په سره سمندرګي او باب المندب تنګي کې د حوثي اورپکو بریدونو سوداګریزې بېړۍ ټکنۍ کړي

حوثي اورپکو د سره سمندرګي، عرب او همدارنګه په عدن خلیج کې د اسراییل، امریکا او برېتانیا د بېړیو پر تګ او راتګ بندیز ولګاوه.

حوثي اورپکو د سره سمندرګي، عرب او همدارنګه په عدن خلیج کې د اسراییل، امریکا او برېتانیا د بېړیو پر تګ او راتګ بندیز ولګاوه.
د یمن د حوثي اورپکو تر کنټرول لاندې یوې ادارې اعلان وکړ، چې د سره سمندرګي، د عدن خلیج او له عرب سیند څخه د اسراییلي وګړو یا ادارو پورې د اړونده بېړیو تېرېدل منع دي.
د حوثیانو تر واک لاندې د بشردوستانه عملیاتو د همغږۍ مرکز د بېړیو د بیمې شرکتونو ته په یوې لېږل شوې بیانیه کې ویلي، چې په دې بندیز کې هغه بېړۍ هم شاملې دي، چې امریکایي او برېتانوي وګړو یا ادارو پورې اړوند یا تر بېرغ لاندې وي.
یادې ډلې په دې وروستیو کې په سره سمندرګي او باب المندب تنګي کې سوداګریزې چارې ګډوډې کړي دي.
د حوثي اورپکو له خوا دغه بندیزونه په داسې حال کې لګیږي، چې د برېتانیا سمندري سوداګریز سازمان د پنجشنبې په ورځ د عدن په سویل ختیځ کې پر یوې بېړۍ د حوثي اورپکو د توغندیزو بریدونو خبر ورکړ.
ددغه راپور له مخې؛ په یادې بېړۍ دوه توغندي توغول شوي چې له امله یې په بېړۍ کې اور لګېدنه شوې ده.

په رفح کې د اسراییل بمباریو یو جومات او څو کورونه یې ویجاړ کړي دي، چې اوسیدونکي یې تر ټولو بده شپه بولي. په همدې حال کې د حماس مشر د خبرو اترو لپاره قاهرې ته تللی، هغه څه چې د غزې خلک یې اوربند ته هیله مند کړي، چې په رفح ښار د اسراییل د برید مخه ونیسي.
د وژل شویو کسانو کورنیو لږ تر لږه اوه جسدونه په رفح ښار کې د مصر پولې ته څېرمه په یوه هدیرې کې په ډبرو ایښي وو، چیرې چې د فلسطین د ۲.۳ میلیونه نفوس نیمایي برخه اوس په خیمو کې ژوند کوي.
دینا الشیر چې کور یې په نیمه شپه په یو هوايي برید کې ویجاړ او ورور یې په کې ووژل شوی وايي: "دوی زما نه هغه خلک واخیستل چې ماته ګران وو، دوی زما نه زما د زړه یوه ټوټه واخیسته."
د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرايیل په بریدونو کې ۹۷ کسان وژل شوي او ۱۳۰ نور ټپیان شوي دي؛ خو کېدی شي، چې د وژل شویو او ټپیانو شمېرې تر دې هم لوړې وي، ځکه چې ډېری کسان تر خاورو لاندې پاتې او یا په دغو سیمو کې د ژغورنې عملیات نه دي ترسره شوي.
د اسراییل په بمباریو کې د رفح ښار د الفاروق جومات هم نړېدلی او د چارواکو په وینا؛ د ښار په مرکز او سویل کې اوه کوره هم په دغو بریدونو کې نړېدلي دي.
قاهرې ته د حماس د مشر اسماعیل هنیه سفر د خبرو اترو د دوام او د یو احتمالي اوربند د رامنځته کېدو لپاره هیلې راژوندۍ کړي دي.
ښاغلي هنيه له مصري مرکچیانو سره کتلي؛ خو د دغو کتنو د پایلو په اړه لا څه نه دي ویل شوي.

یوناما په غزني ولایت کې د طالبانو له خوا د دوو کسانو د اعدام په غبرګون وویل، چې ملګري ملتونه د اعدام د مجازاتو مخالف دي.
یوناما د پنجشنبې په ورځ (د کب ۴مه) په خپل اېکس کې لیکلي، چې طالبان دې ژر تر ژره د اعدام مجازات لغوه کړي.
دغې ادارې همداراز لیکلي، چې په عام محضر کې د خلکو اعدام د ژوند له اساسي حق سره په ټکر کې دی.
اخوا د غزني ښار یو شمېر طالب پلوه اوسېدونکو په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو له لوري د یادو دوو کسانو پر اعدام خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې د قصاص حکم عملي کېدل به د جرایمو کچه کمه کړي.
د یادولو ده، چې د طالبانو سترې محکمې نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، چې د غزني ولایت د مرکز د علي لالا کلي د فوټبال په لوبغالي کې د سلګونو کسانو په حضور کې پر دوو کسانو د قصاص حکم عملي شو.
اعدام شوي کسان د میدان وردګو او د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي و.
طالبان په داسې حال کې په افغانستان کې د قصاص او درو حدود عملي کوي، چې پر دغه ډله د بې ګناه وژنو ډېرې ادعاوې شته.
که څه هم په عام محضر کې قصاص او په درو وهل له بشري حقونو سرغړونه بلل کېږي؛ خو طالبان وایي چې شرعي حکم عملي کوي.

