• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مونیخ کې د ۱۲ بهرنیو چارو وزیرانو خبرپاڼه: طالبانو د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی

۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۳:۳۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۴۲ GMT+۰

د مونیخ په امنیتي غونډه کې د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډه خبرپاڼه خپره کړه او ویې ویل چې طالبانو له ټولنې او سیاسي پرېکړو څخه د ښځو په ایستلو سره د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخامخ کړی.

دوی په سیستماتیک ډول د جنسیتي ځورونې په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې دا مسله د انسانیت پروړاندې د جرم یوه بیلګه کیدای شي.

د البانیا، اندورا، بلجیم، بلغاریا، کاناډا، فرانسې، جرمني، کوسوو، لیخټین شټاین، منګولیا، هالنډ او رومانیا د بهرنیو چارو وزیرانو د مونیخ د امنیتي غونډې په دویمه ورځ دغه خبرپاڼه خپره کړه.

دوی د طالبانو لخوا د ښځو څنډې ته کولو او د جنسیت پر بنسټ سیستماتیکه ځورونه وغندله او ویې ویل چې طالبان په نړۍ کې د بشري حقونو د «تر ټولو ناوړه او تر ټولو ډارونکي» وضعیت مسوول دي.

دوی د افغان ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو پر خوندیتوب ټینګار وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې نور دې په سیستماتیک ډول جنسیتي ځورونې پای ته ورسوي. دوی وویل چې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د نیولو وروستۍ څپه د ښځو له حقونو څخه په سیستماتیک ډول سرغړونه ده.

د دوولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د طالبانو له بند څخه د ښځو او نجونو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې دوی د افغان ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو په برخه کې ماتېدونکې ژمنې لري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په ۲۰۲۳ کال کې د مونیخ له وروستي امنیتي کنفرانس راهیسې طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو په برخه کې کوم پرمختګ نه دی کړی.

خپلسري نیول، د ښځو پر ازاد تګ راتګ بندیز لګول، پوهنتون ته د ښځو پر تګ بندیز، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل، اجباري ودونه هغه ټکي دي چې د دوولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ښځو او نجونو له بنسټیزو حقونو څخه په ښکاره سرغړونې یادې کړې دي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې طالبان باید د نړیوالو قوانینو په ځانګړې توګه د بشري حقونو قوانین په بشپړه توګه رعایت کړي او د توکمیزو او مذهبي لږکیو په ګډون د ټولو افغانانو له اساسي حقونو څخه دفاع وکړي.

د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له طالبانو غوښتي چې افغان نجونو ته د نړیوالو معیارونو له مخې د زده کړو اجازه ورکړي.

په دغې خبرپاڼه کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو بشري حقونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، هېوادونه باید هڅه وکړي او له هغو قانوني وسیلو څخه په ګټه اخیستو چې دوی یې واک لري، د نړیوالو قوانینو او نړیوالو کنوانسیونونو د احکامو په ګډون چې افغانستان لاسلیک کړي، د نړېوالو قوانینو د ماتولو مخه ونیسي.

په دغې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د طالبانو له لوري د نړیوالو مکلفیتونو مراعتول، په ځانګړې توګه د بشري حقونو په برخه کې، په نړیوال نظام کې د افغانستان د بیا یوځای کېدو لپاره یو له مهمو شرطونو څخه دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبان دې د خامه پرس مسوول مدیر ژر تر ژره خوشې کړي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۲۱:۲۸ GMT+۰

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې د خامه پرس خبري اژانس مسوول مدیر، منصور نیکمل دې پرته له قید او شرطه خوشې کړي.

دغه مرکز وايي، چې د طالبانو امربالمعروف وزارت او د د دوی استخبارات په ناقانونه توګه د رسنیو په کار کې مستقیمه لاسوهنه کوي.

د خامه پرس خبري اژانس مسوول مدیر، منصور نیکمل د شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۸ مه) د طالبانو امربالعروف وزارت ته تر احضاریدو وروسته نیول شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخې ښاغلي نیکمل له دوو کلونو راهیسې په کابل کې د خامه پرس خبري اژانس د مسوول مدیر په توګه دنده ترسره کوله.

د خامه پریس مشر خوشنود نبي زاده د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي، چې نیکمل د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۶مه)د یوې ځوانې میرمنې د انځور د خپرولو په تور د یو کس له خوا چې ځان یې د امربالعروف وزارت ویاند معرفي کړی و، احضار شوی و.

نبي‌زاده منلې چې دوی د نیکمل د برخلیک په اړه، امربالمعروف وزارت ته د هغه تر بلل کیدو وروسته معلومات نلري.

طالب چارواکو د دغه خبريال د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.

د افغانستان د ژورنالیستانو مرکز له طالبانو څخه د عامه رسنیو قانون ته د درناوي غوښتنه کړې ده.

