ویلي چې په دوحه کې د ملګرو ملتونو غونډې لپاره اړینه ده چې هغه تګلاره غوره کړي چې د افغانستان خلک یې غواړي. د خبرپاڼې له مخې، دغه طرحه باید د اوسنیو واقیعتونو په نظر کې نیولو سره د ښځو او خلکو د سیاسي او ټولنیزو غوښتونو له پامه غورځول چې د نړېوالې ټولنې له ارزښتونو سره ټکر کې دي په پام کې نیولو سره سره جوړه شي.

په دغې خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې په افغانستان کې سوله او ثبات یوازې د یوه پراخ او ټول ګډونه بهیر له لارې ممکن دی چې د ملي خبرو اترو له لارې چې د خلکو ارادې او هیلې پکې وړاندې کیږي، ترلاسه شي.

د جمهوري غوښتونکو ډیپلوماتیکو ماموریتونو له طالبانو پرته له نورو اشخاصو او ډلو سره پر دوامدارو او منظمو خبرو هم ټینګار کړی دی.

په دغه خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د دوحې د غونډې په ستراتیژۍ کې تمه کیږي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په ځانګړې توګه د «جنسي تبعیض» د پای ته رسولو لپاره ځانګړي ترتیبات شامل کړي.

مونیخ کې د ۱۲ بهرنیو چارو وزیرانو خبرپاڼه: طالبانو د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی

۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۳:۳۵ GMT+۰

د مونیخ په امنیتي غونډه کې د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډه خبرپاڼه خپره کړه او ویې ویل چې طالبانو له ټولنې او سیاسي پرېکړو څخه د ښځو په ایستلو سره د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخامخ کړی.

دوی په سیستماتیک ډول د جنسیتي ځورونې په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې دا مسله د انسانیت پروړاندې د جرم یوه بیلګه کیدای شي.

د البانیا، اندورا، بلجیم، بلغاریا، کاناډا، فرانسې، جرمني، کوسوو، لیخټین شټاین، منګولیا، هالنډ او رومانیا د بهرنیو چارو وزیرانو د مونیخ د امنیتي غونډې په دویمه ورځ دغه خبرپاڼه خپره کړه.

دوی د طالبانو لخوا د ښځو څنډې ته کولو او د جنسیت پر بنسټ سیستماتیکه ځورونه وغندله او ویې ویل چې طالبان په نړۍ کې د بشري حقونو د «تر ټولو ناوړه او تر ټولو ډارونکي» وضعیت مسوول دي.

دوی د افغان ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو پر خوندیتوب ټینګار وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې نور دې په سیستماتیک ډول جنسیتي ځورونې پای ته ورسوي. دوی وویل چې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د نیولو وروستۍ څپه د ښځو له حقونو څخه په سیستماتیک ډول سرغړونه ده.

د دوولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د طالبانو له بند څخه د ښځو او نجونو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې دوی د افغان ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو په برخه کې ماتېدونکې ژمنې لري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په ۲۰۲۳ کال کې د مونیخ له وروستي امنیتي کنفرانس راهیسې طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو په برخه کې کوم پرمختګ نه دی کړی.

خپلسري نیول، د ښځو پر ازاد تګ راتګ بندیز لګول، پوهنتون ته د ښځو پر تګ بندیز، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل، اجباري ودونه هغه ټکي دي چې د دوولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ښځو او نجونو له بنسټیزو حقونو څخه په ښکاره سرغړونې یادې کړې دي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې طالبان باید د نړیوالو قوانینو په ځانګړې توګه د بشري حقونو قوانین په بشپړه توګه رعایت کړي او د توکمیزو او مذهبي لږکیو په ګډون د ټولو افغانانو له اساسي حقونو څخه دفاع وکړي.

د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له طالبانو غوښتي چې افغان نجونو ته د نړیوالو معیارونو له مخې د زده کړو اجازه ورکړي.

په دغې خبرپاڼه کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو بشري حقونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، هېوادونه باید هڅه وکړي او له هغو قانوني وسیلو څخه په ګټه اخیستو چې دوی یې واک لري، د نړیوالو قوانینو او نړیوالو کنوانسیونونو د احکامو په ګډون چې افغانستان لاسلیک کړي، د نړېوالو قوانینو د ماتولو مخه ونیسي.

په دغې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د طالبانو له لوري د نړیوالو مکلفیتونو مراعتول، په ځانګړې توګه د بشري حقونو په برخه کې، په نړیوال نظام کې د افغانستان د بیا یوځای کېدو لپاره یو له مهمو شرطونو څخه دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبان دې د خامه پرس مسوول مدیر ژر تر ژره خوشې کړي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۲۱:۲۸ GMT+۰

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې د خامه پرس خبري اژانس مسوول مدیر، منصور نیکمل دې پرته له قید او شرطه خوشې کړي.

