هېدربار: د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه د ګوترېش خبرې د اندېښنې وړ دي

د بشري حقونو د ښځو د برخې مسوولې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په وروستیو څرګندونو نیوکه وکړه.

د بشري حقونو د ښځو د برخې مسوولې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په وروستیو څرګندونو نیوکه وکړه.
انتونیو ګوترېش د دوحې له دوه ورځنۍ ناستې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل باید د طالبانو د منلو وړ هم وي.
هېدر بار د سې شنبې په ورځ (د کب لومړۍ) پر خپل اېکس لیکلي، چې له طالبانو سره دغه ډول چلند د دې لامل کیږي، چې د بشري حقونو فعالان د ملکرو ملتونو د ژمنو په اړه شک وکړي.
هېدر بار وایي: "ددې اورېدل چې انتونیو ګوترېش وایي باید ولیدل شي چې څوک کولی شي ځانګړی استازی وي، چې د طالبانو لپاره د منلو وړ وي، د اندېښنې وړ دی."
د دوحې ناسته د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش په کوربتوب د نړۍ د ۲۵ هېوادونو د استازو په حضور کې ترسره شوه.
دغې غونډې ته طالبان هم بلل شوي وو؛ خو دغې ډلې پکې کډون و نه کړ.
د افغانستان د مدني ټولنې په استازیتوب پنځه کسان د دوحې ناستې ته بلل شوي وو؛ خو روسیې د طالبانو په غوښتنه له یادو استازو سره و نه کتل.

