• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اشرف غني اماراتو ته له تلو وروسته په خپل لومړني سفر کې سعودي ته ولاړ

۲ کب ۱۴۰۲ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۰۱ GMT+۰

د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني متحده عربي اماراتو ته له تلو دېرش میاشتې وروسته په خپل لومړي سفر د عمرې لپاره سعودي عربستان ته ولاړ. د طواف پر مهال له پخواني ولسمشر سره ځینې عرب هم ملګري دي چې ښايي د ریاض له خوا د نوموړي امنیت ته ګومارل شوي وي.

افغانستان انټرنشنل ته د کعبې شريفې د طواف پر مهال د ښاغلي غني ويډيو رسېدلې.

افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي، چې دا ویډیووې سعودي عربستان ته د هغه د وروستي سفر دي.

د دغو سرچینو د معلوماتو له مخې دا عکسونه پرون د عمرې د ادا کولو پر مهال له ښاغلي غني اخیستل شوي دي.

ښاغلي غني تر اوسه د خپل سفر رسمي اعلان نه دی کړی.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ کابل ته د طالبانو د ننوتلو درشل کې پخوانی ولسمشر اول تاجکستان ته او بیا له هغه ځای متحده عربي اماراتو ته لاړ او له هغه راهیسې هلته استوګن دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

طالبان په درېیمه ورځ هم نه دي توانېدلي چې نورستان کې تر کمرونو لاندې جسدونه راوباسي

۲ کب ۱۴۰۲ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۱۹ GMT+۰

د نورستان سیمه ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د غره ښوېدنې په وروستۍ پېښه کې د ۲۲ تنو مړو شویو له ډلې یې د ۱۶ تنو جسدونه له خاورو را ایستلي دي او لا هم شپږ جسدونه تر خاورو لاندې دي. درې ورځ وړاندې طالبانو د غره ښوېدنې په پېښه کې د مړو شمېر ۲۵ تنه ښودلی و.

د نورستان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر مولوي سمیع الحق حق بیان د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ويلي چې د غره ښوېدنې په پېښه کې ټول ۲۲ تنه مړه شوي.

هغه زیاتوي د نورګرام تتین کلي کې د دغو ۲۲ تنو له ډلې یې ۱۶ جسدونه له خارو رایستلي او شپږ نور پاتې دي چې له یوه لوی کمر لاندې دي او دوی یې د را ایستلو توان نه لري.

په هغو انځورونو او ویډیوګانو کې چې د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون په تېرو دوو ورځو کې خپرې کړې دي ښکاري چې دغه را ایستل شوي جسدونه هم له خارو د سیمې خلکو را ایستلي دي.

څو میاشتې وړاندې هم د نورستان خلکو شکايت کړی و چې په ځنګله کې د اور لګېدو پر مهال د طالبانو حکومت د اور په مهارولو کې پاتې راغلی و او د سیمې خلکو په هڅو او هاند هغه لګېدلی اور مهار کړل شو.

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ مرستیال مولوي ګوهر درې ورځې وړاندې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و چېد نورستان په تتین دره سیمه کې د غره ښوېدنې له امله ۲۵ کسان مړه دي او یو شمېر کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

خو اوس د نورستان لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور مشر د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۲۲ تنه بولي.

په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو له امله په بېلابېلو ولایتونو کې د واورو د ورېدو له امله د ګڼو سیمو د تګ راتګ لویې لارې بندې شوې او بېرته پرانیستل شوې دي خو خلکو ته پکې د سر او مال زیانونه اوښتې دي.

د طالبانو کډوالو وزارت: له ایران او پاکستانه سلګونه افغان کډوال راستانه کړل شوي

۲ کب ۱۴۰۲ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۴، ۰۳:۰۶ GMT+۰

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان او ایرانه سلګونه افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي. دغه وزارت وايي، ۱۸۳ تنه افغان کډوال له پاکستانه او ۱۵۹۳ تنه له ایرانه راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د سې شنبې ورځ د (کب لومړۍ) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۳۳ کورنۍ چې د غړو شمېر ۱۸۳ تنه کیږي د کندهار سپین بولدک او ننګرهار تورخم له لارو هېواد ته راستنې کړل شوي.

دغه وزارت د کندهار د سپین بولدک د سرحدي امريت له قوله لیکلي چې له دغې لارې ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۲ تنه کیږي په جبري ډول له پاکستانه راستانه شوي.

همدارنګه د ننګرهار د تورخم له لارې ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۱ تنه کیږي له پاکستانه په زور را ایستل شوې دي.

