• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د برتانیا د پارلمان غړی: لندن او ښاروال یې د اسلامپالو په کنټرول کې دي

۵ کب ۱۴۰۲ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۰۵ GMT+۰تازه شوی: ۵ کب ۱۴۰۲ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۴۴ GMT+۰

د برتانیا د پارلمان یوه محافظه کار غړي د لندن پر ښاروال صادق خان نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه ښار او ښاغلی خان "د اسلامپالو تر کنټرول لاندې دي." لي انډرسن د لندن د لومړني مسلمان ښاروال صادق خان په اړه وويل: "هغه زموږ سرمايه خپلو ملګرو ته ورکړه."

له جي بي نيوز سره په مرکه کې هغه وويل، باور نه لري چې "اسلامپال" د برتانيا په کنټرول کې دي، بلکې باوري دی چې "لندن او صادق خان" د دوی په لاس کې دي.

لي انډرسن د تېرې مياشتې تر نيمايي پورې د برتانيا د محافظه کار ګوند مرستيال و.

د ښاغلي لي انډرسن پر څرګندونو کارګر ګوند، لیبرال ګوند او ځینو برتانوي چارواکو نیوکې کړې دي.

د کارګر ګوند مشرې انیلیز دادز وویل، چې د لی انډرسن څرګندونې په ښکاره "توکمپالنه او اسلام ضد" دي.

ښاغلي دادز د برتانیا پر لومړي وزیر ریشي سونک غږ کړی، چې د لي انډرسن د محافظه کار ګوند اعتبار لغوه کړي.

د هغه په ​​​​وینا، که ښاغلی سونک په دې برخه کې "کمزوري" وکړي، "خلک به د عصري محافظه کار ګوند په اړه خپل نظر ولري."

د برتانیا د اقتصاد وزیر دا هم وویل، چې د ښاغلي انډرسن څرګندونې په ورته وخت کې "د افسوس وړ" او "تقسیموونکې" دي چې په دې هیواد کې د اسلامیت او یهودیت ضد وروستيیزیاتوالی او دا ډول "تباهۍ فضا" ده.

په همدې حال کې، ګارډین ورځپاڼې د محافظه کار ګوند د یوې سرچینې په حواله ویلي، چې لي انډرسن یوازې غوښتل دا ووایي، چې صادق خان، د لندن د ښاروال په توګه، د "وېروونکو" اسلامپالو لاریونونو په کنټرول کې "په شرمناک ډول" پاتې راغلی.

تر دې مخکې یوه انسټیټیوټ یو راپور خپور کړی و او اعلان یې کړی و، چې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې په څلورو میاشتو کې په برتانیا کې د مسلمانانو پر ضد کرکه درې برابره شوې ده.

د "تل ماما" انسټیټیوټ د راپور له مخې، د اکتوبر له اوومې تر فبرورۍ پورې په برتانیا کې د اسلام ضد ۲۱۰۰ پېښې ثبت شوې، په داسې حال کې چې دا شمېره د تېر کال په همدې موده کې ۶۰۰ ته رسېدلې وه.
​

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ایراني رسنۍ: د ایران ځوانوکو د جیش العدل ډلې یو مشر په پاکستان کې وژلی

۴ کب ۱۴۰۲ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۴، ۲۰:۴۶ GMT+۰

د ایران د مهر خبري اژانس د جمعې په ورځ ویلي،‌ چې ایراني ځواکونو د جیش العدل ډلې یو مشر اسماعیل شه بخش او د هغه ملګري په پاکستان د ترسره کړو پوځي عملیاتو پر مهال وژلي دي.‌

په دې راپور کې راغلي،‌ چې دغه پوځي عملیات د دغه هیواد په سویل ختیځ کې د ترهګرو د ځپلو او په ایران کې د وروستۍ پيښو د عاملیونو د نیولو لپاره ترسره شوي وو.

د مهر خبري اژانس په وینا، دغه استخباراتي او پیچلي عملیات د اسماعیل شه بخش او د هغه د ملګرو د نیولو په موخه ترسره شوي وو، خو د هغوی له مقاومت وروسته شه بخش او ملګري یې وژل شوي دي.

په دغه راپور کې راغلي،‌ چې د ایران له خاورې باندې دغه عملیات د ایران د اسلامي انقلابي د بهرنۍ څانګې د ځواکونو له خوا ترسره شوي دي.

