د ایران ملي جبهه: د ایران راتلونکې ټاکنې دروغجنه صحنه جوړونه ده

د ایران د حاکم نظام مخالفه سیاسي جبهه وايي، چې د دې هېواد راتلونکې ټاکنې «دروغجنه صحنه جوړونه» ده او حکومت د انتصاب لپاره لېست مخکې له مخکې برابر کړی دی.

د ایران د حاکم نظام مخالفه سیاسي جبهه وايي، چې د دې هېواد راتلونکې ټاکنې «دروغجنه صحنه جوړونه» ده او حکومت د انتصاب لپاره لېست مخکې له مخکې برابر کړی دی.
دغې جبهې د پنجشنبې په ورځ یوه بیان کې لیکلي، چې حکومتي او انتصابي شورا، د حکومت د فرمانبردارو او انحصار کوونکو استازو لېست جوړ کړی او له خلکو یې غوښتي چې غوره شویو کسانو ته رایه ورکړي.
د ملي جبهې د بیان له مخې؛ د ګوندونو ازاد حضور، د غونډو ازادي، د مطبوعاتو او رسنیو ازادي، د نوماندۍ د حق رعایت او د هېوادوالو لپاره د خپلې خوښې وړ نوماند ته د رایې ورکولو حق د رښتینو ټاکنو ترسره کولو لپاره اړین شرایط دي.
ملي جبهې زیاته کړه، چې په ایران کې د اسلامي جمهوریت د واکمنۍ په چوکاټ کې د دې شرایطو لپاره ځای نه شته.
دغه سیاسي جوړښت لیکلي، چې په «داسې یوې صحنه» کې برخه نه اخلي.
د اسلامي شورا او د رهبرۍ د کارپوهانو د مجلس ټاکنې به د کب په ۱۱مه نېټه ترسره شي.
ویل کیږي، چې دې ټاکنو کې به ډېر لږ خلک ګډون وکړي او د ایران په تاریخ کې به دا ټاکنې د ګډون له اړخه تر ټولو ټیټه کچه ولري.


په رفح کې د اسراییل بمباریو یو جومات او څو کورونه یې ویجاړ کړي دي، چې اوسیدونکي یې تر ټولو بده شپه بولي. په همدې حال کې د حماس مشر د خبرو اترو لپاره قاهرې ته تللی، هغه څه چې د غزې خلک یې اوربند ته هیله مند کړي، چې په رفح ښار د اسراییل د برید مخه ونیسي.
د وژل شویو کسانو کورنیو لږ تر لږه اوه جسدونه په رفح ښار کې د مصر پولې ته څېرمه په یوه هدیرې کې په ډبرو ایښي وو، چیرې چې د فلسطین د ۲.۳ میلیونه نفوس نیمایي برخه اوس په خیمو کې ژوند کوي.
دینا الشیر چې کور یې په نیمه شپه په یو هوايي برید کې ویجاړ او ورور یې په کې ووژل شوی وايي: "دوی زما نه هغه خلک واخیستل چې ماته ګران وو، دوی زما نه زما د زړه یوه ټوټه واخیسته."
د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرايیل په بریدونو کې ۹۷ کسان وژل شوي او ۱۳۰ نور ټپیان شوي دي؛ خو کېدی شي، چې د وژل شویو او ټپیانو شمېرې تر دې هم لوړې وي، ځکه چې ډېری کسان تر خاورو لاندې پاتې او یا په دغو سیمو کې د ژغورنې عملیات نه دي ترسره شوي.
د اسراییل په بمباریو کې د رفح ښار د الفاروق جومات هم نړېدلی او د چارواکو په وینا؛ د ښار په مرکز او سویل کې اوه کوره هم په دغو بریدونو کې نړېدلي دي.
قاهرې ته د حماس د مشر اسماعیل هنیه سفر د خبرو اترو د دوام او د یو احتمالي اوربند د رامنځته کېدو لپاره هیلې راژوندۍ کړي دي.
ښاغلي هنيه له مصري مرکچیانو سره کتلي؛ خو د دغو کتنو د پایلو په اړه لا څه نه دي ویل شوي.

