د دوحې غونډه؛ یوه ځانګړې حقوقي ډله د افغانستان لپاره هر اړخیز اساسي قانون غواړي

د افغانستان د اساسي قانون د متخصصې ډلې په نوم په جنیوا کې د افغان وکیلانو یوې ټولنې د افغانستان لپاره د یوه جامع اساسي قانون غوښتنه کړې ده. دغې ډلې ویلي چې افغانستان اساسي قانون ته اړتیا لري او باید د یوې رڼې، هر اړخیزې او ډیموکراتیکې پروسې له لارې ترتیب او تصویب شي.