• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امیر حیدر خان هوتي: د پاکستان اوسنیو ټاکنو د تېرو ټاکنو د درغلۍ ریکارډ مات کړ

۲ کب ۱۴۰۲ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۲ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا پخوانی سر وزیر او د عوامي نشنل ګوند پخوانی مرستیال مشر امیر حیدر خان هوتي وايي، د پاکستان په تاریخ کې ډېری ټاکنو کې درغلۍ شوې خو د ۲۰۲۴ کال ټولټاکنو د ټولو درغلیو ریکارډ مات کړ.

ښاغلي امیر حیدر خان هوتي نن پېښور کې یوې غوڼدې ته وویل: « نن یوازې عوامي نشنل ګوند مظاهرې نه کوي بلکې شاوخوا د هېواد ټول سیاسي ګوندونه مظاهرې کوي.

د هغه په خبره، په پښتونخواه، بلوچستان، سند، پنجاب، اسلام اباد او په ټول پاکستان کې مظاهرې روانې دي.»

عوامي نشنل ګوند دې ټاکنو کې د درغلیو خلاف مظاهرې پیل کړې دي او وايي، دوه ورځې وروسته چارسده کې لاریون کوي.

د دغه ګوند مرستیال مشر امیر حیدر خان هوتي دې ټاکنو کې په خپل پلرني ټاټوبي مردان- کې تر ماتې وروسته د ګوند له مرستیال مشرۍ استعفا ور کړه.

د پاکستان ټاکنې د روانې میاشتې پر اتمه نېټه وشوې. د ټاکنو کمېسون د شمېرو له مخې دې ټاکنو کې د عمران خان پلویانو ۹۲، د نواز شریف ګوند ۷۹ او پیپلز ګوند ۵۴ څوکۍ ګټلې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوندونه پر ګډ حکومت جوړولو هوکړې ته ورسېدل

۲ کب ۱۴۰۲ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۲۶ GMT+۰

د پاکستان مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوندونه پر ګډ حکومت جوړولو هوکړې ته رسېدلي چې له مخې به یې شهباز شریف لومړی وزیر او اصف علي زرداري به ولسمشر وي. د عمران خان ګوند چې ټاکنو کې یې تر دوی ډېرې څوکۍ ګټلې دا ګوندونه یې د ایجنډا په غلا کولو تورن کړي دی.

د پاکستان ټاکنې د روانې میاشتې پر اتمه نېټه وشوې، خو د تمې خلاف د نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ ګوند پکې اکثریت څوکۍ خپلې نه کړې.

د ټاکنو کمېسون د شمېرو له مخې دې ټاکنو کې د عمران خان پلویانو ۹۲، د نواز شریف ګوند ۷۹ او پیپلز ګوند ۵۴ څوکۍ ګټلې دي.

مسلم لیګ نواز ډلې چې تر ټاکنو مخکې یې د اکثریت ګټلو فکر درلود، د پایلو تر اعلان راهیسې له پیپلز سره پر ګډ حکومت خبرې کولې.

د مسلم لیګ د مشر شهباز شریف او د پیپلز ګوند د مشر بلاول بوټو زرداري د تېرې ورځې خبرو کې دواړه ګوندونه هوکړې ته رسېدلي چې له مخې یې شهباز شریف لومړی وزیر او د پیپلز شریک مشر اصف علي زرداري به ولسمشر وي.

د مسلم لیګ او شهباز شریف په دې ګډ حکومت کې متحده قومي مومنټ یا اېم کیو اېم، مسلم لیګ ق او استحکام پاکستان ګوندونه هم برخه لري.

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند پلویانو دې ټاکنو کې د ۹۲ څوکیو ګټلو سره تر ټولو ډېرې څوکۍ ګټلې او د پښتونخوا صوبايی حکومت غوڅ اکثریت لري.

دغه ګوند په ټاکنو کې د درغلیو ادعا کوي او د ګډ حکومت جوړولو په هکله یې د مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوندونو ایتلاف غندلی دی.