یاد وزارت ویلي له پاکستانه راستانه شوي ټول کډوال په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي.

کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.

بلخوا د طالبانو کډوالو وزارت ويلي له ګاونډي هیواد ايران څخه هم یو زر او ۵۹۳ تنه افغان کډوال چې په دوی کې کورنۍ او مجرد کسان شامل و د هرات ولایت اسلام کلا له پولې څخه په خپله خوښه او زور را اړول شوي دي.

دغه وزارت وايي، په دغو راستنو شويو افغان کډوالو کې ۳۵ تنه بې سرپرسته ماشومان هم دي چې په هرات کې د وارچایلډ موسسې ته د دوی د کورنیو تر موندولو پورې ورسپارل شوي دي.

له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دوام لري او په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي و چې تر دې مهاله له پنځو لکو ډیر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

مټیو مېلر: د دوحې په ناسته کې د طالبانو نه ګډون موږ ته د حیرانتیا خبره نه ده

۲ کب ۱۴۰۲ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۴، ۰۳:۰۲ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو مېلر افغانستان انټرنشنل ته وویل، د دوحې په ناسته کې د طالبان په نه ګډون حیران شوی نه دی؛ ځکه «هغوی بېلې موخې څاري.» مېلر زیاته کړه، چې د امریکا له نظره «طالبان په افغانستان کې یوازیني لوبغاړي نه دي.»

مېلر دغه څرګندونې د سه شنبې په ورځ د افغانستان انټرنشنل د خبریالې مرضیې حسیني د پوښتنې په ځواب کې د دوحې ناستې ته د طالبانو د نه ورتګ او د افغانستان د مدني ټولنې له فعالانو سره د روسیې او ایران د استازیو د نه کتلو په اړه د امریکا د ارزونې په تړاو وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغو دواړو هېوادونو ته سپارښتنه وکړه، چې د طالبانو تر څنګ دې د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره هم تعامل وکړي؛ ځکه د هغه په وینا، په افغانستان کې یوازې طالبان وتلي لوبغاړي نه دي.
د روسیې او ایران استازو د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت په غوښتنه د دوحې په ناسته کې د افغانستان د څلورو تنو استازو سره له کتلو ډډه وکړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې هغوی د طالبانو له مشورې پرته په قطر کې د ملګرو ملتونو دغې ناستې ته وربلل شوي وو.
مټیو مېلر وویل، چې د دوحې په ناسته کې د امریکا د ځانګړو استازو د ناستې موخه د طالبانو له‌خوا په افغانستان کې د بشري حقونو درناوی او د ترهګرو په اصلي مرکز د دغه هېواد د بدلېدو مخنیوی و.
هغه زیاته کړه: «موږ غواړو افغانستان د ټولو بنسټونو ګډ کور وي، چې په هغه کې د افغانستان د ټولو خلکو استازولي وشي.»
مېلر وویل، چې «موږ د دغو موخو د تر لاسه کولو لپاره هڅه کوو.»
د سلواغې په ۲۹مه د دوحې له ناستې سره هم‌مهاله د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې کاني وګناراجا سره په خبرو کې وویل، چې دوی په افغانستان کې امنیت ټینګ کړی او د ترهګرۍ سره په مبارزه کې هم بریالي دي؛ نو ځکه د رسمیت پېژندنې لپاره یې ټول شرطونه بشپړ کړي دي.
په پام کې وه، چې د دوحې په ناسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي برخه واخلي؛ خو کله چې د ملګرو ملتونو سرمنشي له متقي سره د لېدو خبره ونه منله، نو د طالبانو د دغه لوړ پوړي دیپلومات ګډون هم لغوه شو.
ښاغلي ګوترېش په خپله خبري ناسته کې وویل، چې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر د غوښتنو منل د دغې ډلې د رسمیت پېژندنې په مانا و.

هغه ټینګار وکړ، چې که طالبان د نړۍوالو اندېښنو ته غاړه کېنږدي؛ نو په رسمیت به و نه پېژندل شي.

ندا محمد ندیم: د جمهوریت پر مهال په ښوونځيو کې د شاګردانو عزت او اخلاق تر پښو لاندې کېدل

۱ کب ۱۴۰۲ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۴، ۲۱:۲۶ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير په کابل کې د دعوت او ارشاد مبلغينو ته په خطاب کې وويل، چې په تېر جمهوري نظام کې يې په ښوونځيو کې داسې «غيرې اخلاقي» کړنې ترسره کېدې، چې د ويلو نه دي. د نوموړي په خبره، چې په ښوونځیو کې د افغان بچیانو اخلاق او عزت تر پښو لاندې کېده.