د برېتانیا حکومت د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې په راتلونکې لسیزه کې خپلو وسله والو ځواکونو ته د بې پیلوټه الوتکو د چمتو کولو لپاره ۴.۵ میلیارده پاونډ (۵.۷ ملیارده ډالره) لګوي. د برېتانیا حکومت دغه پرېکړه وروسته له هغه کړې، چې د اوکراین جګړې د بې پیلوټه الوتکو ارزښت وښوده.
د اوکراین سره د روسیې له جګړې د دوه کلونو په تېرېدو سره داسې ښکاري، چې د بې پېلوټه الوتکو جګړه د روان جنګ یوه مهمه برخه ده او دواړې خواوې هڅه کوي، چې د ټېکنالوژۍ له پلوه برلاسي وي.
د بې پیلوټه الوتکو جوړول ارزانه دي او کولی شي د دښمن تحرکات وڅاري او په دقیقه توګه موخې په نښه کړي.
د برېتانیا د دفاع وزارت ویلي، چې دغه نوې پانګونه به د برېتانیا ځمکنیو، سمندري او هوايي ځواکونو ته د بې پیلوټه الوتکو سپارل ګړندي کړي او دغه الوتکې به د استخباراتو، کشف، څارنې، بریدونو او لوژستیک په برخو کې کارول شوي.
د دفاع وزارت د تدارکاتو مسوول جیمز کارټلیج په یوه اعلامیه کې ویلي: "د اوکراین جګړې د نوو کاریدونکو جنګو وسلو ارزښت وښوده، مونږ هم باید د دغې جګړې سخت درسونه زده کړو او پلي یې کړو. "

د خبریالانو خوندیتوب کمېټه وايي، چې په پاکستان کې اېکس ټولنیزې شبکې ته د خلکو د لاسرسي پر کمېدو اندېښمنه ده. نن شپږمه ورځ ده، چې د پاکستان په مختلفو برخو کې خلک له اېکس شبکې خورا کمه او په سختۍ استفاده کولی شي.
په پاکستان کې د ټاکنو په هکله د درغلیو او پرضد یې د مظاهرو پیلېدو سره هم مهاله پر دغه شبکه محدودیت لګېدلی دی.
د خبریالانو خوندیتوب کمېټه خپل اېکس کې د پاکستان ټاکنو ته په اشاره پر حکومت غږ کوي، چې اېکس ته د خلکو د پوره لاسرسي تضمینولو سره د ټاکنو اړوند مسالو په هکله د رسنیو راپور جوړولو ته اسانتیا برابره کړي.
پاکستان کې د روانې فېبرورۍ پر اتمه ټاکنې وشوې؛ خو یوه ګوند هم پکې اکثریت ونه ګاټه.
عمران خان چې پلویانو یې تر ټولو ډېرې او ۹۲ څوکۍ ګټلې دي په دغو ټاکنو کې د پراخو درغلیو خبره کوي.
پر تحریک انصاف سربېره نور ګوندونه هم ورته ادعا کوي؛ خو له دې سره د پاکستان مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوندونه د ګډ حکومت پر جوړولو هوکړې ته رسېدلي دي.

