• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران روسیې ته سلګونه بالستیک توغندي ور کړي

۳ کب ۱۴۰۲ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۲۷ GMT+۰

شپږو سرچینو رویټرز اژانس ته ویلي، ایران د تېرې جنورۍ له لومړیو راهیسې روسیې ته له وچې- وچې ته توغېدونکي نږدې ۴۰۰ ځواکمن بالستیک توغندي ور کړي. یوه ایرانۍ سرچینه وايي، د ایران او روسیې دفاعي او امنیتي چارواکو د تېر کال وروستیو کې په تهران او مسکو کې د دې وسلو تړون لاسلیک کړی و.

دریو ایراني سرچینو ویلي، ایران روسیې ته څلور سوه توغندي ور کړي چې د ذوالفقار په څېر د لنډواټنه توغندي هم پکې دي.

د کارپوهانو په خبره، دا توغندي له ۳۰۰ تر ۷۰۰ کیلومترو کې نښه ویشتلی شي.

یوه ایرانۍ پوځي سرچینه وايي، دا توغندي په څلورو جوپو کې مسکو ته لېږل شوي او راتلونکو اونیو کې به نورې جوپې هم واستول شي.

بله ایرانۍ سرچینه وايي، ځینې توغندي د کسپین سمندرګي له لارې په اوبو او نورو په الوتکو کې روسیې ته استول شوي دي.

دا سرچینه وايي، راتلونکي کې به مسکو ته نور توغندي هم واستوي او دوی چې هر چا ته وغواړي دا توغندي ور کولی شي.

د ایران دفاع وزارت او سپاه پاسدران چې د دغه هېواد د بالستیک توغندیو پروګرام یې په لاس کې دی، له رویټرز سره له خبرو ډډه کړې ده.

د سرچینو په خبره، پر تهران او مسکو د واشنګټن د بندیزونو په دوام د دواړو هېوادونو ترمنځ دا پوځي همکاري نوره هم پراخېږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ایران د توغندیو او ډرون ټیکنالوجۍ پر صادراتو بندیز لګولی دی.

امریکا او اروپايي ټولنې هم منځني ختیځ او روسیې ته د صادراتو په پلمه د ایران د بالستیک توغندیو پر صادراتو بندیز لګولی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د رسنیو د ازادۍ یو بنسټ په پاکستان کې د اېکس شبکې پرې کېدل وغندل

۳ کب ۱۴۰۲ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۱۵ GMT+۰

د سند د سترې محکمې د سپارښتنې سره هم‌مهاله په پاکستان کې د «ازادۍ شبکې» په نامه یو بنسټ په اېکس شبکې کې د ګډوډۍ د پېښېدو په اړه نېوکې کړې دي.

دغه بنسټ ویلي، چې د پاکستان لنډمهاله حکومت د نا معلومو لاملونو له امله د اېکس په شبکه کې د ګډوډۍ په وجه په دغه ښار کې د بیان پر ازادیو بندیز لګولی.

اېکس شبکه (پخوانی ټوییتر) د سلواغې له ۲۸مې نېټې څخه د پاکستان په ډېرو برخو کې غیرفعاله ده.
په همدې حال کې اکسپرېس تربیون ورځپاڼې ویلي، د پاکستان د سند صوبې سترې محکمې سپارښتنه کړې چې خواله رسنیو ته د لاسرسي په برخه کې دې بندیزونه لرې کړل شي.

د محکمې دوه تنو لوړپوړو قاضیانو ویلي، چې هغوی د پاکستان د ټاکنو په درشل کې په دې اړه خپلې اندېښنې په ډاګه کړې وې.
د نټ بلاکس په نامه یو نړۍوال بنسټ ویلي، چې په پاکستان کې د اېکس شبکې خدمتونه د څلورو ورځو راهیسې «ډېر محدود» شوي دي.