ندامحمد نديم په کابل کې د طالبانو د پوهنې وزارت له لورې دعوت او ارشاد مبلغينو ته په جوړه شوې غونډه کې وويل، چې په تېر جمهوري نظام کې د ښوونځیو شاګردان په ښوونځيو کې له هېڅ اړخه خوندي نه وه.

نوموړي زياتوي، چې شپږ کاله مخکي د جمهوري نظام له ښوونځيو داسې «غيرې اخلاقي» ويډيو او تصويرونه راوتلي، چې په ويلو يې شرميږي.

هغه زياتوي: « شپږ کال مخکې په ښوونځيو کې داسې غيرې اخلاقي کړنې تر سترګو کېدی، چې د ویلو نه دي. له ښوونځيو به غيري اخلاقي ويديوګانې راوتلې، زموږ د بچیانو اخلاق او عزت تر پښو لاندې کېدې.»

د طالبانو دغه سرپرست وزير وايي، چې په ښوونځيو کې به زده کوونکو ته نړۍوال پردی تمدن او فرهنګ ورښودل کېده او حتا د دوی لباسونه یې هم نه خوښېدل.

هغه زیاته کړه: «زما شاګرد به مجبورېده، چې تهذيب يې باید د نړۍوالو په دول وي، پردی کلتور، رواج او فرهنګ پرې عملي کېده، په اخلاقو، سیرت او صورت کې به يې بدلون ځني غوښته.»

په غونډه کې د طالبانو د لوړو زده وزیر ندامحمد نديم وايي، چې په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام پر مهال د «شریعت» د له منځه تلو هڅه کېدله.

د طالبانو د پوهنې وزير: د اسلام نه خپرېدو له کبله د افغانستان خلک "کمونستان او غربيان" شول

۱ کب ۱۴۰۲ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۸ GMT+۰

د طالبانو د پوهنې وزير په کابل کې د دې ډلې د دعوت او ارشاد کارکوونکو ته په يوې غونډه کې ويلي؛ که مو د «دين او اسلام» د رسولو په برخه کې مسوليت ادا کړی وی، اوس به افغانان خلقیان، کمونستان او غربیان نه جوړېدلی. نوموړي د اسلام نه رسولو پيغام خپله کمزوري ياده کړې ده.

د طالبانو د پوهنې وزارت نن سې شنبه د (کب لومړۍ) د کابل دعوت او ارشاد کارکوونکو ته په جوړه شوې غونډه کې له همدې کارکوونکو غوښتنه کړې، چې د دندې پر مهال دې ځانونه تر نورو خلکو لوړ نه ګني، چې هم «الله راضي شي، هم عذابونه کم شي او هم نظام دوام پيدا کړي».

د طالبانو د پوهنې وزير مولوي حبيب الله اغا ټينګار کړی، چې « اسلام او دين» تر خلکو پورې په ښه ډول ورسوي.

نوموړي دا خپله کمزوري بللې، چې د اسلام پيغام يې تر خلکو په ښه ډول نه دی رسولی.

هغه زياتوي، چې له همدې کبله د ډېرو افغانانو مفکورې غربي دي او لوی شمېر هېواد وال خلقیان او کمونستان شوي دي.

نوموړی زياتوي: « دا زموږ کمزوري ده، چې ولس مو له دين څخه نه دی خبر کړی، که نه ولې به زموږ د ولس بچیان خلقيان او کمونستان کېدلی، هغو به بیا ولې روس وطن ته راوستلی، چې وطن یې لوټ کړ او يو نيم مېلېون انسانان يې شهيدان کړل او ولې به خلکو غربي مفکوره اخیستلی.»

د طالبانو د پوهنې وزير زياتوي، چې د دوی په حاکميت کې اوس د «دين او اسلام» د پیغام رسولو تر ټولو ښه وخت دی.

د افغانستان په ډېرو سېمو کې خلک د امر بالمعروف، دعوت او رشاد د کارکوونکو د چلند څخه شکایت کوي او وايي، چې زيات مهال دغه ډله په خپلسري ډول خلک ځوروي او يا هم د خلکو په شخصي چارو کې کار لري.

ان د طالبانو دغې دلې په کابل کې په عام بازار کې ښځي او نجونې په زور د «بې حجابی» په نوم موټرونو ته پورته کړي، چې د خلکو له سختو انتقادونو سره هم مخ شوي دي.