د پاکستان بندي پخوانی لومړی وزیر له پیسو نړیوال صندوق غواړي، چې له اسلام اباد سره د پور په هکله تر راتلونکو خبرو مخکې وروستیو ټاکنو کې د درغلیو اړوند د خپلواکو پلټنو غوښتنه وکړي. د عمران خان وکیل نن په اسلام اباد کې وویل، چې خان په یوه لیک کې له پیسو نړیوال صندوق دا غوښتنه کوي.
پاکستان تېر دوبی د پیسو نړیوال صندوق په لنډمهالي پور سره د اقتصادي حالت د بدترېدو مخه ونیوله، خو دا پروګرام راتلونکې میاشت ختمېږي او نوی حکومت به د ۳۵۰ میلیارد ډالري اقتصاد د ټیکاو لپاره پر اوږدومهالې هوکړه ور سره خبرې کوي.
عمران خان او ګوند یې وايي وروستیو ټاکنو کې چې یو ګوند هم اکثریت ونه ګاټه درغلي شوې ده.
د عمران خان ملاتړو نوماندانو تر نورو ګوندونو ډېرې څوکۍ ګټلې دي، خو مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوند پر ګډ حکومت هوکړه کړې ده.
د عمران خان وکیل علي ظفر نن د ښاغلي خان له جېل بهر خبریالانو ته وویل: «د عمران خان په لیک کې به موږ دا ډاګیز کړو چې که د پیسو نړیوال صندوق له پاکستان سره خبرې کوي، نو دوی باید د ټاکنو په هکله بې پرې پلټنې هم وکړي.»
علي ظفر وايي، د پیسو نړیوال صندوق او د اروپايي ټولنې په څېر نړیوال بلاکونه یوازې په دې شرط له یو هېواد سره مالي مرسته کوي چې هلته د بې پرې او ازادو ټاکنو په ګډون ښه حکومتولي او ولسواکي وي.
د پاکستان ټاکنو کمېسون په ټاکنو کې د پراخې درغلۍ تورونه ردوي او په دی اړه دوی ته رسېدلي شکایتونه هم ارزوي.
د پاکستان ټاکنې د روانې میلادي میاشتې پر اتمه وشوې چې په نتیجه کې یې د پاکستان تحریک انصاف ګوند ملګرو ۹۲ پارلماني څوکۍ یې ګټلې دي.
په دې ټاکنو کې مسلم لیګ نواز ډلې د ۷۹ څوکیو په ګټلو له پیپلز ګوند سره، چې ۵۴ پارلماني څوکۍ یې ګټلې دي، د ګډ حکومت پر جوړولو کړې ده.

شپږو سرچینو رویټرز اژانس ته ویلي، ایران د تېرې جنورۍ له لومړیو راهیسې روسیې ته له وچې- وچې ته توغېدونکي نږدې ۴۰۰ ځواکمن بالستیک توغندي ور کړي. یوه ایرانۍ سرچینه وايي، د ایران او روسیې دفاعي او امنیتي چارواکو د تېر کال وروستیو کې په تهران او مسکو کې د دې وسلو تړون لاسلیک کړی و.
دریو ایراني سرچینو ویلي، ایران روسیې ته څلور سوه توغندي ور کړي چې د ذوالفقار په څېر د لنډواټنه توغندي هم پکې دي.
د کارپوهانو په خبره، دا توغندي له ۳۰۰ تر ۷۰۰ کیلومترو کې نښه ویشتلی شي.
یوه ایرانۍ پوځي سرچینه وايي، دا توغندي په څلورو جوپو کې مسکو ته لېږل شوي او راتلونکو اونیو کې به نورې جوپې هم واستول شي.
بله ایرانۍ سرچینه وايي، ځینې توغندي د کسپین سمندرګي له لارې په اوبو او نورو په الوتکو کې روسیې ته استول شوي دي.
دا سرچینه وايي، راتلونکي کې به مسکو ته نور توغندي هم واستوي او دوی چې هر چا ته وغواړي دا توغندي ور کولی شي.
د ایران دفاع وزارت او سپاه پاسدران چې د دغه هېواد د بالستیک توغندیو پروګرام یې په لاس کې دی، له رویټرز سره له خبرو ډډه کړې ده.
د سرچینو په خبره، پر تهران او مسکو د واشنګټن د بندیزونو په دوام د دواړو هېوادونو ترمنځ دا پوځي همکاري نوره هم پراخېږي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ایران د توغندیو او ډرون ټیکنالوجۍ پر صادراتو بندیز لګولی دی.
امریکا او اروپايي ټولنې هم منځني ختیځ او روسیې ته د صادراتو په پلمه د ایران د بالستیک توغندیو پر صادراتو بندیز لګولی دی.