دغه مرکز وايي، د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د اورېدو کمېسیون په عمل کې له پامه غورځول شوی او د طالبانو بېلابېلې ادارې په تېره بیا د دې ډلې استخبارات او د امربالمعروف وزارت په مستقیمه توګه د رسنیو په کارونو کې لاسوهنه کوي.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز د معلوماتو له مخې، دا په تېره يوه مياشت کې د خبريالانو د نيولو پنځمه پېښه ده.

طالبانو تر دې وړاندې د ګردش اطلاعات رسنۍ دوه خبریالان، د کیودو رسنۍ خبریالان او په سمنګان ولایت کې د پژواک یو سیمه ییز خبریال نیولي وو.

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د هلمند سیند د اوبو کمېسیون غونډه بې پایلې پای ته رسیدلې

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۲۰:۰۱ GMT+۰

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې په سیستان او بلوچستان ایالت کې د هلمند سیند د اوبو د کمیسیون ۲۷مه ناسته بې پایلې پای ته ورسېدلې ده. د ایرنا د راپور له مخې، په دغه ناسته کې د ایران استازیو د هلمند په سیند کې د بندونو د جوړولو په شمول د خنډونو په لرې کولو ټینګار کړی.

دغه ناسته د ایران او طالبانو د استازو په ګډون د سلواغې میاشتې په ۲۵ او ۲۶ نیټه د ایران د سیستان او بلوچستان ایالت په زابل ښار کې جوړه شوې وه.

ایرنا خبری اژانس د ایران د اسلامی جمهوریت د انرژۍ د وزارت په حواله لیکلي، چې دغه غونډه د ایران او افغانستان ترمنځ د ۱۳۵۱ کال د هلمند د سیند د تړون د پلي کولو په موخه جوړه شوې وه.

د ایران د انرژۍ وزارت وايي، چې د دغه وزارت استازو په دې ناسته کې د طالبانو استازو ته په وروستیو کلونو کې د هلمند له سیند څخه د ایران د اوبو حق د نه رسیدو په اړه مفصل راپور وړاندې کړی دی.

د ایران استازو د دغه سیند په اوږدو کې د شته تخنیکي ستونزو او موانعو پر لرې کولو ټینګار کړی چې د ایران د اوبو د حق مخه یې نیولې. دغو چارواکو، د افغانستان له خوا د جوړو شوو بندونو او په ځانګړي ډول د کمال خان بند پر لرې کولو ټینګار کړی.

د دغه راپور له مخې، طالبانو په افغانستان کې سخته وچکالي د ایران د اوبو د حق په برابرولو کې خڼډ بللی خو دغه دلیل د ایراني استازو له خوا ننګول شوی دی.

په هلمند سیند کې د ایران د اوبو د حق موضوع د طالبانو او د ایران د اسلامي جمهوریت تر منځ یوه جنجالي مساله ده. ایران وايي، چې د هلمند له سیند نه یې د اوبو حق نه ورکول کیږي، خو طالبان د دغه کار دلیل په افغانستان کې وچکالۍ پورې تړلی دی.‌

تر دې مخکې یو ایراني پلاوي د هلمند له سیند څخه لیدنه کړې وه او د اسلامي جمهوریت چارواکو هم وچکالي او په هلمند سیند کې د اوبو کمښت موضوع تایید کړې وه. خو په همدې حال کې، ایران د سیند په اوږدو کې د بندونو پر جوړولو اعتراض کړی.

د طالبانو د کانونو وزارت: د ټاپي پروژې نه به د افغانستان عواید هر کال ۴۰۰ میلیونه ډالره وي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۲۳ GMT+۰

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور د شنبې په ورځ په کابل کې د ټاپي پروژې له اجرایوي رییس مراد امانوف سره کتلي دي. دغه وزارت وايي، له ترکمنستان څخه پاکستان او هند ته د ګازو د انتقال پروژې له لارې افغانستان ته د کال ۴۰۰ میلیونه ډالره ګټه رسیږي.

په دغه کتنه کې شهاب الدین دلاور د ټاپي پروژې په اړه د بحث ترڅنګ، د دغې پروژې د کار د بهیر پر چټکتیا او په دې برخه کې د طالبانو پر ملاتړ او همکارۍ ټینګار وکړ.

دلاور، د ټاپي پروژه د افغانستان په ګډون په دې پروژه کې د دخیلو ټولو هیوادونو لپاره ګټوره بللې ده.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هم له دغې سترې اقتصادي پروژې څخه د افغانانو د ملاتړ یادونه هم کړې ده.

له افغانستان څخه پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد د پروژې کار په ۲۰۱۶ کال کې پیل شوی و، خو له هغه وخت راهیسې تخنیکي، سیاسي او امنیتي ستونزې تل د دغې پروژې د عملي کېدو پر وړاندې خڼډونه جوړ کړي وو.

دا پروژه له کندهار، فراه، هلمند او هرات ولایتونو څخه تېرېږي، چې ډېری سیمې یې په تېر کې ناامنه او د طالبانو په لاس کې وې. مخکې له دې چې طالبان د افغانستان واک تر لاسه کړي، دغه ډله د یادې پروژې د بشپړېدو او پلي کیدو لپاره جدي ګواښ ګڼل کېده.