دغه بنسټ ویلي، دغه بندیزونه د شنبې له ورځې کله چې په ټاکنو کې د درغلیو خبره راپورته شوه لګول شوي دي.
نټ بلاکس د چهارشنبې په ورځ په خپلې اېکس پاڼه د دغو بندیزونو د لګولو په اړه لیکلي، دغه بندیزونه « د ډیموکراسۍ او د رسنیو د بیان پر ازادیو زیاتې اغېزې پرې باسي.»
په پاکستان کې ډېر ځله په خلکو کې دغه منل شوې شبکه د یو لړ اعتراضونو وروسته بندېږي، په وروستي ځل هم له هغه مهاله دغه شبکه محدوده شوه چې یو شمېر سیاسي ډلو په پاکستان کې د فبرورۍ په اتمه نېټه د ترسره شویو ټاکنو په بهیر کې د درغلیو ادعاوې وکړې.
معترضین په اعتراضي غونډو کې د خلکو د ورګډولو او سیاستوال بیا د خپلو دریځونو د روښانه کولو په پار له اېکس شبکې ګټه پورته کوي.

برېتانیا د ناوالني د مړینې له امله د روسیې د یوه زندان پر چارواکو بندیزونه ولګول

۲ کب ۱۴۰۲ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۴، ۲۱:۱۲ GMT+۰

برېتانیا د هغه زندان په شپږو چارواکو بندیزونه لګولي، چې د روسیې یو مشهور سیاسي مخالف الکسي ناوالني په کې وژل شوی. د دغه بندیز له مخې؛ د دغو چارواکو شتمنۍ کنګل او برېتانیا ته یې پر سفر بندیز لګول شوی دی.

شمالي قطب ته نږدې د هغه زندان مشر او پنځه مرستیالان یې چې ښاغلی ناوالني پکې بندي و، د برېتانیا له خوا تحریم شوي دي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېویډ کامرون وویل: "هغه کسان چې د ناوالني پر وړاندې د ظالمانه چلند مسوول دي حساب دې ورکړي.»

همدا راز برېتانیا د ناوالني کورنۍ ته د هغه د جسد د سمدستي سپارلو او د بشپړې او شفافې پلټنې غوښتنه کړې ده.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر وویل: «دا څرګنده ده، چې روسي چارواکو ناوالني یو ګواښ ګاڼه او په کراتو یې د هغه د خاموشولو هڅه کړې.»

الکسي ناوالني د جمعې په ورځ (د سواغلې ۲۷مه) په زندان کې مړ شو. د هغه د مړینې خبر په ټوله نړۍ کې پراخ غبرګونونه راوپارول.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د «ناوالني د مړینې مسوول» وباله او وې ویل، چې د پوتین د مشهور مخالف د مړینې له امله به پر روسیې لوی بندیزونه ولګوي.

امیر حیدر خان هوتي: د پاکستان اوسنیو ټاکنو د تېرو ټاکنو د درغلۍ ریکارډ مات کړ

۲ کب ۱۴۰۲ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۲ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا پخوانی سر وزیر او د عوامي نشنل ګوند پخوانی مرستیال مشر امیر حیدر خان هوتي وايي، د پاکستان په تاریخ کې ډېری ټاکنو کې درغلۍ شوې خو د ۲۰۲۴ کال ټولټاکنو د ټولو درغلیو ریکارډ مات کړ.

ښاغلي امیر حیدر خان هوتي نن پېښور کې یوې غوڼدې ته وویل: « نن یوازې عوامي نشنل ګوند مظاهرې نه کوي بلکې شاوخوا د هېواد ټول سیاسي ګوندونه مظاهرې کوي.

د هغه په خبره، په پښتونخواه، بلوچستان، سند، پنجاب، اسلام اباد او په ټول پاکستان کې مظاهرې روانې دي.»

عوامي نشنل ګوند دې ټاکنو کې د درغلیو خلاف مظاهرې پیل کړې دي او وايي، دوه ورځې وروسته چارسده کې لاریون کوي.