پاکستان لا د دغو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

جرمني په عامه ځایونو کې د چرسو کارول قانوني کړل

۴ کب ۱۴۰۲ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۱۴ GMT+۰

د جرمني پارلمان د جمعې په ورځ یو نوی قانون تصویب کړی چې له ۱۸ کلنو پورته عمر لرونکو ته اجازه ورکوي چې د وري میاشتې له ۱۳ مې نیټې وروسته په ځینو عامه ځایونو چرس وڅښي.

دغه نوی قانون له کوره باندې د ۲۵ ګرامو چرسو انتقال او دننه په کور کې د ۵۰ ګرامو چرسو ساتلو ته اجازه ورکوي، خو د چرس په پیرلو یې سخت محدودیتونه لګولي دي.

یاد قانون چې د جمعې په ورځ له غرمې وروسته د پارلمان له خوا تصویب شوی، ښوونځیو او ورزشي مرکزونو ته نږدې د چرسو د کارولو اجازه نه ورکوي.

په همدې حال کې، د چرسو پیر او پلور په اسانه توګه نشي ترسره کیدای.

د چرسو پلورنځیو ته د جوازونو ورکول د چرسو د صادراتو د ډیریدو په اړه د اروپايي ټولنې د اندیښنې له امله لغوه شوي دي. خو ټولنیز بنسټونه کولای شي په محدوده کچه چرس وپلوري. دغه بنسټونه کولای شي چې په جرمني کې یوازې ۵۰۰ غړي‌ ولري او هر غړۍ یې باید په دغه هیواد کې ژوند وکړي.

په تیرو لسو کلونو کې په جرمني کې د چرسو کارول د هغو کسانو ترمنځ دوه چنده شوي دي چې د ۱۸ نه تر ۲۵ کلونو پورې عمر لري.

په بریتانیا کې یوې محکمې د «داعش د ناوې» د تابعیت د لغوې پریکړه یو ځل بیا تایید کړه

۴ کب ۱۴۰۲ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۴ GMT+۰

په بریتانیا کې د استیناف یوې محکمې د شمیمې بیګم چې د «داعش د ناوې» په نوم مشهوره ده د تابعیت د لغوه کیدو پریکړه یو ځل بیا تایید کړه.

مېرمن بیګم په ​​۲۰۱۵ کال کې سوریې ته ولاړه او هلته یې د داعش له یوه غړي سره واده وکړ. په ۲۰۱۹ کال کې، بریتانیا د مېرمن بیګم تابعیت لغوه کړ، مګر هغې د بیاکتنې غوښتنه وکړ.
مېرمن بېګم چې کله سوریې ته لاړه، ۱۵ کاله عمر یې درلوده او د ختیځ لندن په یوه ښوونځي کې زده کوونکې وه.

تېر کال د "کډوالۍ د استیناف ځانګړي کمېسیون" د شمیمې بیګم د تابعیت د لغوه کولو پرېکړه قانوني اعلان کړه، خو مېرمن بیګم دغه پرېکړه محکمې ته وړاندې کړه.

اوس د استيناف محکمې هم د شمیمه بيګم د بریتانوي تابعيت د لغوه کولو په اړه له پخوانۍ پرېکړې سره موافقه کړې دی.
داسې ښکاري چې د مېرمن بېګم حقوقي ډله به د نوې پریکړې په اړه یو ځل بیا د استیناف غوښتنه وکړي.

سکای نیوز د شمیمې د وکیل دانیل فورنر له قوله ویلي، "موږ به تر هغې له مبارزې لاس وانخلو تر څو چې هغه [شمیمه بیګم] عادلانه پریکړه ترلاسه کړي او په خوندي توګه کورته راستنه شي.»

شمیمه بیګم دا مهال د سوریې په شمال کې د کډوالو په یوه کمپ کې ژوند کوي. هغه په ​​بریتانیا کې زیږیدلې وه.

امریکا د اوکراین د جګړې او د ناوالني د مړینې له امله پر روسیې سلګونه بندیزونه لګولي

۴ کب ۱۴۰۲ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۲۵ GMT+۰

متحده ایالاتو د جمعې په ورځ پر اوکراین د روسیې د یرغل د دویمې کلیزې او د روسیې د اپوزیسیون د مشر الیکسي ناوالني د وژل کیدو له امله پر روسیې د پراخو بندیزونه لګولو سره د دغه هیواد ۵۰۰ وګړي او ادارې په نښه کړي‌ دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، چې د دغه اقداماتو موخه دا ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین "په بهر کې د تیري او په کور دننه د جبر له امه خورا سخته بیه پرې کړي."
بندیزونو د روسیې د میر په نوم د پیسو د ورکړې سیسټم، مالي موسسې، پوځي صنعت، د بندیزونو څخه سرغړونې، د انرژۍ راتلونکي تولیدات او ځینې نورې ساحې په نښه کړي دي. په دغه بندیزونو کې د زندان چارواکي هم په نښه شوي چې د متحده ایالاتو په وینا د ناوالني له مړینې سره تړاو لري.