وروسته له هغې چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، د دې ډلې د دفاع، کورنیو چارو او استخباراتو وزارتونو چارواکو په کابل کې د "ټاپي" پروژې له اجراییه رییس سره د دغې پروژې د امنیت په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د دې پروژې امنیت په ساتي.

د سټنډرډ ملي اداره: تېره میاشت څه باندې ۵۰۰ ټانکره بې کیفیته تېل مسترد شوي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۱۸ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د سټنډرډ ملي ادارې د شنبې په ورځ اعلان کړی چې د روان کال په مرغومې میاشت کې یې ۵۱۱ ټانکره بې کیفیته تیل بیرته ستانه کړي دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د مرغومې په میاشت کې د نفتي توکو ۹زره ۵۴ ټانکرونه له بېلابېلو بندرونو افغانستان ته داخل شوي دي.

د طالبانو د ملي سټنډرډ ادارې د شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۸مه) پر اېکس ټولنیزې رسنۍ خپور کړي پیغام کې ویلي، چې د بې کیفیته نفتي مواد سلګونه ټانکرونه تثبیت شوي دي.

دې ادارې ټینګار کړی چې د هېواد د بندرونو په کنټرولولو سره به د بې کیفیته تیلو د داخلېدو مخه ونیول شي.

د طالبانو د سټندرډ ادارې، په تېرو دوو کلونو کې په کراتو د ګاونډ هېوادونو د بې کیفیته تېلو ټانکرونه په تېره بیا د ایران، مسترد کړي دي.

دا اداره ادعا کوي چې هر کله چې د وارد شوو تېلو او ساختماني موادو کیفیت معیاري نه وي، بیرته یې صادرونکو هیوادونو ته استوي.

د طالبانو دغه کړنه د ایراني چارواکو له غبرګون سره مخامخ شوې. نږدې دوه میاشتې وړاندې، د ایران د نفتي موادو د صادر کوونکو د اتحادیې مشر، احمد معروف خاني، د طالبانو له خوا د نفتي موادو پر راګرزولو نیوکه کړې وه.

ښاغلي معروف خاني ویلي و، چې طالبان د تېلو د کیفیت د معلومولو لپاره اړین وسایل نه لري او که سوداګر دغې ډلې ته اضافي پیسې ورکړي او ورسره معامله وکړي،افغانستان ته د تېلو د واردولو اجازه ورکوي.

دا ادعا د طالبانو له خوا رد شوې وه.

افغان ویب پاڼې طالبانو ته د پیسو د ورکړې د محدویت له امله ځنډول شوي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۵ GMT+۰

د چارواکو په وینا، له سلو څخه زیاتې افغان ویب پاڼې وروسته له هغه وځنډول شوې چې یو فرانسوي انټرنیټي شرکت پر طالبانو د لګیدلو محدودیتونو له امهله د دغې ډلې د مخابراتو وزارت ته د پیسو په ورکولو کې پاتې راغی.

په دې ویب پاڼو کې هغه ویب پاڼې چې د "af." ډومین سره پای ته رسیږي، شاملې دي او دغه ځنډیدل د یادو ویب پانو لپاره لوی زیان بلل کیږي.

هېوادونو ته ځانګړي ډومینونه - لکه د کاناډا ca. یا د فرانسې fr. په عمومي ډول په کور دننه د افرادو یا سازمانونو له خوا کارول کیږي، مګر ځینې ویب پاڼې - لکه د Tuvalu's.tv یا Libya's.ly - په نړۍواله کچه هم په پراخه توګه کارول کیږي.

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وايي، چې ۱۵۰ ډومینونه چې په af. پای ته رسیږي او د پاریس میشته ګانډي شرکت له لارې راجستر شوي وو، اوسمهال ځنډيدلي او له همدې امله د شاوخوا ۱۷ زره ډالرو انلاین ورکړه د دغو ویب پاڼو له لار، هم ځنډول شوې ده.

د ګاندي شرکت اجراییوي مشر، ارناوډ فرانکوینیټ وايي، چې د ډومینونو شمېر ممکن ۱۰۰ ته نږدې وي. هغه رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې پر طالبانو لګیدلو نړۍوالو بندیزونو او د افغانستان د بانکو ناوړه وضعیت، افغانستان سره د تړلو پیسو په انلاین توګه ورکول ستونزمن کړي دي.

فرانسوینټ وايي: "دغو موضوعاتو ته په پام سره ، د ټولو تادیاتو د ورکولو لپاره اجازه اخېستل ګران دي. موږ په دې کار کوو، خو ښايي دا یو څه وخت ونیسي."

د دې اونۍ په پیل کې د af. ډومینونو ځنډیدو ته وروسته له هغه د ټکنالوژۍ ټولنو پام ورواوښت چې د سافټویر جوړونې د کوچني شرکت یو خاوند ایرن شیفرډ، چې د "queer.af" ټولنزې شبکې د خاوندانو څخه دی، د af. ډومینونو د ځنډیدو په اړه د طالبانو د مخابراتو وزارت خبرتیا خپره کړه.‌