د سالنګ لویه لار د ټرافیکو پر مخ خلاص شوه

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د بغلان د سیمهییزو مسوولینو له خولې خبر ورکړی، چې دغه لاره د ټرافیکو پر مخ خلاصه شوې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د بغلان د سیمهییزو مسوولینو له خولې خبر ورکړی، چې دغه لاره د ټرافیکو پر مخ خلاصه شوې ده.
تر دې وړاندې د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې راغلي و، د سالنګونو لویه لار چې وړمه ورځ د سختې واورې ورېدو، توپان او د ديد ساحې د کم والي له امله د ټرافیکو پرمخ تړل شوې وه، دا مهال د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې کارکوونکو په هلو ځلو سهار ۸:۳۰ بجې د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.
دغه وزارت له ټولو موټر چلوونکو څخه هیله کړه، چې د زیان منونکو سېمو څخه د تېرېدو پرمهال دې ژمني توکي او د وسایطو لپاره د ځنځیر (چین) له ځان سره ولري؛ تر څو د زړه بوګنونکو پېښو مخنیوی وشي.
له بل پلوه له سختو وروښتونو له امله د بدخشان ولایت د ګڼو ولسوالیو لارې د دغه ولایت د مرکز سره وتړل شوې او دارنګه د کابل غور لویه لاره هم د درنې واورې ورېدو له امله تړل شوې ده.


د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي وایي، د دوی په واکمنۍ کې شوي پرمختکونو ته په پام باید ملګري ملتونه د دغې ډلې حکومت په رسمیت وپېژني.
د طالبانو تر واک لاندې ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي حنفي دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې کاني واګنا راجا سره په لیدنه کې کړي او زیاته کړې یې ده، چې دوی د خپلې واکمنۍ په موده کې اداري فساد له منځه وړی، د کوکنارو په کر او قاچاقو د مخنیوي په کار کې یې کوټلي ګامونه اخیستي او د ده په خبره چې سوله او سرتاسري امنیت یې هم ټینګ کړی دی.
هغه د اقلیمي بدلون څخه د رامنځته شویو ستونزو د هواري په برخه کې د ملګرو ملتونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په خبرپاڼه کې دا رنګه ویل شوي، چې مېرمن کاني واګنا راجا په دغې لیدنه کې عبدالسلام حنفي ته ډاډ ورکړی چې ملګري ملتونه به د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستې جاري ساتي او د چاپېریال ساتنې، بشري چارو او د بېوزلۍ په کمولو کې به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د ارګ د خبر پاڼې له مخې مېرمن واګنا راجا وړمه ورځ په هرات کې زلزله ځپلو ولسوالیو ته ورغلې وه او هغوی ته یې هغه لنډ مهاله جوړ شوي کورونه وسپارل، چې د ملګرو ملتونو د ادارو لهخوا جوړ شوي وو.
د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیالې د دغو لنډمهاله کورونو د سپارلو پر مهال وویل، دا یو پیل دی او غواړي زلزله ځپلو ته تر دې نور ښه او دایمي استوګنځایونه جوړ کړي.
نوموړې هلته له یو شمېر مېرمنو سره د لیدو پر مهال ویلي، چې باید په افغانستان کې ښځو او نارینهو ته د کار او زدهکړو په برخو کې مساوي فرصتونه برابر شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې د دغې ډلې د عامې روغتیا وزارت د پرېکړې له مخې کاپيسا، پکتيا، خوست د روغتيايي علومو انسټيټیوټونو او د بدخشان د قابلهګۍ څانګې ته د هغو نجونو د شاملېدو لړۍ پيل شوه چې له دوولسم ټولګي فارغې شوې وې.
د دغې پرېکړې له مخې د کاپيسا، پروان، پنجشېر، ميدان وردګو، غزني، پکتيا، لوګر، خوست، بدخشان، باميانو او پکتيکا ولايتونو له ۱۲ ټولګي څخه فارغې شوې نجونې نوم لیکنه کولای شي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دغو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو ته د يوه مکتوب له لارې لارښوونه کړې، چې له ۱۲م ټولګي فارغې شوې نجونې روغتیایي انسټیټیوتونو کې جذب کړي.
د دوی په وینا، دغو ولايتونو ته په همدې موخه پلاوي هم استول شوي دي.