د برېتانیا حکومت د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې په راتلونکې لسیزه کې خپلو وسله والو ځواکونو ته د بې پیلوټه الوتکو د چمتو کولو لپاره ۴.۵ میلیارده پاونډ (۵.۷ ملیارده ډالره) لګوي. د برېتانیا حکومت دغه پرېکړه وروسته له هغه کړې، چې د اوکراین جګړې د بې پیلوټه الوتکو ارزښت وښوده.
د اوکراین سره د روسیې له جګړې د دوه کلونو په تېرېدو سره داسې ښکاري، چې د بې پېلوټه الوتکو جګړه د روان جنګ یوه مهمه برخه ده او دواړې خواوې هڅه کوي، چې د ټېکنالوژۍ له پلوه برلاسي وي.
د بې پیلوټه الوتکو جوړول ارزانه دي او کولی شي د دښمن تحرکات وڅاري او په دقیقه توګه موخې په نښه کړي.
د برېتانیا د دفاع وزارت ویلي، چې دغه نوې پانګونه به د برېتانیا ځمکنیو، سمندري او هوايي ځواکونو ته د بې پیلوټه الوتکو سپارل ګړندي کړي او دغه الوتکې به د استخباراتو، کشف، څارنې، بریدونو او لوژستیک په برخو کې کارول شوي.
د دفاع وزارت د تدارکاتو مسوول جیمز کارټلیج په یوه اعلامیه کې ویلي: "د اوکراین جګړې د نوو کاریدونکو جنګو وسلو ارزښت وښوده، مونږ هم باید د دغې جګړې سخت درسونه زده کړو او پلي یې کړو. "

د خبریالانو خوندیتوب کمېټه وايي، چې په پاکستان کې اېکس ټولنیزې شبکې ته د خلکو د لاسرسي پر کمېدو اندېښمنه ده. نن شپږمه ورځ ده، چې د پاکستان په مختلفو برخو کې خلک له اېکس شبکې خورا کمه او په سختۍ استفاده کولی شي.
په پاکستان کې د ټاکنو په هکله د درغلیو او پرضد یې د مظاهرو پیلېدو سره هم مهاله پر دغه شبکه محدودیت لګېدلی دی.
د خبریالانو خوندیتوب کمېټه خپل اېکس کې د پاکستان ټاکنو ته په اشاره پر حکومت غږ کوي، چې اېکس ته د خلکو د پوره لاسرسي تضمینولو سره د ټاکنو اړوند مسالو په هکله د رسنیو راپور جوړولو ته اسانتیا برابره کړي.
پاکستان کې د روانې فېبرورۍ پر اتمه ټاکنې وشوې؛ خو یوه ګوند هم پکې اکثریت ونه ګاټه.
عمران خان چې پلویانو یې تر ټولو ډېرې او ۹۲ څوکۍ ګټلې دي په دغو ټاکنو کې د پراخو درغلیو خبره کوي.
پر تحریک انصاف سربېره نور ګوندونه هم ورته ادعا کوي؛ خو له دې سره د پاکستان مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوندونه د ګډ حکومت پر جوړولو هوکړې ته رسېدلي دي.

د پاکستان بندي پخوانی لومړی وزیر له پیسو نړیوال صندوق غواړي، چې له اسلام اباد سره د پور په هکله تر راتلونکو خبرو مخکې وروستیو ټاکنو کې د درغلیو اړوند د خپلواکو پلټنو غوښتنه وکړي. د عمران خان وکیل نن په اسلام اباد کې وویل، چې خان په یوه لیک کې له پیسو نړیوال صندوق دا غوښتنه کوي.
پاکستان تېر دوبی د پیسو نړیوال صندوق په لنډمهالي پور سره د اقتصادي حالت د بدترېدو مخه ونیوله، خو دا پروګرام راتلونکې میاشت ختمېږي او نوی حکومت به د ۳۵۰ میلیارد ډالري اقتصاد د ټیکاو لپاره پر اوږدومهالې هوکړه ور سره خبرې کوي.
عمران خان او ګوند یې وايي وروستیو ټاکنو کې چې یو ګوند هم اکثریت ونه ګاټه درغلي شوې ده.
د عمران خان ملاتړو نوماندانو تر نورو ګوندونو ډېرې څوکۍ ګټلې دي، خو مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوند پر ګډ حکومت هوکړه کړې ده.
د عمران خان وکیل علي ظفر نن د ښاغلي خان له جېل بهر خبریالانو ته وویل: «د عمران خان په لیک کې به موږ دا ډاګیز کړو چې که د پیسو نړیوال صندوق له پاکستان سره خبرې کوي، نو دوی باید د ټاکنو په هکله بې پرې پلټنې هم وکړي.»
علي ظفر وايي، د پیسو نړیوال صندوق او د اروپايي ټولنې په څېر نړیوال بلاکونه یوازې په دې شرط له یو هېواد سره مالي مرسته کوي چې هلته د بې پرې او ازادو ټاکنو په ګډون ښه حکومتولي او ولسواکي وي.
د پاکستان ټاکنو کمېسون په ټاکنو کې د پراخې درغلۍ تورونه ردوي او په دی اړه دوی ته رسېدلي شکایتونه هم ارزوي.
د پاکستان ټاکنې د روانې میلادي میاشتې پر اتمه وشوې چې په نتیجه کې یې د پاکستان تحریک انصاف ګوند ملګرو ۹۲ پارلماني څوکۍ یې ګټلې دي.
په دې ټاکنو کې مسلم لیګ نواز ډلې د ۷۹ څوکیو په ګټلو له پیپلز ګوند سره، چې ۵۴ پارلماني څوکۍ یې ګټلې دي، د ګډ حکومت پر جوړولو کړې ده.