د طالبانو د استخباراتو د لوی ریاست اپراتیفي مرستیال د دې ډلې ځانمرګو بریدګرو ته په خطاپ کې وویل، چې د نظام د ساتنې او دفاع په خاطر به ځانمرګي بریدونه ترسره کوي. ملا تاجمیر جواد دا څرګندونې د کندهار زېړۍ ولسوالۍ سنګ حصار سیمه کې د خپلې ډلې طالب ځانمرکو بریدګرو ته کړي دي.
د طالبانو څو سرچینو نن سې شنبې (د کب لومړۍ) د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال عبدالحق عمري ته وویل، چې دا څرګندونې د سلواغې په ۲۹ مه نېټه د ځانمرګرو بریدګرو یوې ډلې ته ملا تاجمیر جواد کړي دي.
د ملا تاجمیر جواد دا غږیز کلیپ د طالبانو د پلویانو له خوا په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي.
د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سرچینو وویل، چې د کندهار زېړۍ ولسوالۍ کې د طالبانو د ډلې بنسټګر ملا عمر په حجره کې ځانمرکي بریدګر اوسیږي.
ملا تاجمیر جواد د ملا عمر حجرې ته په اشارې سره وايي: " په دغه خړه پړه حجره کې ملا عمر د اسلامي امت د معصر تاریخ ستر اسلامي خوځښت د طالبانو اسلامي تحریک ابتکار کړی و او دوه ځله یې د اسلامي نظام د قیام فرصت پيدا کړ."
ملا تاجمیر جواد ځانمرکي بریدګر مخاطب کړي او زیاته کړې یې ده: "مونږ او تاسو دا خوځښت په وینو بدرګه کړ، اوس به د دې خوځښت د جهاد قتال او مبارزو په برخه کې راغلی اسلامي نظام په خپلو وینو باندې ساتو."
ملا تاجمیر جواد په خپلو خبرو کې زیاتوي : "مونږ استشهادیان وو، استشهادیان یو او استشهادیان به یو، هر وخت که ضرورت پېښ شو، لومړني هغه څوک چې استشهادي عملیات به د دې نظام د ساتنې او دفاع پخاطر ترسره کوي؛ هغه به مونږه او تاسو یو".
د طالبانو دغه چارواکي د خپلو اصلي اهدافو په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي؛ خو وايي چې د ملا هبت الله په مشرۍ به دا خوځښت تر اصلي اهدافو پورې رسوي.
که څه هم ملا هبت الله په ځانکړي ځواک کې د طالبانو ټول ځانمرګي بریدګر ځای پر ځای کړي دي؛ خو سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د طالبانو د استخباراتو ریاست مرستیال تاجمیر جواد په کابل کې د الحمزه استشهادي کنډک سرپرستي هم کوي.
دغه کنډک په کابل کې دی؛ خو د اړتیا په وخت کې ولایتونو ته د جګړې لپاره لېږل کیږي.
تاجمیر جواد د حقاني شبکې له مهمو کسانو څخه دی.
تېر افغان حکومت نوموړی په ملکي اهدافو د خونړيو بریدونو په تنظیمولو هم تورن کړی و.
نوموړی د ۱۳۹۹ کال په عقرب کې د کابل پر پوهنتون د ځانمرګي برید په تنظیمولو تورن دی.
په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول .
د دغه برید ډېری قربانیان د کابل پوهنتون محصلین وو.
همدا راز نوموړی د پخواني جمهوري دولت پر مهال په ننګرهار کې د کابل بانک پر دفتر د برید طراح هم ګڼل کېده، چې پکې لسګونه د ښوونځي معلمان، عام وګړي، سرتېري او مېرمنې ووژل شوې.
د راپورونه پر بنسټ طالبانو د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد پر ۲۴ کابل ته له ننوتلو وروسته په پراخه کچه خپل مخالفین نیولي، وژلي او شکنجه کړي دي.
تر اوسه د تېر حکومت زیات شمېر امنیتي ځواکونه، د بشري حقونو فعالان او د مدني ټولنې غړي په مرموز ډول وژل شوي دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا سياسي مرستیال د جاپان له سفير سره په لېدنه کې ويلي، چې هڅه کوي، د ملګرو ملتونو او نورو نړېوالو غونډو کې مثبته او مانا لرونکې برخه واخلي. هغه د دوحې له غونډې یوه ورځ وروسته ویلي، چې دوحې ته نه ورتګ یې له نړېوالي ټولني سره د اړيکو خرابوالي په مانا نه دی.
په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون نن سې شبنه د طالبانو د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير او په کابل کې د جاپان د سفير تاکايوشي کورمايا د ليدنې خبر ورکړی.
په خبر کې د طالبانو د سياسي مرستيال له قوله لیکل شوي، چې نوموړي د ملګرو ملتونو د سرمنشي د دوحې غونډې اعلان ته په ښه نظر ګوري.
هغه زياتوي: «موږ د ملګرو ملتونو د سرمنشي اعلان ته په ښه نظر ګورو او هڅه کوو، چې په نړېوالو غونډو کې مثبت او مانا لرونکی ګډون ولرو.»
مولوي عبدالکبیر زياته کړې، چې د دوحې په ناسته کې د ګډون لپاره یې ټول شرایط وړاندې کړي وو؛ خو د ده په خبره د ناستې جوړوونکو دغه فرصت له لاسه ورکر.
د طالبانو دغه چارواکي ټينګار کړی، چې د دوحې په غونډه کې نه ګډون له نړۍ سره د دوی د اړيکو د خرابوالي په مانا نه دی.
په ورته وخت کې په همدې لېدنه کې د افغانستان لپاره د جاپان سفير کورمايا ويلي، چې جاپان د طالبانو او نړۍ ترمنځ د اړيکو د جوړېدو هڅه کوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش په دوحه کې په خپله وينا کې په اخطاريه ډول ويلي وه، هیله من دی، چې د ملګرو ملتونو او طالبانو ترمنځ خبرې به د «جلاکېدو» لامل نه شي.
د دوحې ناسته د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب جوړه شوې وه، چې د افغانستان د مدني ټولنې په استازيتوب پنځه کسانو ته بلنه ورکړل شوې وه؛خو طالبانو په کې ګډون ونه کړ.

