• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبان دې د خامه پرس مسوول مدیر ژر تر ژره خوشې کړي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۲۱:۲۸ GMT+۰

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې د خامه پرس خبري اژانس مسوول مدیر، منصور نیکمل دې پرته له قید او شرطه خوشې کړي.

دغه مرکز وايي، چې د طالبانو امربالمعروف وزارت او د د دوی استخبارات په ناقانونه توګه د رسنیو په کار کې مستقیمه لاسوهنه کوي.

د خامه پرس خبري اژانس مسوول مدیر، منصور نیکمل د شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۸ مه) د طالبانو امربالعروف وزارت ته تر احضاریدو وروسته نیول شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخې ښاغلي نیکمل له دوو کلونو راهیسې په کابل کې د خامه پرس خبري اژانس د مسوول مدیر په توګه دنده ترسره کوله.

د خامه پریس مشر خوشنود نبي زاده د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي، چې نیکمل د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۶مه)د یوې ځوانې میرمنې د انځور د خپرولو په تور د یو کس له خوا چې ځان یې د امربالعروف وزارت ویاند معرفي کړی و، احضار شوی و.

نبي‌زاده منلې چې دوی د نیکمل د برخلیک په اړه، امربالمعروف وزارت ته د هغه تر بلل کیدو وروسته معلومات نلري.

طالب چارواکو د دغه خبريال د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.

د افغانستان د ژورنالیستانو مرکز له طالبانو څخه د عامه رسنیو قانون ته د درناوي غوښتنه کړې ده.

دغه مرکز وايي، د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د اورېدو کمېسیون په عمل کې له پامه غورځول شوی او د طالبانو بېلابېلې ادارې په تېره بیا د دې ډلې استخبارات او د امربالمعروف وزارت په مستقیمه توګه د رسنیو په کارونو کې لاسوهنه کوي.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز د معلوماتو له مخې، دا په تېره يوه مياشت کې د خبريالانو د نيولو پنځمه پېښه ده.

طالبانو تر دې وړاندې د ګردش اطلاعات رسنۍ دوه خبریالان، د کیودو رسنۍ خبریالان او په سمنګان ولایت کې د پژواک یو سیمه ییز خبریال نیولي وو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د هلمند سیند د اوبو کمېسیون غونډه بې پایلې پای ته رسیدلې

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۲۰:۰۱ GMT+۰

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې په سیستان او بلوچستان ایالت کې د هلمند سیند د اوبو د کمیسیون ۲۷مه ناسته بې پایلې پای ته ورسېدلې ده. د ایرنا د راپور له مخې، په دغه ناسته کې د ایران استازیو د هلمند په سیند کې د بندونو د جوړولو په شمول د خنډونو په لرې کولو ټینګار کړی.

دغه ناسته د ایران او طالبانو د استازو په ګډون د سلواغې میاشتې په ۲۵ او ۲۶ نیټه د ایران د سیستان او بلوچستان ایالت په زابل ښار کې جوړه شوې وه.

ایرنا خبری اژانس د ایران د اسلامی جمهوریت د انرژۍ د وزارت په حواله لیکلي، چې دغه غونډه د ایران او افغانستان ترمنځ د ۱۳۵۱ کال د هلمند د سیند د تړون د پلي کولو په موخه جوړه شوې وه.

د ایران د انرژۍ وزارت وايي، چې د دغه وزارت استازو په دې ناسته کې د طالبانو استازو ته په وروستیو کلونو کې د هلمند له سیند څخه د ایران د اوبو حق د نه رسیدو په اړه مفصل راپور وړاندې کړی دی.

د ایران استازو د دغه سیند په اوږدو کې د شته تخنیکي ستونزو او موانعو پر لرې کولو ټینګار کړی چې د ایران د اوبو د حق مخه یې نیولې. دغو چارواکو، د افغانستان له خوا د جوړو شوو بندونو او په ځانګړي ډول د کمال خان بند پر لرې کولو ټینګار کړی.

د دغه راپور له مخې، طالبانو په افغانستان کې سخته وچکالي د ایران د اوبو د حق په برابرولو کې خڼډ بللی خو دغه دلیل د ایراني استازو له خوا ننګول شوی دی.