تحریک انصاف ګوند خپل اېکس کې دا ډلې د ایجنډا پر غلا کولو تورنې کړې دي.

دغه ګوند چې غړي یې خپلواک نوماندان و، حکومت جوړولی نه شي او په ټاکنو کې د درغلیو په هکله یې مظاهرې پیل کړې دي.

د طالبانو کډوالو وزارت: له ایران او پاکستانه سلګونه افغان کډوال راستانه کړل شوي

۲ کب ۱۴۰۲ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۴، ۰۳:۰۶ GMT+۰

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان او ایرانه سلګونه افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي. دغه وزارت وايي، ۱۸۳ تنه افغان کډوال له پاکستانه او ۱۵۹۳ تنه له ایرانه راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د سې شنبې ورځ د (کب لومړۍ) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۳۳ کورنۍ چې د غړو شمېر ۱۸۳ تنه کیږي د کندهار سپین بولدک او ننګرهار تورخم له لارو هېواد ته راستنې کړل شوي.

دغه وزارت د کندهار د سپین بولدک د سرحدي امريت له قوله لیکلي چې له دغې لارې ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۲ تنه کیږي په جبري ډول له پاکستانه راستانه شوي.

همدارنګه د ننګرهار د تورخم له لارې ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۱ تنه کیږي له پاکستانه په زور را ایستل شوې دي.

یاد وزارت ویلي له پاکستانه راستانه شوي ټول کډوال په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي.

کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.

بلخوا د طالبانو کډوالو وزارت ويلي له ګاونډي هیواد ايران څخه هم یو زر او ۵۹۳ تنه افغان کډوال چې په دوی کې کورنۍ او مجرد کسان شامل و د هرات ولایت اسلام کلا له پولې څخه په خپله خوښه او زور را اړول شوي دي.

دغه وزارت وايي، په دغو راستنو شويو افغان کډوالو کې ۳۵ تنه بې سرپرسته ماشومان هم دي چې په هرات کې د وارچایلډ موسسې ته د دوی د کورنیو تر موندولو پورې ورسپارل شوي دي.

له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دوام لري او په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي و چې تر دې مهاله له پنځو لکو ډیر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

سرچینې: ازبکستان پر افغانستان وارداتي برېښنا په مکمل ډول پرې کړې ده

۱ کب ۱۴۰۲ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۱۵ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت کې دننه څو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې ازبکستان پر افغانستان وارداتي برېښنا په مکمل ډول پرې کړې ده. تېره ورځ طالبانو وویل؛ له ازبکستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا د تخنیکي ستونزو له امله ۵۰ سلنه کمه شوې.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت کې سرچینو زیاته کړه، که څه هم طالبانو د برېښنا د پرچاوي خبره کړې ده؛ خو سرچینې تاییدوي، چې د برېښنا د نه شتون له امله په ولایتونو په مکمل ټول برېښنا قطع شوې ده.

سرچینې زیاتوي تر اوسه د برېښنا د قطع کېدو علت هېڅ روښانه نه دی.

ازبکستان برېښنا په داسې حال کې قطع کوي، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت وویل، چې دغه هېواد ته یې د برېښنا ټول قرضونه ادا کړي دي.

د افغانستان برېښنا ریاست له خوا په خپره شوې خبرتیا کې راغلي، چې د سلواغې په ۳۰مه ازبکستان پر افغانستان ۵۰ سلنه وارداتي برېښنا کمه کړې ده.

دوی زیاتوي؛ د پلازمینې کابل سربېره د خلم او خنجان سب سټېشنونو ترڅنګ د سمنګان، پروان، کاپیسا، پنجشیر، ننګرهار، لغمان، غزني، میدان وردګ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې برېښنا پرچاوۍ ډېرې شوي دي.

