• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پوتین له برید دوه کاله وروسته؛ انځور اخیستونکي د اوکراین جګړې ته له کومې زاویې ګوري؟

۵ کب ۱۴۰۲ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۱۵ GMT+۰تازه شوی: ۵ کب ۱۴۰۲ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۰۲ GMT+۰

دوه کاله وړاندې په همدې ورځ (د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ ۲۴مه) د روسیې پوځ له هوا، ځمکې او سمندر څخه پر اوکراین برید وکړ، چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې تر ټولو ستره جګړه بلل کیږي. دلته، د انځورونو ټولګه وګورئ چې انځورګرانو د جګړې له صحنو څخه نړۍ ته لیږلي.

د اوکراین جګړه په ټوله نړۍ کې د اقتصادي ناامنۍ او د روسیې د انزوا لامل شوه. په داسې حال کې چې دغه برید په پیل کې له اوکراین سره د لویدیځو متحدینو عمومي او بشپړ ملاتړ راوپاراوه. په دې ورځو کې له کییف سره د پوځي مرستو د اندازې او مودې په اړه په اروپا او امریکا کې د اختلافاتو کیسې د شونډو پر سر دي.

هم مهاله چې روسي ځواکونه د کیف په لور پرمختګ کوي، د اوکراین ملي ګارډ سرتېري د ښار په مرکز کې ځای پر ځای کیږي - د فېبرورۍ ۲۵مه، ۲۰۲۲
100%
هم مهاله چې روسي ځواکونه د کیف په لور پرمختګ کوي، د اوکراین ملي ګارډ سرتېري د ښار په مرکز کې ځای پر ځای کیږي - د فېبرورۍ ۲۵مه، ۲۰۲۲

اوس چې له هغې ورځې دوه کاله تېر شوي، د اوکرایین پر خاوره د مسکو بریدونو پراخ او زیات شوي دي او کییف هم هڅه کوي چې خپلې دفاعي کرښې پیاوړی کړي. څو ورځې مخکې، د اوکراین پوځ د دې هېواد په ځتیځ کې له یوه مهم ښار اودیوکا څخه ووتل، چې مسکو ته یې د لا پرمختګ لار هواره کړه.

کییف ته نږدې له ډزور وروسته له یوې سیمې لوخړې او اور پورته شوی – فېبرورۍ ۲۶مه، ۲۰۲۲
100%
کییف ته نږدې له ډزور وروسته له یوې سیمې لوخړې او اور پورته شوی – فېبرورۍ ۲۶مه، ۲۰۲۲

د اوکراين په دوه کلنه جګړه کې د ويجاړولو او زيانونو اندازه په بې سارې ده. د نړۍوال بانک د یوې څیړنې له مخې، د اوکراین د اقتصاد بیا رغول ممکن تر ۵۰۰ میلیون ډالرو پورې لګښت ولري.

د هوایی برید خبرتیا خپریږي او خلک د ویجاړې شوې ودانۍ څنګ ته پناه اخلي - د فېبرورۍ ۲۶مه، ۲۰۲۲
100%
د هوایی برید خبرتیا خپریږي او خلک د ویجاړې شوې ودانۍ څنګ ته پناه اخلي - د فېبرورۍ ۲۶مه، ۲۰۲۲
اوکراینۍ ښځه د خپلې ۷۵ کلنې خواښې د جسد تر څنګ ده، چې د روسیې په برید کې وژل شوې - د جولای ۹مه، ۲۰۲۲
100%
اوکراینۍ ښځه د خپلې ۷۵ کلنې خواښې د جسد تر څنګ ده، چې د روسیې په برید کې وژل شوې - د جولای ۹مه، ۲۰۲۲
اوکرایني سرتېری چې د جګړې لومړۍ کرښې ته روان دی د اورګاډي تمځي کې له خپلې معشوقې خدای پاماني اخلي د مارچ ۹ه، ۲۰۲۲
100%
اوکرایني سرتېری چې د جګړې لومړۍ کرښې ته روان دی د اورګاډي تمځي کې له خپلې معشوقې خدای پاماني اخلي د مارچ ۹ه، ۲۰۲۲
اوکراینۍ ماشومه په درهاچي ښار کې د یوې ویجاړې شوې کولتوري مانۍ څنګ ته د خپله هېواد له ملي بیرغ سره- جون ۱۷مه، ۲۰۲۳
100%
اوکراینۍ ماشومه په درهاچي ښار کې د یوې ویجاړې شوې کولتوري مانۍ څنګ ته د خپله هېواد له ملي بیرغ سره- جون ۱۷مه، ۲۰۲۳
د کیف یوه اوسیدونکې د یوې ودانۍ تر څنګ ، چیرې چې کور یې د روسي ځواکونو په برید کې ویجاړه شوی، د خپل سپي سره ناسته ده – د فېبرورۍ ۷مه، ۲۰۲۴
100%
د کیف یوه اوسیدونکې د یوې ودانۍ تر څنګ ، چیرې چې کور یې د روسي ځواکونو په برید کې ویجاړه شوی، د خپل سپي سره ناسته ده – د فېبرورۍ ۷مه، ۲۰۲۴