په هلمند سیند کې د ایران د اوبو د حق موضوع د طالبانو او د ایران د اسلامي جمهوریت تر منځ یوه جنجالي مساله ده. ایران وايي، چې د هلمند له سیند نه یې د اوبو حق نه ورکول کیږي، خو طالبان د دغه کار دلیل په افغانستان کې وچکالۍ پورې تړلی دی.‌

تر دې مخکې یو ایراني پلاوي د هلمند له سیند څخه لیدنه کړې وه او د اسلامي جمهوریت چارواکو هم وچکالي او په هلمند سیند کې د اوبو کمښت موضوع تایید کړې وه. خو په همدې حال کې، ایران د سیند په اوږدو کې د بندونو پر جوړولو اعتراض کړی.

د طالبانو د کانونو وزارت: د ټاپي پروژې نه به د افغانستان عواید هر کال ۴۰۰ میلیونه ډالره وي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۲۳ GMT+۰

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور د شنبې په ورځ په کابل کې د ټاپي پروژې له اجرایوي رییس مراد امانوف سره کتلي دي. دغه وزارت وايي، له ترکمنستان څخه پاکستان او هند ته د ګازو د انتقال پروژې له لارې افغانستان ته د کال ۴۰۰ میلیونه ډالره ګټه رسیږي.

په دغه کتنه کې شهاب الدین دلاور د ټاپي پروژې په اړه د بحث ترڅنګ، د دغې پروژې د کار د بهیر پر چټکتیا او په دې برخه کې د طالبانو پر ملاتړ او همکارۍ ټینګار وکړ.

دلاور، د ټاپي پروژه د افغانستان په ګډون په دې پروژه کې د دخیلو ټولو هیوادونو لپاره ګټوره بللې ده.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هم له دغې سترې اقتصادي پروژې څخه د افغانانو د ملاتړ یادونه هم کړې ده.

له افغانستان څخه پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد د پروژې کار په ۲۰۱۶ کال کې پیل شوی و، خو له هغه وخت راهیسې تخنیکي، سیاسي او امنیتي ستونزې تل د دغې پروژې د عملي کېدو پر وړاندې خڼډونه جوړ کړي وو.

دا پروژه له کندهار، فراه، هلمند او هرات ولایتونو څخه تېرېږي، چې ډېری سیمې یې په تېر کې ناامنه او د طالبانو په لاس کې وې. مخکې له دې چې طالبان د افغانستان واک تر لاسه کړي، دغه ډله د یادې پروژې د بشپړېدو او پلي کیدو لپاره جدي ګواښ ګڼل کېده.

وروسته له هغې چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، د دې ډلې د دفاع، کورنیو چارو او استخباراتو وزارتونو چارواکو په کابل کې د "ټاپي" پروژې له اجراییه رییس سره د دغې پروژې د امنیت په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د دې پروژې امنیت په ساتي.

د سټنډرډ ملي اداره: تېره میاشت څه باندې ۵۰۰ ټانکره بې کیفیته تېل مسترد شوي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۱۸ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د سټنډرډ ملي ادارې د شنبې په ورځ اعلان کړی چې د روان کال په مرغومې میاشت کې یې ۵۱۱ ټانکره بې کیفیته تیل بیرته ستانه کړي دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د مرغومې په میاشت کې د نفتي توکو ۹زره ۵۴ ټانکرونه له بېلابېلو بندرونو افغانستان ته داخل شوي دي.

د طالبانو د ملي سټنډرډ ادارې د شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۸مه) پر اېکس ټولنیزې رسنۍ خپور کړي پیغام کې ویلي، چې د بې کیفیته نفتي مواد سلګونه ټانکرونه تثبیت شوي دي.

دې ادارې ټینګار کړی چې د هېواد د بندرونو په کنټرولولو سره به د بې کیفیته تیلو د داخلېدو مخه ونیول شي.

د طالبانو د سټندرډ ادارې، په تېرو دوو کلونو کې په کراتو د ګاونډ هېوادونو د بې کیفیته تېلو ټانکرونه په تېره بیا د ایران، مسترد کړي دي.

دا اداره ادعا کوي چې هر کله چې د وارد شوو تېلو او ساختماني موادو کیفیت معیاري نه وي، بیرته یې صادرونکو هیوادونو ته استوي.

د طالبانو دغه کړنه د ایراني چارواکو له غبرګون سره مخامخ شوې. نږدې دوه میاشتې وړاندې، د ایران د نفتي موادو د صادر کوونکو د اتحادیې مشر، احمد معروف خاني، د طالبانو له خوا د نفتي موادو پر راګرزولو نیوکه کړې وه.

ښاغلي معروف خاني ویلي و، چې طالبان د تېلو د کیفیت د معلومولو لپاره اړین وسایل نه لري او که سوداګر دغې ډلې ته اضافي پیسې ورکړي او ورسره معامله وکړي،افغانستان ته د تېلو د واردولو اجازه ورکوي.

