د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي د ژبو پراختیا باید د قومونو ملي يوالي ته وده ورکړي
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي، دا ډله غواړي «د هېواد ژبو ته داسې وده وکړي، چې د قومونو يووالی رامنځته شي.» د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس وايي، ملا خيرخواه د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په مناسبت غونډه کې زیاته کړه، په افغانستان کې ژبې په «ناسم ډول» کارول شوې دي.
په ورته وخت کې هغه دا روښانه نه کړه، چې ژبې څه ډول « ناسمې استفاده» شوي، خو دغه اژانس د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو مرستيال مولوي ضياء الحق حقمل په حواله وايي، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د ژبې په برخه کې د افغانانو ترمنځ د «بېلوالي» د رامنځته کولو لپاره ډېرې هلې ځلې وشوې.
د هغه په خبره،د طالبانو په بریا سره دا «دسیسه» ناکامه شوه او اوس د هیواد د ټولو ژبو د ودې لپاره هڅې دوام لري.