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

اسټرالیا کې د اور تر بې کنټروله کېدو وروسته چارواکو له سلګونو کسانو غوښتي چې سیمه پرېږدي

۵ کب ۱۴۰۲ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۵ GMT+۰

د اسټرالیا په ویکتوریا ایالت کې د شنبې په ورځ اورلګېدنه له کنټروله وتلي او چارواکو د دغه ایالت په لوېدیځ کې د هغو سلګونو کورونو د تخليې لپاره نوی خبرداری خپور کړی چې هلته د خطر کچه تر ټولو لوړه ده.

دغه بیړنی خبرداری د شنبې په ورځ په یو بل ځنګل کې د اورلګیدنې کچې تر ټیټیدو وروسته خپور شوی چې د اونۍ په سر کې پیل شوې وه او له امله یې د خلکو څاروي وژل شوي، کورونه ویجاړ شوي او تر ۲ زره کسان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

دغو بې ځایه شويو کسانو، د ملبورن په لویدیځ کې بلارات ښار ته پناه وړې ده.

دغه نوی اور د امفیتیټر ښارګوټي کې لګېدلی چې ۲۲۳ کسان پکې ژوند کوي.

د بیړنو حالاتو ادارې په خپله ویب پاڼه لیکلي: "مخکې له دې چې وضعیت خطرناک شي، د کورونو سمدستي پریښودل تر ټولو خوندي انتخاب دی”

دغې ادارې زیاته کړې چې اورلګیدنه تر کنټرول وتلې ده.

د اسټرالیا ای بی سی رسنۍ د شنبې په ورځ راپور ورکړی چې په دې اونۍ کې د ویکتوریا ایالت کې د ځنګلي اورلګیدنې له امله درې کورونه او څو ودانۍ ویجاړې شوې دي.

شاوخوا ۱۰۰۰ اور وژونکي چې له ۵۰ څخه زیاتې د اوروژنې الوتکې یې ملاتړ کوي، د دغې اورلګیدنې د کنټرولولو هڅه کوي.

منظور پښتین: د ډیورنډ کرښې د ټولو دروازو په هکله د ټولو سیمو په اتحاد لوی ګام پورته کوو

۵ کب ۱۴۰۲ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۳۶ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، ډېر ژر به د ډیورنډ کرښې د ټولو دروازو په هکله د اړوند سیمو په اتحاد لوی ګام پورته کړي. منظور پښتین دا خبره پرون د سوېلي وزیرستان د انګوره اډې پرلت ته کړې چې د چمن پرلت په څېر پر ډیورنډ کرښه د تګ را تګ لپاره د پاسپورټ د عملي کولو پرضد روان دی.

د چمن پرلت په څېر د انګور اډې پرلت هم د پاکستان له حکومت غواړي چې له افغانستان سره پر دغه لار د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ له عملي کولو په شا شي.

دا پرلت د ۲۰۲۳ کال د نومبر له ۱۲ پیل شوی، خو لا هم صوبايي یا مرکزي حکومت د چمن د پرلتوالو په څېر د دغه پرلت غوښتنې نه دي منلې.