د دغه ګوند مرستیال مشر امیر حیدر خان هوتي دې ټاکنو کې په خپل پلرني ټاټوبي مردان- کې تر ماتې وروسته د ګوند له مرستیال مشرۍ استعفا ور کړه.

د پاکستان ټاکنې د روانې میاشتې پر اتمه نېټه وشوې. د ټاکنو کمېسون د شمېرو له مخې دې ټاکنو کې د عمران خان پلویانو ۹۲، د نواز شریف ګوند ۷۹ او پیپلز ګوند ۵۴ څوکۍ ګټلې دي.

سرچینې: ازبکستان پر افغانستان وارداتي برېښنا په مکمل ډول پرې کړې ده

۱ کب ۱۴۰۲ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۱۵ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت کې دننه څو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې ازبکستان پر افغانستان وارداتي برېښنا په مکمل ډول پرې کړې ده. تېره ورځ طالبانو وویل؛ له ازبکستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا د تخنیکي ستونزو له امله ۵۰ سلنه کمه شوې.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت کې سرچینو زیاته کړه، که څه هم طالبانو د برېښنا د پرچاوي خبره کړې ده؛ خو سرچینې تاییدوي، چې د برېښنا د نه شتون له امله په ولایتونو په مکمل ټول برېښنا قطع شوې ده.

سرچینې زیاتوي تر اوسه د برېښنا د قطع کېدو علت هېڅ روښانه نه دی.

ازبکستان برېښنا په داسې حال کې قطع کوي، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت وویل، چې دغه هېواد ته یې د برېښنا ټول قرضونه ادا کړي دي.

د افغانستان برېښنا ریاست له خوا په خپره شوې خبرتیا کې راغلي، چې د سلواغې په ۳۰مه ازبکستان پر افغانستان ۵۰ سلنه وارداتي برېښنا کمه کړې ده.

دوی زیاتوي؛ د پلازمینې کابل سربېره د خلم او خنجان سب سټېشنونو ترڅنګ د سمنګان، پروان، کاپیسا، پنجشیر، ننګرهار، لغمان، غزني، میدان وردګ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې برېښنا پرچاوۍ ډېرې شوي دي.

افغانستان تر ډېره پر وارداتي برېښنا تکیه کوي او د برېښنا ډېره برخه له ازبکستان او تاجکستان څخه واردوي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی:امریکا په غزه کې اسراییل ته د انسانانو د وژلو جواز ورکوي

۱ کب ۱۴۰۲ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۱۲ GMT+۰

وروسته له هغې چې امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د حماس او اسراییل تر منځ د اوربند درېیم پرېکړه لیک ویټو کړ، د روسیې استازي واسیلي نیبنزیا ویلي، چې واشنګټن اسراییل ته په غزه کې د انسانانو د وژلو جواز ورکوي.

نوموړي ویلي، چې الجزایر د خپل پرېکړه لیک د مسودې د چمتو کولو لپاره په ښه نیت بحثونه تنظیم کړل؛ مګر امریکا د دغه پرېکړه لیک په ویټو کولو سره وویل، چې مسوده خطرناکه ده ځکه چې دا به د روانو خبرو اترو خنډ شي.

د روسیې استازی زیاتوي، چې په حقیقت کې واشنګټن پر دې ټینګار کوي، چې امنیت شورا دې د امریکا په پلانونو کې لاسوهنه ونه کړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې لینډا توماس ګرینفیلډ ویلي، چې د اوربند د پرېکړه لیک تصویبول به د اوسنیو خبرو اترو پر وړاندې خنډ شي.

هغې وویل: "د امنیت شورا هر اقدام باید د دې خبرو اترو سره سم وي، نه د دوی خنډ."

د دې پرېکړه لیک لومړنۍ مسوده د الجزایر له خوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې شوې وه.