روسیې ادعا کړې چې د اوکراین دوه میګ - ۲۹ جنګي الوتکې یې رانسکورې کړې دي

د روسیې دفاع وزارت د شنبې په ورځ ادعا کړې چې د اوکراین دوه میګ – ۲۹ ډوله جنګي الوتکې یې په دونیتسک په سیمه کې د هوايي دفاعي سیسټم پر مټ رانسکورې کړي دي.

د روسیې دفاع وزارت د شنبې په ورځ ادعا کړې چې د اوکراین دوه میګ – ۲۹ ډوله جنګي الوتکې یې په دونیتسک په سیمه کې د هوايي دفاعي سیسټم پر مټ رانسکورې کړي دي.
دغه وزارت ویلي، چې په امریکا کې جوړ شوي د JDAM هوايي بم او دوه HIMARS راکټونه یې هم هدف ته له رسیدو مخکې ویجاړ کړي دي.
په دغه اعلامیه کې راغلي، چې کییف په دونیتسک کې پر څلورو میشت ځایونو د بې پیلوټه الوتکو پراخ برید کړی، خو د روسیې له خوا یې ۹۲ بې پیلوټه الوتکې ویجاړې شوې دي.
روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۴ مه نیټه پر اوکراین خپل بشپړ یرغل پیل کړی او د دوه کالو راهیسې د دغه هیواد پراخې سیمې نیولې او په زرګونو کسان یې وژلي دي.


د امریکا د امنیت شورا ویاند ویلي، چې دغه هیواد «د غزې د پراخوالي پر کمولو باور نه لري. موږ نه غواړو له غزې بهر د فلسطینیانو جبري بې ځایه کېدل وګورو او همدا ډول نه غواړو غزه د حماس تر واک لاندې وګورو.»
دا څرګندونې وروسته له هغې شوي، چې د اسراییلو لومړي وزیر تر جګړې وروسته د غزې په اړه خپل پلان وړاندې کړ.
د امریکا د امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي، چې واشنګټن «له خپلو اسراییلي سیالانو» سره په دوامداره توګه په دې اړه چې تر جګړې وروسته غزې کې څه ته اړتیا ده، رڼې خبرې کړي دي.
ښاغلي کربي وویل: « د فلسطین خلک باید د د رامنځ که کیدونکو فلسطیني تشکیلاتو له لارې د رای او غږ اوچتولو حق ولري.»
سپینې ماڼۍ د حوثيانو د بریدونو په اړه هم ویلي، چې د ایران له ملاتړه برخمنه دغه ډله د تېر په څېر د پرلپسې بریدونو د ترسره کولو توان نه لري.
په غزه کې د حماس د واک د بدلولو او د عامه نظم د ساتلو په پلان کې، نتنیاهو د هغو سیمه ایزو استازو سره د همکارۍ وړاندیز کړی چې د هیوادونو یا ترهګرو ډلو سره تړاو نلري او مالي ملاتړ یې نه کیږي.
تر دې مخکې د اسراییلو د دفاع وزیر یواو ګالانت ویلي وو، چې د غزې ملکي اداره به ځايي چارواکو ته وسپاري.
په همدې مهال د نتانیاهو پلان کې په مستقيم ډول په غزه کې د حماس د بديل په توګه فلسطيني ادارې ته اشاره نه ده کړې.
دا پلان په سمدستي توګه د فلسطیني ادارې د چارواکو لخوا رد او نامکامه بلل شوی و.

دوه کاله وړاندې په همدې ورځ (د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ ۲۴مه) د روسیې پوځ له هوا، ځمکې او سمندر څخه پر اوکراین برید وکړ، چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې تر ټولو ستره جګړه بلل کیږي. دلته، د انځورونو ټولګه وګورئ چې انځورګرانو د جګړې له صحنو څخه نړۍ ته لیږلي.
د اوکراین جګړه په ټوله نړۍ کې د اقتصادي ناامنۍ او د روسیې د انزوا لامل شوه. په داسې حال کې چې دغه برید په پیل کې له اوکراین سره د لویدیځو متحدینو عمومي او بشپړ ملاتړ راوپاراوه. په دې ورځو کې له کییف سره د پوځي مرستو د اندازې او مودې په اړه په اروپا او امریکا کې د اختلافاتو کیسې د شونډو پر سر دي.

اوس چې له هغې ورځې دوه کاله تېر شوي، د اوکرایین پر خاوره د مسکو بریدونو پراخ او زیات شوي دي او کییف هم هڅه کوي چې خپلې دفاعي کرښې پیاوړی کړي. څو ورځې مخکې، د اوکراین پوځ د دې هېواد په ځتیځ کې له یوه مهم ښار اودیوکا څخه ووتل، چې مسکو ته یې د لا پرمختګ لار هواره کړه.

د اوکراين په دوه کلنه جګړه کې د ويجاړولو او زيانونو اندازه په بې سارې ده. د نړۍوال بانک د یوې څیړنې له مخې، د اوکراین د اقتصاد بیا رغول ممکن تر ۵۰۰ میلیون ډالرو پورې لګښت ولري.