تر دې یوه اونۍ وړاندې د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي و، چې افغانستان د طالبانو د سختو سیاستونو له امله د روغتیا پالو او ډاکټرانو له کمښت او د روغتیایي ناورین سره مخامخ دی.
ورته مهال د بشري حقونو څار بنسټ هم د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې لیکلي و، چې پر ښځو د طالبانو د بندیزونو او د نړۍوالو مرستو د راکمېدو سره د افغانستان روغتیایي برخه اغېزمنه شوې، چې ورسره د مېلیونونو کسانو روغتیا له ګواښ سره مخامخ شوې ده.
تر هغې وړاندې په کابل کې د پولیو (ګوزڼ) ناروغۍ د تشخیص لومړني کلینیک په پرانیست غونډه کې بیا د طالبانو د عامې روغتیا چارسمبالي وزیر ویلي و، چې اوسمهال د افغانستان روغتیایي برخه تر بل هر وخته ښه شوې ده.

سره له دې چې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د ژمي سړې سېلۍ لګېږي، ازبکستان وايي چې افغانستان ته یې د برېښنا واردات پنځوس سلنه کم شوي دي.
د افغانستان د برېښنا شرکت ویلي، چې له پرون راهیسې د خلم او خنجان د سب سټیشنونو تر څنګ د سمنګان، پروان، کاپیسا، پنجشیر، ننګرهار، لغمان، غزني، میدان وردګ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې د برېښنا پرچاوۍ ډېرې شوې دي.
تر دې وړاندې هم هر کال د ژمي په رارسېدو سره د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د برېښنا پرچاوۍ زیاتېږي، چې ورسره خلکو ته یې هم ستونزې ډېرېږي.
له بله پلوه په ازبکستان او تاجکستان کې چې تر دېره افغانستان ته برېښنا صادروي هر کال د ژمي په موسم کې د دغو صادراتو کچه کموي او ښایي یو لامل یې دا وي، چې په دغو هېوادونو کې هم که له یوې خوا د برېښنا تقاضاوې ډېرېږي، ورسره د اوبو کچه هم ټیټیږي چې په دې توګه د برېښنا په تولید کې هم پام وړ کمی راځي.
ګڼ کابل ښاریان او د نورو ولایتونو اوسېدونکي وايي، د صادراتي برېښنا پر ځای به ښه دا وای چې په کور دننه د برېښنا د تولید له پاره کار شوی وای؛ خو په تېرو شلو کالو کې د دې پر ځای چې دې برخې ته پاملرنه وشي، تر ډېره په وارداتي برېښنا تکیه وشوه، چې لا هم د برېښنا د وصل او پرې کېدو واک د بل په لاس کې دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش په اېکس پاڼه لیکلي، افغان ښځې او نجونې باید وشي کړای چې د ژوند په ټولو برخو کې په ټولګیو کې له څوکیو نیولې تر هغو میزونو پورې چې پرېکړې په کې کېږي په بشپړه او معنا لرونکې توګه برخه واخلي.
هغه وایي، چې په افغانستان کې زدهکړو ته د نجونو د لاسرسي په اړه او د ښځو پر کار لګېدلي بندیزونه باید لرې شي.
ښاغلي ګوترېش د اېکس پاڼې په یوه بل پیغام کې لیکلي، ډېری افغانان بې وزله دي چې د خوړو لپاره مبارزه کوي او د زدهکړې، روغتیا پاملرنې یا کارموندنې پرته ژوند کوي.
هغه وایي:« د دغه هېواد له نیمایي څخه ډېر وګړي به سږکال مرستو ته ډېره اړتیا ولري؛ خو زموږ د بشري مرستو د غبرګون برخې د اړتیا وړ بودجې څخه ۳ سلنه کمه ترلاسه کړې ده.»
تر دې وړاندې د معترضو مېرمنو خوځښتونو هم د خبرپاڼو په خپرولو سره له ملګرو ملتونو غوښتي وو، چې د دوحې په ناسته کې دې د افغان ښځو او نجونو ټولې ستونزې او پر دوی لګول شوي بندیزونه له پامه ونه غورځوي.
دوحه په تېرو دوو ورځو کې د افغاستان په اړه د ملګرو ملتونو د رابلل شوې ناستې کوربه وه؛ خو طالبانو په دغې ناسته کې له ګډونه ډډه وکړه.
انتونيو ګوترېش په دوحه کې په خپلې وينا کې په ګوت څنډنې سره وويل، هیلهمن دی چې د ملګرو ملتونو او طالبانو ترمنځ خبرې به د «جلاکېدو» لامل نه شي.