د طالبانو د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي، چې د «افغان ټرانس» ریل پټلۍ پروژې د تخنیکي او اقتصادي بیاکتنې د پیل لپاره یې د ازبکستان او متحده عربي اماراتو له هېوادونو سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ. ویل کیږي، چې د دغې پروژې د تخنیکي بیاکتنې لګښت به د یوه عربي شرکت له خوا ورکړل شي.
د طالبانو د اوسپنې پټلۍ ادارې د کب په لومړۍ نېټه په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې دغه هوکړه ليک د يادې ادارې د عمومي مشر بخت الرحمن شرف، د ازبکستان د ټرانسپورټ وزير ميرزا معين اوغلي او د يوه عربي هېواد د شرکت رييس له خوا په ازبکستان کې لاسليک شو.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې دغه درې واړه چارواکي د چهارشنبې په ورځ له قطري او پاکستاني چارواکو سره په انلاین ناسته کې پر دغه پلان خبرې وکړي.
د طالبانو د اوسپنې پټلۍ ادارې زیاته کړې چې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان چارواکي به په راتلونکي کې د دغو څیړنو پایلې شریکې کړي.
د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د «افغان ټرانس» د اورګاډي د کرښې د جوړولو پلان په ۲۰۱۸ کال کې د یوې اقتصادي لویې لارې د جوړولو لپاره چې منځنۍ اسیا د پاکستان د اوبو له بندرونو سره نښلوي، وړاندې شو.
د دغې پټلۍ د جوړولو لګښت څه باندې څلور نیم ملیارډه ډالر دی او ۵۷۳ کیلومتره اوږدوالی لري.
د دغه پلان پر بنسټ، دا پټلۍ د ازبکستان له ترمز څخه پیلېږي او د مزارشریف او کابل له ښارونو تر تېرېدو وروسته د پاکستان پېښور ته رسېږي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وایي، په تېرو دوو کلونو کې ددغه وزارت او کورنیو موسسو ترمنځ ۶۳ هوکړه لیکونه د ۵۴ میلیونه او ۵۳۷ زره ډالرو په ارزښت لاسلیک شوي دي. عبدالسلام جواد وایي، د دغو پروژو کارونه د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د عملي کېدو په حال کې دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد د سې شنبې په ورځ د (کب لومړۍ) نیټه ویلي، چې یاد شمېر هوکړه لیکونه په بېلابېلو برخو کې له منځنیو او کوچنیو متشبثینو سره د ۵۴ میلیونه او ۵۳۷ زره ډالرو په ارزښت لاسلیک شوي دي.
د نوموړي په خبره، د دغو پروژو کارونه د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د عملي کېدو په حال کې دي او په ترڅ کې یې ۶۴۱ زره کسانو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده.
ښاغلي جواد دغه څرګندونې له ۲۲ موسسو سره د څه باندې درې نیم میلیونه ډالرو په ارزښت د همکاریو د هوکړه لیکونو له لاسلیک وروسته کړي دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته ډیر شمېر کورنۍ پانګې له افغانستانه وتلې دي چې له امله یې زرګونه کسان وزګار شوي او له سختو اقتصادي شرایطو سره مخامخ دي.
که څه هم د طالبانو حکومت د نړۍ د هیڅ یوه هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو د طالبانو اداره بیا په افغانستان کې د پانګونې د زمینو له برابرولو سره سره هڅه کوي په نړیواله کچه هم اقتصادي اړیکې پراخې کړي.
د یادولو وړ ده، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست څه موده مخکې ویلي و، چې د هند، چین، پاکستان او د سیمې د یو شمېر نورو هېوادونو په ګډون د نړۍ له شپېتو هیوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې ټینګې شوې دي.

د اسلامي همکاریو سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان په چارو کې د دغه سازمان ځانګړی استازی طارق علي بخیت هم برخه اخلي. طارق علي بخیت د دوحې ناستې په څنډه کې د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو له ځانګړو استازو سره هم کتلي دي.
د اسلامي همکاریو سازمان په افریقایي هېواد ګامبیا کې د افغانستان په اړه د یوې ناستې د ترسره کېدو خبر ورکړ. دغه سازمان د سې شنبې په ورځ (د کب لومړۍ) نیټه وویل، چې د افغانستان وضعیت به د دې ناستې له لومړیتونو څخه وي.
د اسلامي همکاریو سازمان په اېکس ټولنیزه پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې، چې په دې ناسته کې د افغانستان په چارو کې ددغه سازمان ځانګړی استازی طارق علي بخیت هم برخه اخلي.
د خبرپاڼې له مخې، طارق علي بخیت د دوحې ناستې په څنډه کې د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو له ځانګړو استازو سره هم کتلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې کتنه کې نوموړي له افغانستان سره د اسلامي همکاریو د سازمان پر ژمنو او له طالب چارواکو سره پر رغنده خبرو ټینګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ټاکل شوې د اسلامي همکاریو د سازمان (د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا) تر نامه لاندې بله غونډه په کامرون کې جوړه شي.
د دې غونډې د ترسره کېدو د کره وخت په اړه څه نه دي ویل شوي.
د افغانستان په اړه د دوحې ناسته د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د بېلابېلو هېوادونو د استازو په حضور کې جوړه شوه. د ملګرو ملتو سرمنشي په دې ناسته کې ټینګار کړی چې د دغه سازمان غونډې ګټورې وې.
د اسلامي همکاریو سازمان په تېره لیندۍ میاشت د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویسټ په شتون کې د بشري مرستو او د کډوالو، ښځو او نجونو د وضعیت په اړه غونډه وکړه.
