له زندانه څخه د عمران خان پیغام: د پاکستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر دې استعفاء وکړي

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د راولپنډۍ له بند څخه د خپل پخواني مدافع وکیل په لاس د یوه پیغام په استولو سره ویلي، چې د پاکستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر د ټاکنو په درشل کې د درغلیو په مخنیوي کې پاتې راغلی؛ نو باید استعفاء وکړي.