د اسټرالیا په ویکتوریا ایالت کې د شنبې په ورځ اورلګېدنه له کنټروله وتلي او چارواکو د دغه ایالت په لوېدیځ کې د هغو سلګونو کورونو د تخليې لپاره نوی خبرداری خپور کړی چې هلته د خطر کچه تر ټولو لوړه ده.
دغه بیړنی خبرداری د شنبې په ورځ په یو بل ځنګل کې د اورلګیدنې کچې تر ټیټیدو وروسته خپور شوی چې د اونۍ په سر کې پیل شوې وه او له امله یې د خلکو څاروي وژل شوي، کورونه ویجاړ شوي او تر ۲ زره کسان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.
دغو بې ځایه شويو کسانو، د ملبورن په لویدیځ کې بلارات ښار ته پناه وړې ده.
دغه نوی اور د امفیتیټر ښارګوټي کې لګېدلی چې ۲۲۳ کسان پکې ژوند کوي.
د بیړنو حالاتو ادارې په خپله ویب پاڼه لیکلي: "مخکې له دې چې وضعیت خطرناک شي، د کورونو سمدستي پریښودل تر ټولو خوندي انتخاب دی”
دغې ادارې زیاته کړې چې اورلګیدنه تر کنټرول وتلې ده.
د اسټرالیا ای بی سی رسنۍ د شنبې په ورځ راپور ورکړی چې په دې اونۍ کې د ویکتوریا ایالت کې د ځنګلي اورلګیدنې له امله درې کورونه او څو ودانۍ ویجاړې شوې دي.
شاوخوا ۱۰۰۰ اور وژونکي چې له ۵۰ څخه زیاتې د اوروژنې الوتکې یې ملاتړ کوي، د دغې اورلګیدنې د کنټرولولو هڅه کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، ډېر ژر به د ډیورنډ کرښې د ټولو دروازو په هکله د اړوند سیمو په اتحاد لوی ګام پورته کړي. منظور پښتین دا خبره پرون د سوېلي وزیرستان د انګوره اډې پرلت ته کړې چې د چمن پرلت په څېر پر ډیورنډ کرښه د تګ را تګ لپاره د پاسپورټ د عملي کولو پرضد روان دی.
د چمن پرلت په څېر د انګور اډې پرلت هم د پاکستان له حکومت غواړي چې له افغانستان سره پر دغه لار د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ له عملي کولو په شا شي.
دا پرلت د ۲۰۲۳ کال د نومبر له ۱۲ پیل شوی، خو لا هم صوبايي یا مرکزي حکومت د چمن د پرلتوالو په څېر د دغه پرلت غوښتنې نه دي منلې.
منظور پښتین پرون دغه پرلت ته وینا کې ویلي چې د دې او چمن پرلت ملاتړ کوي او ور سره ولاړ دی.
نوموړي تر دې وینا وروسته خپل فیسبوک کې لیکلي: انشاءالله ډیر زر به د ډیورنډ لائن ټولو ګیټونو په هکله د ټولو سیمو په اتحاد یو لوئ عمل مخ ته راوړو چې د ستونزې حل شی.
د هغه په خبره، د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو د خلکو ترمنځ په پاسپورټ تګ را تګ ممکن نه دی.
منظور پښتین پرلتوالو ته دا هم ویلي چې د اسلام اباد سړکونه بند نه کړي، تر هغه یې غوښتنې نه منل کېږي.
هغه د چمن او انګور اډې له پرلتوالو غوښتي چې اسلام اباد کې د جنرالانو او وزیرانو سړکونه وتړي او په دې برخه کې به دی هم ور سره ولاړ وي.

پاکستاني چارواکو د جیش العدل د قوماندان د وژل کېدو په اړه د ایراني رسنیو د راپور په تړاو ضد او نقیص څرګندونې کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې ویلي، د پاکستان په خاوره کې داسې کومه پېښه نه ده شوې، خو د بلوچستان ځايي چارواکي وايي، اسماعیل شاهبخش په برید کې ټپي شوی.
د ایران د مهر خبري اژانس د جمعې په ورځ خبر ورکړ، چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو اسماعیل شاهبخش د پاکستان په خاوره کې له پولې هاخوا په یوه برید کې وژلی دی.
البته څو ساعته وروسته د ایران حکومت ته نږدې دهې خبري اژانس له خپل راپور څخه د «پاکستان خاوره» کلمه لرې کړه.
د دغه راپور له خپرېدو یوه ورځ وروسته د پاکستان د بلوچستان ایالت سیمه ییزو چارواکو وویل، د جیش العدل ۴۸ کلن قوماندان چې د ایران د زاهدان اوسېدونکی دی، ټپي شوی دی.
دوی تایید کړه، چې د پنجشنبې او جمعې تر منځ د بلوچستان د چاقای په سیمه کې ایران ته نژدې د اسماعیل شاهبخش په شخصي موټر د ایران د امنیتي ادارې پټو استخباراتي ځواکونو ډزې وکړې.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې یوې باوري سرچینې په دغه هېواد کې د جیش العدل د یوه قوماندان د وژل کېدو راپورونه رد کړل. دغې سرچینې د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې وویل: دا ډول پېښه په پاکستان کې نه ده شوې.
مهر خبری اژانس وایی د ایران امنیتی ځواکونو د جمعې په ورځ په پاکستان کښې د جیش العدل ډلې یو قوماندان وژلی دی .
د دغه خبری اژانس د خبر له مخې «اسماعیل شاهبخش» او د هغه ملګری د ایران له امنیتی ځواکونو سره په وسله واله نښته کښې وژل شوی دی.
مهر خبری اژانس لیکلی چې اسماعیل شاهبخش د جیش العدل ډلې له مشرانو څخه وو او هغه د «جندالله» ډلې د مشر عبدالمالک ریګی د نیول کیدو د کلیزې په مناسبت ووژل شو.