منظور پښتین پرون دغه پرلت ته وینا کې ویلي چې د دې او چمن پرلت ملاتړ کوي او ور سره ولاړ دی.

نوموړي تر دې وینا وروسته خپل فیسبوک کې لیکلي: انشاءالله ډیر زر به د ډیورنډ لائن ټولو ګیټونو په هکله د ټولو سیمو په اتحاد یو لوئ عمل مخ ته راوړو چې د ستونزې حل شی.

د هغه په خبره، د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو د خلکو ترمنځ په پاسپورټ تګ را تګ ممکن نه دی.

منظور پښتین پرلتوالو ته دا هم ویلي چې د اسلام اباد سړکونه بند نه کړي، تر هغه یې غوښتنې نه منل کېږي.

هغه د چمن او انګور اډې له پرلتوالو غوښتي چې اسلام اباد کې د جنرالانو او وزیرانو سړکونه وتړي او په دې برخه کې به دی هم ور سره ولاړ وي.

د جیش العدل د قوماندان د وژل کېدو د راپور په اړه د پاکستاني چارواکو ضد او نقیض څرګندونې

۵ کب ۱۴۰۲ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۲۰ GMT+۰

پاکستاني چارواکو د جیش العدل د قوماندان د وژل کېدو په اړه د ایراني رسنیو د راپور په تړاو ضد او نقیص څرګندونې کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې ویلي، د پاکستان په خاوره کې داسې کومه پېښه نه ده شوې، خو د بلوچستان ځايي چارواکي وايي، اسماعیل شاهبخش په برید کې ټپي شوی.

د ایران د مهر خبري اژانس د جمعې په ورځ خبر ورکړ، چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو اسماعیل شاهبخش د پاکستان په خاوره کې له پولې هاخوا په یوه برید کې وژلی دی.

البته څو ساعته وروسته د ایران حکومت ته نږدې دهې خبري اژانس له خپل راپور څخه د «پاکستان خاوره» کلمه لرې کړه.

د دغه راپور له خپرېدو یوه ورځ وروسته د پاکستان د بلوچستان ایالت سیمه ییزو چارواکو وویل، د جیش العدل ۴۸ کلن قوماندان چې د ایران د زاهدان اوسېدونکی دی، ټپي شوی دی.

دوی تایید کړه، چې د پنجشنبې او جمعې تر منځ د بلوچستان د چاقای په سیمه کې ایران ته نژدې د اسماعیل شاهبخش په شخصي موټر د ایران د امنیتي ادارې پټو استخباراتي ځواکونو ډزې وکړې.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې یوې باوري سرچینې په دغه هېواد کې د جیش العدل د یوه قوماندان د وژل کېدو راپورونه رد کړل. دغې سرچینې د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې وویل: دا ډول پېښه په پاکستان کې نه ده شوې.

مهر خبری اژانس وایی د ایران امنیتی ځواکونو د جمعې په ورځ په پاکستان کښې د جیش العدل ډلې یو قوماندان وژلی دی .

د دغه خبری اژانس د خبر له مخې «اسماعیل شاهبخش» او د هغه ملګری د ایران له امنیتی ځواکونو سره په وسله واله نښته کښې وژل شوی دی.

مهر خبری اژانس لیکلی چې اسماعیل شاهبخش د جیش العدل ډلې له مشرانو څخه وو او هغه د «جندالله» ډلې د مشر عبدالمالک ریګی د نیول کیدو د کلیزې په مناسبت ووژل شو.

د روسیې د برید دویمه کلیزه؛ څلور لوېدیز مشران له اوکراین سره د پیوستون لپاره کیف ته تللي

۵ کب ۱۴۰۲ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۵۸ GMT+۰

د ایټالیا، کاناډا او بلجیم لومړی وزیران د اروپايي کمېسیون له رییس سره یوځای نن کیف ته ورسیدل، چې د اوکراین د جګړې د دوهمې کلیزې په مناسبت د پیوستون څرګندونه وکړي. د جمعې په ورځ د امریکا لخوا پر روسیې نوي او پراخ بندیزونه ولګول شول.

