په غزني کې د دوو کسانو د اعدام غبرګونونه: ملګري ملتونه د اعدام له مجازاتو سره مخالف دي

یوناما په غزني ولایت کې د طالبانو له خوا د دوو کسانو د اعدام په غبرګون وویل، چې ملګري ملتونه د اعدام د مجازاتو مخالف دي.

یوناما په غزني ولایت کې د طالبانو له خوا د دوو کسانو د اعدام په غبرګون وویل، چې ملګري ملتونه د اعدام د مجازاتو مخالف دي.
یوناما د پنجشنبې په ورځ (د کب ۴مه) په خپل اېکس کې لیکلي، چې طالبان دې ژر تر ژره د اعدام مجازات لغوه کړي.
دغې ادارې همداراز لیکلي، چې په عام محضر کې د خلکو اعدام د ژوند له اساسي حق سره په ټکر کې دی.
اخوا د غزني ښار یو شمېر طالب پلوه اوسېدونکو په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو له لوري د یادو دوو کسانو پر اعدام خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې د قصاص حکم عملي کېدل به د جرایمو کچه کمه کړي.
د یادولو ده، چې د طالبانو سترې محکمې نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، چې د غزني ولایت د مرکز د علي لالا کلي د فوټبال په لوبغالي کې د سلګونو کسانو په حضور کې پر دوو کسانو د قصاص حکم عملي شو.
اعدام شوي کسان د میدان وردګو او د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي و.
طالبان په داسې حال کې په افغانستان کې د قصاص او درو حدود عملي کوي، چې پر دغه ډله د بې ګناه وژنو ډېرې ادعاوې شته.
که څه هم په عام محضر کې قصاص او په درو وهل له بشري حقونو سرغړونه بلل کېږي؛ خو طالبان وایي چې شرعي حکم عملي کوي.


د برېتانیا حکومت د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې په راتلونکې لسیزه کې خپلو وسله والو ځواکونو ته د بې پیلوټه الوتکو د چمتو کولو لپاره ۴.۵ میلیارده پاونډ (۵.۷ ملیارده ډالره) لګوي. د برېتانیا حکومت دغه پرېکړه وروسته له هغه کړې، چې د اوکراین جګړې د بې پیلوټه الوتکو ارزښت وښوده.
د اوکراین سره د روسیې له جګړې د دوه کلونو په تېرېدو سره داسې ښکاري، چې د بې پېلوټه الوتکو جګړه د روان جنګ یوه مهمه برخه ده او دواړې خواوې هڅه کوي، چې د ټېکنالوژۍ له پلوه برلاسي وي.
د بې پیلوټه الوتکو جوړول ارزانه دي او کولی شي د دښمن تحرکات وڅاري او په دقیقه توګه موخې په نښه کړي.
د برېتانیا د دفاع وزارت ویلي، چې دغه نوې پانګونه به د برېتانیا ځمکنیو، سمندري او هوايي ځواکونو ته د بې پیلوټه الوتکو سپارل ګړندي کړي او دغه الوتکې به د استخباراتو، کشف، څارنې، بریدونو او لوژستیک په برخو کې کارول شوي.
د دفاع وزارت د تدارکاتو مسوول جیمز کارټلیج په یوه اعلامیه کې ویلي: "د اوکراین جګړې د نوو کاریدونکو جنګو وسلو ارزښت وښوده، مونږ هم باید د دغې جګړې سخت درسونه زده کړو او پلي یې کړو. "