هغه وویل، د دوحې له غونډې مخکې یې د طالبانو یو لیک تر لاسه کړی چې په کې د «نه منلو وړ» غوښتنې شوې وې.
د هغه په وینا:« دغې ډلې داسې غوښتنه کړې، چې د افغان ټولنې له نورو برخو سره د خبرو لپاره د ملګرو ملتونو له حق څخه سرغړونه وه.»
طالبانو له ملګرو ملتونو غوښتي وو، چې دوحې ته دې د افغانانو د یوازیني استازي په توګه بلنه ورکړل شي او نورو خلکو ته دې د افغانستان په استازیتوب له بلنې ډډه وکړي.
له بل پلوه د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل ویلي، چې د دوحې ناستې طالبانو ته جدي ستونزه جوړه کړه.
نوموړي زیاته کړې، چې په ناسته کې د طالبانو نه ګډون د بې احترامۍ په مانا دی او ښايي د دې لامل شي چې نړۍواله ټولنه د طالبانو مخالفو ډلو څخه خپل ملاتړ ډېر کړي.
هغه وايي، داسې ښکاري چې طالبانو د دوحې په غونډه کې د نه ګډون سره یوه ستراتیژیکه تېروتنه کړې ده.

د پخواني جمهوري دولت د چارو ادارې پخوانی مشر فضل محمود فضلي طالبانو ته په اشارې وايي، چې دغې ډلې د افغانستان خلک یرغمل کړي او افغانستان یې د نړۍ په کچه منزوي کړی دی.
ډاکتر فضل محمود فضلي نن دوشنبه (د کب لومړۍ) پر خپلې اېکس پاڼې په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو وروستۍ غونډې ته اشاره کړې او لیکلي یې دي، چې بهرني دولتي او غیر دولتي سازمانونه د افغانستان ستونزې نه شي حلولی.
د پخواني جمهوري دولت د چارو ادارې پخواني مشر ویلي، چې له روانې "انزوا او اختناق" څخه د راوتلو غوره لار دا ده، چې ملي او وطنپاله خلک د یو فکر په اساس یو بل ته لاس ورکړي او بیا د هېواد په داخل کې په خپلواکه توګه حاکمه ډله چلنج او په ضد یې اقدام وکړي.
نوموړي زیاته کړې: "په اصل کې دا اوسنۍ استبدادي حاکمه ډله ده، چې افغانستان یې په نړۍ کې منزوي او افغانان یې یرغمل کړي دي".
ښاغلي فضلي ویلي، چې ملګري ملتونه به په دوامداره توګه د یوې قراردادي موسسې په توګه د خپلو مهمو غړو هېوادونو په "فرمایش" وخت ناوخت د افغانستان په اړه ځیني کنفرانسونه او ناستې کوي او د تمویلونکو هېوادونو رسنۍ به په لویه کچه پوښښ ورکوي.
د نوموړی وايي: "که په تېرو درې نیمو لسیزو کې د هېواد په اړه د دغه سازمان رول ته متوجه شو، له بده مرغه د دغه سازمان ناستې د افغانانو په بدبختۍ تمامي شوي دي. هغه کسان چې فکر کوي دا کنفرانسونه به هېواد له انزوا څخه را وباسي او د بهرنیانو په مرسته به حاکمې ډلې سره د تعامل لار ومومي، منطقي نه ښکاري."
ښاغلی فضل محمود فضلي چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته په رسنیو کې ډېر کم راښکاره کیږي، د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو پر غونډې نیوکه کړې او افغانان یې د طالبانو له خوا یرغمل شوي بللي دي.
ټاکل شوې وه، چې د دوحې په غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وټاکل شي؛ خو یاده غونډه د بندو دروازو تر شا د طالبانو په نه موجودیت کې ترسره شوه او استازی ونه ټاکل شو.
بل خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترش په دوحه کې په خپله وينا کې په اخطاريه ډول وويل؛ هیله من دی، چې د ملګرو ملتونو او طالبانو ترمنځ خبرې به د «جلاکېدو» لامل نه شي.
د دوحيې ناسته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربه توب جوړه شوې وه، چې د افغانستان د مدني ټولنې په استازيتوب پنځه کسانو ته بلنه ورکړل شوې وه.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان د مدني ټولنې او نورو خلکو غږ اورېدل «مهم» وبلل.