په بریتانیا کې یوې محکمې د «داعش د ناوې» د تابعیت د لغوې پریکړه یو ځل بیا تایید کړه

په بریتانیا کې د استیناف یوې محکمې د شمیمې بیګم چې د «داعش د ناوې» په نوم مشهوره ده د تابعیت د لغوه کیدو پریکړه یو ځل بیا تایید کړه.

په بریتانیا کې د استیناف یوې محکمې د شمیمې بیګم چې د «داعش د ناوې» په نوم مشهوره ده د تابعیت د لغوه کیدو پریکړه یو ځل بیا تایید کړه.
مېرمن بیګم په ۲۰۱۵ کال کې سوریې ته ولاړه او هلته یې د داعش له یوه غړي سره واده وکړ. په ۲۰۱۹ کال کې، بریتانیا د مېرمن بیګم تابعیت لغوه کړ، مګر هغې د بیاکتنې غوښتنه وکړ.
مېرمن بېګم چې کله سوریې ته لاړه، ۱۵ کاله عمر یې درلوده او د ختیځ لندن په یوه ښوونځي کې زده کوونکې وه.
تېر کال د "کډوالۍ د استیناف ځانګړي کمېسیون" د شمیمې بیګم د تابعیت د لغوه کولو پرېکړه قانوني اعلان کړه، خو مېرمن بیګم دغه پرېکړه محکمې ته وړاندې کړه.
اوس د استيناف محکمې هم د شمیمه بيګم د بریتانوي تابعيت د لغوه کولو په اړه له پخوانۍ پرېکړې سره موافقه کړې دی.
داسې ښکاري چې د مېرمن بېګم حقوقي ډله به د نوې پریکړې په اړه یو ځل بیا د استیناف غوښتنه وکړي.
سکای نیوز د شمیمې د وکیل دانیل فورنر له قوله ویلي، "موږ به تر هغې له مبارزې لاس وانخلو تر څو چې هغه [شمیمه بیګم] عادلانه پریکړه ترلاسه کړي او په خوندي توګه کورته راستنه شي.»
شمیمه بیګم دا مهال د سوریې په شمال کې د کډوالو په یوه کمپ کې ژوند کوي. هغه په بریتانیا کې زیږیدلې وه.

متحده ایالاتو د جمعې په ورځ پر اوکراین د روسیې د یرغل د دویمې کلیزې او د روسیې د اپوزیسیون د مشر الیکسي ناوالني د وژل کیدو له امله پر روسیې د پراخو بندیزونه لګولو سره د دغه هیواد ۵۰۰ وګړي او ادارې په نښه کړي دي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، چې د دغه اقداماتو موخه دا ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین "په بهر کې د تیري او په کور دننه د جبر له امه خورا سخته بیه پرې کړي."
بندیزونو د روسیې د میر په نوم د پیسو د ورکړې سیسټم، مالي موسسې، پوځي صنعت، د بندیزونو څخه سرغړونې، د انرژۍ راتلونکي تولیدات او ځینې نورې ساحې په نښه کړي دي. په دغه بندیزونو کې د زندان چارواکي هم په نښه شوي چې د متحده ایالاتو په وینا د ناوالني له مړینې سره تړاو لري.
په واشنګټن کې د روسیې سفارت سمدستي د بندیزونو په اړه له تبصرې ډډه کړې ده.
د بایډن اداره هڅه کوي چې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي ځکه چې دا هیواد د مهماتو له شدید کمښت سره مخامخ دی او د امریکا مرستې د کانګرس سره د لانجې له امله د میاشتو لپاره ځنډول شوی دي.
اروپايي ټولنې او بریټانیا هم د جمعې په ورځ د روسیې پر ضد ځینې بندیزونه لګولي دي.
سره له دې هم، پر صادراتو د روسیې متکي ۲.۲ ترلیون ډالري اقتصاد د دوو کلونو د بې ساري بندیزونو په وړاندې د مسکو او لویدیځ د اټکل خلاف، خورا ځواکمن څرګند شوی دی.
روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر خپل ګاونډي هیواد اوکراین برید وکړ او په دغه دوه کلنه جګړه یې تر اوسه لسګونه زره کسان وژلي او ډیر شمیر ښارونه یې ویجاړ کړي دي.

د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنياهو له جګړې وروسته د غزې د ادارې په هکله خپل پلان وړاندې کړ. د "یوه ورځ وروسته" په نوم دا پلان د حماس تر کنټرول لاندې فلسطينۍ خاورې په اړه د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د هغه لومړنی رسمي وړانديز دی.
د هغه سند له مخې چې د پنجشنبې په ورځ د اسراییل کابینې غړو ته وړاندې شوی او د جمعې په ورځ د رویټرز خبري اژانس له خوا لیدل شوی، اسراییل به د اشغال شوې لویدیځې غاړې او غزې په ګډون د اردن په لویدیځ کې پر ټولو سیمو امنیتي کنټرول ولري، خو دا هغه سیمې دي چې فلسطینیان غواړي پکې یو خپلواک دولت رامنځ ته کړي.
نتنیاهو د فلسطین دولت "یو اړخیزه په رسمیت پیژندل" رد کړي دي. هغه وايي، چې د فلسطینیانو سره یو جوړجاړی به یوازې د دواړو خواوو ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو له لارې ترلاسه شي - خو دا یې نه دي ویلي، چې د فلسطین اړخ به څوک وي.
نتنیاهو وايي، چې په منځنۍ موده کې یې موخه په غزه کې د اورپکو بې وسلې کول او د افراطیت له منځه وړل دي.
هغه دا روښانه کړې نه ده چې دا پلان به کله پلي شي او د څومره مودې لپاره به دوام وکړي.
خو هغه د غزې تړانګې د بیا رغولو شرط، د دغې سیمې په بشپړه توګه بې وسلې کول ټاکلي. د غزې نږدې ټولې برخې د اسراییل په بریدونو کې ویجاړې شوې دي.
نتنیاهو وړاندیز کړی چې اسراییلي ځواکونه باید د غزې په سویل کې د مصر او غزې په پوله کې شتون ولري او په دې سیمه کې د مصر او متحده ایالاتو سره همکاري وکړي ترڅو غزې ته د وسلو او مهماتو د قاچاق د هڅو مخه ونیسي.
په غزه کې د حماس د واکمنۍ د بدلولو لپاره، نتنیاهو وړاندیز کړی چې د غزې د سیمه ییزو استازو سره کار وکړي " چې د ترهګرو هیوادونو یا ډلو سره تړاو نلري او د دوی لخوا یې مالي ملاتړ نه کیږي".
هغه د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د بندولو او د هغې پر ځای د نورو نړیوالو مرستندویه ادارو د ګومارلو غوښتنه هم کړې ده.