په واشنګټن کې د روسیې سفارت سمدستي د بندیزونو په اړه له تبصرې ډډه کړې ده.

د بایډن اداره هڅه کوي چې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي ځکه چې دا هیواد د مهماتو له شدید کمښت سره مخامخ دی او د امریکا مرستې د کانګرس سره د لانجې له امله د میاشتو لپاره ځنډول شوی دي.

اروپايي ټولنې او بریټانیا هم د جمعې په ورځ د روسیې پر ضد ځینې بندیزونه لګولي دي.

سره له دې هم، پر صادراتو د روسیې متکي ۲.۲ ترلیون ډالري اقتصاد د دوو کلونو د بې ساري بندیزونو په وړاندې د مسکو او لویدیځ د اټکل خلاف، خورا ځواکمن څرګند شوی دی.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر خپل ګاونډي هیواد اوکراین برید وکړ او په دغه دوه کلنه جګړه یې تر اوسه لسګونه زره کسان وژلي او ډیر شمیر ښارونه یې ویجاړ کړي دي.

نتنیاهو تر جګړې وروسته د غزې د ادارې لپاره خپل لومړنی رسمي پلان وړاندې کړ

۴ کب ۱۴۰۲ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۱۱ GMT+۰

د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنياهو له جګړې وروسته د غزې د ادارې په هکله خپل پلان وړاندې کړ. د "یوه ورځ وروسته" په نوم دا پلان د حماس تر کنټرول لاندې فلسطينۍ خاورې په اړه د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د هغه لومړنی رسمي وړانديز دی.

د هغه سند له مخې چې د پنجشنبې په ورځ د اسراییل کابینې غړو ته وړاندې شوی او د جمعې په ورځ د رویټرز خبري اژانس له خوا لیدل شوی، اسراییل به د اشغال شوې لویدیځې غاړې او غزې په ګډون د اردن په لویدیځ کې پر ټولو سیمو امنیتي کنټرول ولري، خو دا هغه سیمې دي چې فلسطینیان غواړي پکې یو خپلواک دولت رامنځ ته کړي.‌

نتنیاهو د فلسطین دولت "یو اړخیزه په رسمیت پیژندل" رد کړي‌ دي. هغه وايي، چې د فلسطینیانو سره یو جوړجاړی به یوازې د دواړو خواوو ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو له لارې ترلاسه شي - خو دا یې نه دي ویلي، چې د فلسطین اړخ به څوک وي.

نتنیاهو وايي، چې په منځنۍ موده کې یې موخه په غزه کې د اورپکو بې وسلې کول او د افراطیت له منځه وړل دي.

هغه دا روښانه کړې نه ده چې دا پلان به کله پلي شي او د څومره مودې لپاره به دوام وکړي.

خو هغه د غزې تړانګې د بیا رغولو شرط، د دغې سیمې په بشپړه توګه بې وسلې کول ټاکلي.‌ د غزې نږدې ټولې برخې د اسراییل په بریدونو کې ویجاړې شوې دي.‌

نتنیاهو وړاندیز کړی چې اسراییلي ځواکونه باید د غزې په سویل کې د مصر او غزې په پوله کې شتون ولري او په دې سیمه کې د مصر او متحده ایالاتو سره همکاري وکړي ترڅو غزې ته د وسلو او مهماتو د قاچاق د هڅو مخه ونیسي.

په غزه کې د حماس د واکمنۍ د بدلولو لپاره، نتنیاهو وړاندیز کړی چې د غزې د سیمه ییزو استازو سره کار وکړي " چې د ترهګرو هیوادونو یا ډلو سره تړاو نلري او د دوی لخوا یې مالي ملاتړ نه کیږي".

هغه د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د بندولو او د هغې پر ځای د نورو نړیوالو مرستندویه ادارو د ګومارلو غوښتنه هم کړې ده.