ګوترېش: نړۍواله ټولنه باید د افغانانو اړتیاوو او حقونو د ترلاسه کېدو هڅو ته دوام ورکړي

د ملګرو ملتونو سر منشي انټونیو ګوترېش وايي، افغانستان د امنیت په ښه کولو او د کوکنارو د کرـ کیلې د بندیز په برخه کې پرمختګ کړی؛ خو لا هم ډېر نور کار ته اړتیا شته.

د ملګرو ملتونو سر منشي انټونیو ګوترېش وايي، افغانستان د امنیت په ښه کولو او د کوکنارو د کرـ کیلې د بندیز په برخه کې پرمختګ کړی؛ خو لا هم ډېر نور کار ته اړتیا شته.
نوموړي په دوحه کې د افغانسان په اړه د ملګرو ملتونو له دوه ورځنۍ ناستې یوه ورځ وروسته د سه شنبې په ورځ د (کب په لومړۍ) نېټه پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې، نړۍواله ټولنه باید خپل فشارونو ته دوام ورکړي؛ تر څو ډاډ تر لاسه کړي چې د ټولو افغانانو اړتیاوې او حقونه د اصلي چارواکو مرکزي لومړیتوب دی.خو له طالبانو څخه د نړۍوالې ټولنې هغه غوښتنې چې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار کولو بندیزونه دې لرې او ټول ګډونه حکومت دې جوړ شي، چې تر اوسه د طالبانو له لوري نه دي منل شوي.بل خوا که څه هم ښاغلي ګوترېش په افغانستان کې د کوکنارو پر کرـ کیلې د بندیز په برخه کې د پرمختګ یادونه کوي؛ خو لیدل کېږي چې په ورستیو څو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې کوکنار کرل شوي او طالبانو د تازه کروندو د له منځه وړلو کمپاینونه پیل کړي دي.د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترېش دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې یوه ورځ وړاندې په دوحه کې د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان په اړه ناسته وکړه؛ خو طالبانو په کې له ګډونه ډډه وکړه.