افغانستان تر ډېره پر وارداتي برېښنا تکیه کوي او د برېښنا ډېره برخه له ازبکستان او تاجکستان څخه واردوي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی:امریکا په غزه کې اسراییل ته د انسانانو د وژلو جواز ورکوي

۱ کب ۱۴۰۲ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۱۲ GMT+۰

وروسته له هغې چې امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د حماس او اسراییل تر منځ د اوربند درېیم پرېکړه لیک ویټو کړ، د روسیې استازي واسیلي نیبنزیا ویلي، چې واشنګټن اسراییل ته په غزه کې د انسانانو د وژلو جواز ورکوي.

نوموړي ویلي، چې الجزایر د خپل پرېکړه لیک د مسودې د چمتو کولو لپاره په ښه نیت بحثونه تنظیم کړل؛ مګر امریکا د دغه پرېکړه لیک په ویټو کولو سره وویل، چې مسوده خطرناکه ده ځکه چې دا به د روانو خبرو اترو خنډ شي.

د روسیې استازی زیاتوي، چې په حقیقت کې واشنګټن پر دې ټینګار کوي، چې امنیت شورا دې د امریکا په پلانونو کې لاسوهنه ونه کړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې لینډا توماس ګرینفیلډ ویلي، چې د اوربند د پرېکړه لیک تصویبول به د اوسنیو خبرو اترو پر وړاندې خنډ شي.

هغې وویل: "د امنیت شورا هر اقدام باید د دې خبرو اترو سره سم وي، نه د دوی خنډ."

د دې پرېکړه لیک لومړنۍ مسوده د الجزایر له خوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې شوې وه.

ادریس ستانکزی: قطر طالبانو ته پر افغان امنیتي ځواکونو د بریدونو لپاره پېسې ورکولې

۱ کب ۱۴۰۲ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۵۲ GMT+۰

د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د کورنیو چارو وزارت پخوانی سلاکار ادریس ستانکزی وايي، چې په افغاستان کې د قطر سفارت د جګړې لپاره له طالبانو سره مرسته کول او دوه ځله یې پېسې د ملي امنیت له خوا نیول شوې وه. نوموړي وايي، چې یو شمېر اسناد به له نړۍوالو بنسټونو سره شریک کړي.

نوموړي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د سولې په خبرو کې د افغانستان د نفوذ د کمولو لپاره قطر په دغه هېواد کې د افغاستان د جمهوري دولت سفیر په مرموز ډول هم وواژه.

ستانکزی وايي، چې له سقوط څخه څو میاشتې وړاندې د خېبر پښتونخوا په جمرود سیمه کې قطر د طالبانو محلي قوماندانو ته یو نیم میلیون ډالره د سیمه ییزې جګړې د پیاوړتیا په موخه ورکړې وې او له دې پېښې یوازې دوه اونۍ وروسته د ننګرهار په غازي امان الله خان مېنه کې څلور نیم میلیونه ډالر او شپاړلس لکه افغانۍ د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوې وې، چې د قطر په سفارت پورې اړوند وې او دوی هڅه کوله چې طالبانو ته یې انتقال کړي.

هغه زیاته کړه: " په دې دلیل د افغانستان ولسمشر دوه ځله د قطر سفیر له افغانستانه وایسته او د جمهوریت په اخرو ورځو کې ولسمشر غني له قطر سره ټولې اړیکې پرې کړې او دلیل یې دا و، چې قطر د سولې لپاره بې طرفه نه؛ بلکې طرف و".

ادریس ستانکزی زیاتوي، چې د افغانستان په جګړه کې د قطر په اړه پوره اسناد لري او په نېږدې راتلونکي کې به یې له نړۍوالو بنسټونو سره شریک کړي.

قطر یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د افغانستان د جمهوري دولت او طالبانو تر منځ یې د خبرو اترو لپاره د دوحې پروسه پیل کړه او طالبانو ته یې په دوحه کې دفتر ورکړ.

د دوحې پر پروسې نه یوازې دا چې د پخواني جمهوري دولت لوړ رتبه چارواکي نیوکه کوي، بلکې د یادې پروسې د نابشپړ پاتې کېدا په تړاو د امریکا چارواکو هم د پړې ګوته د بایډن حکومت ته نیولې ده.