د خبریالانو خوندیتوب کمېټه وايي، چې په پاکستان کې اېکس ټولنیزې شبکې ته د خلکو د لاسرسي پر کمېدو اندېښمنه ده. نن شپږمه ورځ ده، چې د پاکستان په مختلفو برخو کې خلک له اېکس شبکې خورا کمه او په سختۍ استفاده کولی شي.
په پاکستان کې د ټاکنو په هکله د درغلیو او پرضد یې د مظاهرو پیلېدو سره هم مهاله پر دغه شبکه محدودیت لګېدلی دی.
د خبریالانو خوندیتوب کمېټه خپل اېکس کې د پاکستان ټاکنو ته په اشاره پر حکومت غږ کوي، چې اېکس ته د خلکو د پوره لاسرسي تضمینولو سره د ټاکنو اړوند مسالو په هکله د رسنیو راپور جوړولو ته اسانتیا برابره کړي.
پاکستان کې د روانې فېبرورۍ پر اتمه ټاکنې وشوې؛ خو یوه ګوند هم پکې اکثریت ونه ګاټه.
عمران خان چې پلویانو یې تر ټولو ډېرې او ۹۲ څوکۍ ګټلې دي په دغو ټاکنو کې د پراخو درغلیو خبره کوي.
پر تحریک انصاف سربېره نور ګوندونه هم ورته ادعا کوي؛ خو له دې سره د پاکستان مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوندونه د ګډ حکومت پر جوړولو هوکړې ته رسېدلي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې غونډې ته غبرګون کې وايي: «دنیاوالو موږ ته د خپل ځان په نظر کتل.» ملګرو ملتونو طالبان هم دې غونډې ته ور بللي وو، چې تېره یکشنبه او دوشنبه تر سره شوه، خو دوی پکې له ګډون ډډه وکړه.
د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو او د افغان مداني فعالانو ګډون هغه څه بلل کېږي چې له امله یې طالبانو په دې غونډه کې ګډون ونه کړ.
سراج الدین حقاني نن د خوست په مرکزي دارالایتام کې فراغت غونډې ته وینا کې د دوحې غونډې ته په اشاره وویل: «په دوحه کې چې کومه غونډه وه، دلته چې د اسلامي امارت مشرتابه کومه پرېکړه دوی ته وړاندې کړې وه، دنیاوالو موږ ته د خپل ځان په نظر کتل چې را ځئ پر دغو شرایطو به راځئ. د امارت اسلامي مشرتابه وویل چې لکه تر اوسه یې دماغ خپل ځای ته نه دي راغلي.»
ټاکلې وه چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې غونډه کې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی هم وټکل شي، خو داسې ونه شول.
ویل کېږي ایران، چین او روسیې له دغه استازي سره پر مخالف سربېره نورو غړو ته دا پیغام هم ور کړ چې اوسنیو شرایطو کې به د داسې کس ګومارل له طالبانو سره تعامل لا سخت کړي.
له بلې خوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سره نن د ملګرو ملتونو د یوناما مشرې کتلي دي.
طالبانو د روزا اوتنبایوا له قوله وايي، د ملګرو ملتونو سرمنشي ورته ویلي، د افغانستان لپاره داسې استازی نه ټاکي چې له طالبانو سره یې تعامل پېچلی کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزرات په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې ادارې یا یوناما د مشرې په حواله وايي، ملګري ملتونه د ځانګړي استازي په ټاکلو کې داسې څه نه کوي چې اړیکې یې له طالبانو سره پیچلې شي. طالبان وايي روزا اوتنبایوا دا خبره له امیرخان متقي سره لیدنه کې کړې ده.
دغه وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره د دوحې د وروستۍ ناستې د همغږي کوونکي پر ارزونې او وړاندیزونو او همدارنګه د طالبانو او ملګرو ملتونو ترمنځ د راتلونکي تعامل په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مېرمن اتنبایوا له قوله لیکلي، د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې له «افغان حکومت سره باید سلامشورې وشي.»
د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې امیر خان متقي بیا ویلي، چې د دوحې ناسته یې له نږدې څارله او دې ناستې کومه ځانګړې پایله نه درلوده.
ښاغلي متقي ویلي، چې د ناستو د موثریت لپاره باید له کابل سره پر وخت د ټولو مسایلو په اړه هراړخیزې سلامشورې وشي.
دغه وزارت د یوناما د مشرې په حواله همداراز لیکلي، چې که د دوحې د ناستې ګډونوال هېوادونه سره سلا شي، د افغانستان په اړه به نورې ناستې هم وشي.
مېرمن اتنبایوا ویلي، چې د دوحې ناستې ګډونوالو له طالبانو سره د تعامل پر دوام ټینګار کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له لوري د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره طالبان مخالف دي.
د دوحې ناسته د روانې اونۍ د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د سیمې په ګډون د نړۍ د ۲۵ هېوادونو د استازو په حضور سره ترسره شوه.
په دې غونډه کې طالبانو د خپلو شرطونو د نه منل کیدو له امله برخه وانخیسته.

د پاکستان بندي پخوانی لومړی وزیر له پیسو نړیوال صندوق غواړي، چې له اسلام اباد سره د پور په هکله تر راتلونکو خبرو مخکې وروستیو ټاکنو کې د درغلیو اړوند د خپلواکو پلټنو غوښتنه وکړي. د عمران خان وکیل نن په اسلام اباد کې وویل، چې خان په یوه لیک کې له پیسو نړیوال صندوق دا غوښتنه کوي.
پاکستان تېر دوبی د پیسو نړیوال صندوق په لنډمهالي پور سره د اقتصادي حالت د بدترېدو مخه ونیوله، خو دا پروګرام راتلونکې میاشت ختمېږي او نوی حکومت به د ۳۵۰ میلیارد ډالري اقتصاد د ټیکاو لپاره پر اوږدومهالې هوکړه ور سره خبرې کوي.
عمران خان او ګوند یې وايي وروستیو ټاکنو کې چې یو ګوند هم اکثریت ونه ګاټه درغلي شوې ده.
د عمران خان ملاتړو نوماندانو تر نورو ګوندونو ډېرې څوکۍ ګټلې دي، خو مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوند پر ګډ حکومت هوکړه کړې ده.
د عمران خان وکیل علي ظفر نن د ښاغلي خان له جېل بهر خبریالانو ته وویل: «د عمران خان په لیک کې به موږ دا ډاګیز کړو چې که د پیسو نړیوال صندوق له پاکستان سره خبرې کوي، نو دوی باید د ټاکنو په هکله بې پرې پلټنې هم وکړي.»
علي ظفر وايي، د پیسو نړیوال صندوق او د اروپايي ټولنې په څېر نړیوال بلاکونه یوازې په دې شرط له یو هېواد سره مالي مرسته کوي چې هلته د بې پرې او ازادو ټاکنو په ګډون ښه حکومتولي او ولسواکي وي.
د پاکستان ټاکنو کمېسون په ټاکنو کې د پراخې درغلۍ تورونه ردوي او په دی اړه دوی ته رسېدلي شکایتونه هم ارزوي.
د پاکستان ټاکنې د روانې میلادي میاشتې پر اتمه وشوې چې په نتیجه کې یې د پاکستان تحریک انصاف ګوند ملګرو ۹۲ پارلماني څوکۍ یې ګټلې دي.
په دې ټاکنو کې مسلم لیګ نواز ډلې د ۷۹ څوکیو په ګټلو له پیپلز ګوند سره، چې ۵۴ پارلماني څوکۍ یې ګټلې دي، د ګډ حکومت پر جوړولو کړې ده.