د چمن پرلت‌وال: تېره شپه ناوخته نږدې شل پرلت‌وال پولیسو بندیان کړي

تېره شپه ناوخته پولیسو پر پرلت‌والو چاپه وهلې او نږدې شل کسان یې بندیان کړي دي. د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر وايي، پرلت‌والو له قانونه سرغړونه کړې او د پاسپورټ اداره یې تړلې وه.