په کیف کې د دغو مشرانو حضور په داسې حال کې له اوکراین سره د مرستې لپاره د لویدیځ پر ژمنو ټینګار دی، چې دغه هېواد د پوځي تجهیزاتو له زیاتېدونکي کمښت سره مخ دی.

دې کار د مسکو پر وړاندې د جګړې په ډګر کې د کیف چارې اغېزمنې کړې دی.

د اروپایی کمېسیون مشر فون در لاین په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې هغه په ​​کیف کې د اوکراین د خلکو د "غیر معمولي مقاومت" د لمانځلو لپاره و او زیاته یې کړه: "موږ هر وخت ډیر په کلکه د اوکراین په مالي، اقتصادي، نظامي او ملاتړ کې یو. له اخلاقي پلوه." "موږ تر هغه ولاړ یو ترڅو دا هیواد په پای کې ازاد شي."

تمه ده، چې د ایټالیا لومړی وزیر جورجیا میلوني او د کاناډا لومړی وزیر جسټن ټروډو به د خپل لنډ سفر په ترڅ کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړي.

دغه تړونونه له اوکراین سره د فرانسې او جرمني د میلیاردونو ډالرو په ارزښت له وروستیو امنیتي تړونونو او قراردادونو سره مل دي.

په همدې حال کې، د ۶۱ ملیارد ډالرو مرستې، چې جو بایډن ژمنه کړې وه د متحده ایالاتو په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو لخوا بنده شوې، چې د کیف په هیلو کې یې د پام وړ خنډ اچولی، چې د روسیې ډیر لوی او ښه سمبال پوځ په شا کړي.
​جو بایډن به نن د ایټالیا د لومړي وزیر په مشرۍ د نړۍ د اوو لویو اقتصادونو له مشرانو سره په ویډیو کال کې برخه واخلي. زیلینسکي ته هم په خبرو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

ایټالیا چې د اووه کسیزې ډلې پړاویزه مشري کوي، وايي چې د دې غونډې د تنظیمولو موخه دا تصور ننګول دي، چې "لویدیځ د اوکراین له شخړې ستړی شوی او روسیې ګټلې ده."

له نن دوه کاله وړاندې روسي ټانکونه او پیاده ځواکونه له پولې د اوکراین خاورې ته ننوتل، خو اوکرایین په شا وتمبول او د پراخې ماتې مخنیوي سره یې د کرملین هیلې او پلانونه خراب کړل.

خو اوس چې جګړه خپل دریم کال ته داخلیږي، په ختیځه جبهه کې د اوکرایین پوځ زیانمن شوی دی.

په اوکراین کې د لویدیځ د تمرکز د ساتلو په لټه کې، زیلینسکي خبرداری ورکړ، چې که روسیه جګړه وګټي، د اوکراین په سرحدونو کې به ونه دریږي.

له بلې خوا ولادیمیر پوتین دا ډول څرګندونې ردوي. هغه د اوکراین جګړې ته د متحده ایالاتو سره د پراخې جګړې په سترګه ګوري، خو لویدیځ دا برید د "غیر عادلانه تیري" په توګه بیانوي، چې باید بیرته وګرځول شي.

د شنبې په ورځ به په ټول اوکراین کې د دې کلیزې په مناسبت غونډې جوړې شي. د کیف په شمال کې د وژل شویو کسانو د یاد مراسمو په شمول، چې د جګړو پرمهال د ځینو جنګي جنایتونو صحنه وه.

د اوکراین لوی څارنوال د جمعې په ورځ وویل، چې هغه په ​​تېرو دوو کلونو کې د شکمنو جنګي جرمونو د ۱۲۲,۰۰۰ قضیو په اړه تحقیقات پیل کړي دي. روسیه دا ردوي.

پر روسیې نوي بندیزونه ولګول شول

رویټرز په یوه راپور کې لیکلي، چې د اوکراین دریځ اوس د روسیې په پرتله ډیر نازک دی. کلي او ښارونه یې ویجاړ شوي، ځواکونه یې ستړي شوي، مهمات یې په ختمېدو دي او د روسیې توغندي او بې پیلوټه الوتکې نږدې هره ورځ بریدونه کوي.