دا ادعا د طالبانو له خوا رد شوې وه.

افغان ویب پاڼې طالبانو ته د پیسو د ورکړې د محدویت له امله ځنډول شوي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۵ GMT+۰

د چارواکو په وینا، له سلو څخه زیاتې افغان ویب پاڼې وروسته له هغه وځنډول شوې چې یو فرانسوي انټرنیټي شرکت پر طالبانو د لګیدلو محدودیتونو له امهله د دغې ډلې د مخابراتو وزارت ته د پیسو په ورکولو کې پاتې راغی.

په دې ویب پاڼو کې هغه ویب پاڼې چې د "af." ډومین سره پای ته رسیږي، شاملې دي او دغه ځنډیدل د یادو ویب پانو لپاره لوی زیان بلل کیږي.

هېوادونو ته ځانګړي ډومینونه - لکه د کاناډا ca. یا د فرانسې fr. په عمومي ډول په کور دننه د افرادو یا سازمانونو له خوا کارول کیږي، مګر ځینې ویب پاڼې - لکه د Tuvalu's.tv یا Libya's.ly - په نړۍواله کچه هم په پراخه توګه کارول کیږي.

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وايي، چې ۱۵۰ ډومینونه چې په af. پای ته رسیږي او د پاریس میشته ګانډي شرکت له لارې راجستر شوي وو، اوسمهال ځنډيدلي او له همدې امله د شاوخوا ۱۷ زره ډالرو انلاین ورکړه د دغو ویب پاڼو له لار، هم ځنډول شوې ده.

د ګاندي شرکت اجراییوي مشر، ارناوډ فرانکوینیټ وايي، چې د ډومینونو شمېر ممکن ۱۰۰ ته نږدې وي. هغه رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې پر طالبانو لګیدلو نړۍوالو بندیزونو او د افغانستان د بانکو ناوړه وضعیت، افغانستان سره د تړلو پیسو په انلاین توګه ورکول ستونزمن کړي دي.

فرانسوینټ وايي: "دغو موضوعاتو ته په پام سره ، د ټولو تادیاتو د ورکولو لپاره اجازه اخېستل ګران دي. موږ په دې کار کوو، خو ښايي دا یو څه وخت ونیسي."

د دې اونۍ په پیل کې د af. ډومینونو ځنډیدو ته وروسته له هغه د ټکنالوژۍ ټولنو پام ورواوښت چې د سافټویر جوړونې د کوچني شرکت یو خاوند ایرن شیفرډ، چې د "queer.af" ټولنزې شبکې د خاوندانو څخه دی، د af. ډومینونو د ځنډیدو په اړه د طالبانو د مخابراتو وزارت خبرتیا خپره کړه.‌

د طالبانو ویاند منلې چې لا هم له افغانستان څخه د مخدره توکو قاچاق دوام لري

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۵۳ GMT+۰

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي؛ سره له دې چې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې پرمختګ شوى، خو د دغو نشه يي توکو قاچاق لا هم دوام لري.

ښاغلي مجاهد ویلي، لا هم د دغو مخدره توکو د قاچاق لپاره بېلابېلې لارې شته او له شته ذخیرو د لیږد بهیر دوام لري.

د طالبانو ویاند دغه څرګندونې د روسیې د امنیت شورا د منشي نیکلای پاتروشف د څرګندونو په غبرګون کې کړې دي.

د روسیې د امنیت شورا سرمنشي د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۷) په بشکک کې یوه غونډه کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې تولید شوي مخدره مواد به په لنډه موده کې له زړو زېرمو څخه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته قاچاق شي.

نیکلای پاتروشف وویل، معلومات ښيي چې له افغانستان څخه منځنۍ اسیا ته د مخدره موادو قاچاق کم شوی نه دی.

ذبیح الله مجاهد د طالبان تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د نشه یي توکو پر وړاندې د طالبانو مبارزه "پراخه" ده. هغه وايي، چې سره له دې چې کروندګر له اقتصادي ستونزو سره مخامخ وو، خو د کوکنارو د کښت ډېره برخه له منځه تللې ده.

همدا راز، هغه تاييد کړه چې طالبان تراوسه نه دي توانېدلي چې د نشه يي توکو د قاچاق مخه ونيسي. هغه وويل: "په نهایت کې داسې یوې پایلې ته ونه رسیدو چې د نشه یي توکو له قاچاقه سل په سلو کې مخنیوی وکړي.»