دغه مرکز وايي، چې د طالبانو امربالمعروف وزارت او د د دوی استخبارات په ناقانونه توګه د رسنیو په کار کې مستقیمه لاسوهنه کوي.

د خامه پرس خبري اژانس مسوول مدیر، منصور نیکمل د شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۸ مه) د طالبانو امربالعروف وزارت ته تر احضاریدو وروسته نیول شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخې ښاغلي نیکمل له دوو کلونو راهیسې په کابل کې د خامه پرس خبري اژانس د مسوول مدیر په توګه دنده ترسره کوله.

د خامه پریس مشر خوشنود نبي زاده د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي، چې نیکمل د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۶مه)د یوې ځوانې میرمنې د انځور د خپرولو په تور د یو کس له خوا چې ځان یې د امربالعروف وزارت ویاند معرفي کړی و، احضار شوی و.

نبي‌زاده منلې چې دوی د نیکمل د برخلیک په اړه، امربالمعروف وزارت ته د هغه تر بلل کیدو وروسته معلومات نلري.

طالب چارواکو د دغه خبريال د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.

د افغانستان د ژورنالیستانو مرکز له طالبانو څخه د عامه رسنیو قانون ته د درناوي غوښتنه کړې ده.

دغه مرکز وايي، د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د اورېدو کمېسیون په عمل کې له پامه غورځول شوی او د طالبانو بېلابېلې ادارې په تېره بیا د دې ډلې استخبارات او د امربالمعروف وزارت په مستقیمه توګه د رسنیو په کارونو کې لاسوهنه کوي.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز د معلوماتو له مخې، دا په تېره يوه مياشت کې د خبريالانو د نيولو پنځمه پېښه ده.

طالبانو تر دې وړاندې د ګردش اطلاعات رسنۍ دوه خبریالان، د کیودو رسنۍ خبریالان او په سمنګان ولایت کې د پژواک یو سیمه ییز خبریال نیولي وو.

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د هلمند سیند د اوبو کمېسیون غونډه بې پایلې پای ته رسیدلې

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۲۰:۰۱ GMT+۰

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې په سیستان او بلوچستان ایالت کې د هلمند سیند د اوبو د کمیسیون ۲۷مه ناسته بې پایلې پای ته ورسېدلې ده. د ایرنا د راپور له مخې، په دغه ناسته کې د ایران استازیو د هلمند په سیند کې د بندونو د جوړولو په شمول د خنډونو په لرې کولو ټینګار کړی.

دغه ناسته د ایران او طالبانو د استازو په ګډون د سلواغې میاشتې په ۲۵ او ۲۶ نیټه د ایران د سیستان او بلوچستان ایالت په زابل ښار کې جوړه شوې وه.

ایرنا خبری اژانس د ایران د اسلامی جمهوریت د انرژۍ د وزارت په حواله لیکلي، چې دغه غونډه د ایران او افغانستان ترمنځ د ۱۳۵۱ کال د هلمند د سیند د تړون د پلي کولو په موخه جوړه شوې وه.

د ایران د انرژۍ وزارت وايي، چې د دغه وزارت استازو په دې ناسته کې د طالبانو استازو ته په وروستیو کلونو کې د هلمند له سیند څخه د ایران د اوبو حق د نه رسیدو په اړه مفصل راپور وړاندې کړی دی.

د ایران استازو د دغه سیند په اوږدو کې د شته تخنیکي ستونزو او موانعو پر لرې کولو ټینګار کړی چې د ایران د اوبو د حق مخه یې نیولې. دغو چارواکو، د افغانستان له خوا د جوړو شوو بندونو او په ځانګړي ډول د کمال خان بند پر لرې کولو ټینګار کړی.

د دغه راپور له مخې، طالبانو په افغانستان کې سخته وچکالي د ایران د اوبو د حق په برابرولو کې خڼډ بللی خو دغه دلیل د ایراني استازو له خوا ننګول شوی دی.

په هلمند سیند کې د ایران د اوبو د حق موضوع د طالبانو او د ایران د اسلامي جمهوریت تر منځ یوه جنجالي مساله ده. ایران وايي، چې د هلمند له سیند نه یې د اوبو حق نه ورکول کیږي، خو طالبان د دغه کار دلیل په افغانستان کې وچکالۍ پورې تړلی دی.‌

تر دې مخکې یو ایراني پلاوي د هلمند له سیند څخه لیدنه کړې وه او د اسلامي جمهوریت چارواکو هم وچکالي او په هلمند سیند کې د اوبو کمښت موضوع تایید کړې وه. خو په همدې حال کې، ایران د سیند په اوږدو کې د بندونو پر جوړولو اعتراض کړی.