روسیې په فبروري کې په نهو میاشتو کې خپله لویه بریا ثبت کړه، د ختیځ اوکراین یو ښار یې ونیو او د څو میاشتو خونړۍ ښاري جګړه پای ته ورسېده.

په همدې حال کې، زیلینسکي په دې وروستیو کې په یوه وینا کې ژمنه وکړه، چې بریا د اوکراین په تمه ده.

د کارپوهانو په اند، د پوځ د صفونو د ډکولو لپاره د روسیې ډېر نفوس او د پوځي بودیجې زیاتېدل به د روسیې په ګټه اوږده جګړه پای ته ورسوي ځکه، چې دغه هېواد غواړي د بندیزونو له امله پر چین لا ډېره تکیه وکړي.

بایډن د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل، چې امریکا په اوکراین د پوځي یرغل او د الیکسي نوالني د وژل کیدو په خاطر د روسیې پر ضد تر ۵۰۰ زیات بندیزونه په شمول یوه نوې بسته عملي شي.

د برتانیا د پارلمان غړی: لندن او ښاروال یې د اسلامپالو په کنټرول کې دي

۵ کب ۱۴۰۲ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۰۵ GMT+۰

د برتانیا د پارلمان یوه محافظه کار غړي د لندن پر ښاروال صادق خان نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه ښار او ښاغلی خان "د اسلامپالو تر کنټرول لاندې دي." لي انډرسن د لندن د لومړني مسلمان ښاروال صادق خان په اړه وويل: "هغه زموږ سرمايه خپلو ملګرو ته ورکړه."

له جي بي نيوز سره په مرکه کې هغه وويل، باور نه لري چې "اسلامپال" د برتانيا په کنټرول کې دي، بلکې باوري دی چې "لندن او صادق خان" د دوی په لاس کې دي.

لي انډرسن د تېرې مياشتې تر نيمايي پورې د برتانيا د محافظه کار ګوند مرستيال و.

د ښاغلي لي انډرسن پر څرګندونو کارګر ګوند، لیبرال ګوند او ځینو برتانوي چارواکو نیوکې کړې دي.

د کارګر ګوند مشرې انیلیز دادز وویل، چې د لی انډرسن څرګندونې په ښکاره "توکمپالنه او اسلام ضد" دي.

ښاغلي دادز د برتانیا پر لومړي وزیر ریشي سونک غږ کړی، چې د لي انډرسن د محافظه کار ګوند اعتبار لغوه کړي.

د هغه په ​​​​وینا، که ښاغلی سونک په دې برخه کې "کمزوري" وکړي، "خلک به د عصري محافظه کار ګوند په اړه خپل نظر ولري."

د برتانیا د اقتصاد وزیر دا هم وویل، چې د ښاغلي انډرسن څرګندونې په ورته وخت کې "د افسوس وړ" او "تقسیموونکې" دي چې په دې هیواد کې د اسلامیت او یهودیت ضد وروستيیزیاتوالی او دا ډول "تباهۍ فضا" ده.

په همدې حال کې، ګارډین ورځپاڼې د محافظه کار ګوند د یوې سرچینې په حواله ویلي، چې لي انډرسن یوازې غوښتل دا ووایي، چې صادق خان، د لندن د ښاروال په توګه، د "وېروونکو" اسلامپالو لاریونونو په کنټرول کې "په شرمناک ډول" پاتې راغلی.

تر دې مخکې یوه انسټیټیوټ یو راپور خپور کړی و او اعلان یې کړی و، چې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې په څلورو میاشتو کې په برتانیا کې د مسلمانانو پر ضد کرکه درې برابره شوې ده.

د "تل ماما" انسټیټیوټ د راپور له مخې، د اکتوبر له اوومې تر فبرورۍ پورې په برتانیا کې د اسلام ضد ۲۱۰۰ پېښې ثبت شوې، په داسې حال کې چې دا شمېره د تېر کال په همدې موده کې ۶۰۰ ته رسېدلې وه.
​