حماس وايي چې د دې ډلې د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په غزه کې د احتمالي اوربند او د اسراییلي یرغملو د خوشي کولو په اړه له مصري چارواکو سره خبرې پای ته رسولې دي. دغې وسله والې ډلې ویلي، چې ښاغلی هنیه له خبرو وروسته له مصره وتلی دی.
د حماس له خوا د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دا نه ده څرګنده، چې ایا د مصر د استخباراتو د ادارې له مشر عباس کامل سره د هنیه خبرې اترې د جګړې د پای ته رسولو او د یرغمل کسانو د خوشې کولو او غزې ته د مرستو د رسولو په اړه شوې او که نه.
په قاهره کې دا خبرې په پاریس کې د لوړې کچې له غونډې مخکې شوې دي.
د پنجشنبې په ورځ، د اسراییل چینل ۱۲ راپور ورکړ، چې حکومت یې په پاریس کې د غزې د یرغمل شویو د خوشي کولو لپاره یوې موافقې ته د رسیدو لپاره په پاریس کې د نویو خبرو اترو لپاره چمتو دی.
په غزه کې د اوربند د ټینګولو لپاره په پاریس کې د خبرو مخکینی پړاو د حماس له غوښتنې وروسته کومې نتیجې ته ونه رسید.
په غزه کې روانه جګړه، چې د تېر کال د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا پر اسراییل له ناڅاپي برید وروسته پیل شوې، پنځمې میاشتې ته رسېدلې ده.
تمه ده، چې په پاریس کې نړیوال منځګړي د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره یوه نوې طرحه وړاندې کړي.

د پاکستان د مذهبی ډلو سلګونو ملاتړو نن د دغه هېواد لوی قاضي د هغو څرګندونو پرضد مظاهره وکړه چې دوی یې مذهب ته سپکاوی بولي. د تحریک لبیک په مشرۍ د مختلفو مذهبي ډلو مظاهره چیان وايي، د احمدي ټولنې د یوه غړي دوسیه کې د قاضي فایز عیسا څرګندونې د اسلام ضد دي.
محکمې د روانې اونۍ لومړیو کې د احمدیه ټولنې د یوه غړي ضمانت منظور کړ او ویې ویل چې نوموړي مذهب ته د سپکاوي خبره نه ده کړې.
دا سړی د اسلام ادبیاتو د وېش له امله مذهب ته د سپکاوي په تور له ۱۳ میاشتو راهیسې زندان کې و.
یو پولیس افسر ابرار حسین مظاهره چیانو ته د سوله ییز پاتېدو خبرداری ور کوي او وايي، له جوماتونو بهر مظاهرې به څاري.
پېښور کې پولیس چارواکی مبارک خان وايي، په دغه ښار کې هم سلګونه مظآهره چیانو د لوی قاضي پرضد شعارونه ور کړل.
د پاکستان سترې محکمې د لوی قاضي پرضد د اسلامپالو ډلو او ځینې سیاسي مشرانو له کمپاین وروسته د پنجشبنې په ورځ اعلامیه خپره کړه.
دغو ډلو ویلي اساسي قانون کې احمدیه ټولنه مستثنا ده، خو قاضي په خپل حکم سره له قانون سرغړونه کړې ده.
د محکمې اعلامیه کې دا کار شري کمپاین بلل شوی او ویل شوي چې دا فکر یو مخ تېروتنه ده.
د فایز عیسا پرضد کمپاین کې د بندي پخواني لومړي وزیر عمران خان ځینې ملاتړي هم ګډون لري، ځکه ښاغلي عیسا په تېرو ټاکنو کې د تحریک انصاف ګوند ټاکنیزه نښه بېټ ور نه کړ.
د انساني حقونو ډلې وايي، پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي قانون تر ډېره د شخصي ګټو لپاره کارول کېږي او په دغه جنایت د یو چا تورنول د ډاګي یا صحرايي محکمې سبب کېدلی شي.

افغانستان انټرنشنل داسې ویډیو ترلاسه کړې، چې وسله وال کسان د شمالي وزیرستان په میرعلي بازار کې د تحریک طالبان پاکستان بیرغ سره په سړکونو کې ګزمې کوي. تر اوسه د پاکستان امنیتي ځواکونو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د جمعې په ورځ د (کپ څلورمه) په رارسیدلې ویډیو کې لیدل کیږي، څو وسله وال چې د تحریک طالبان پاکستان بیرغ یې په لاس کې دی، د موټرو تورې شیشې په ټوپک ماتوي.
د دې وېډیو په اړه د ټي ټي پي پخواني ویاند احسان الله احسان غبرګون ښودلی دی.

احسان الله احسان افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په اردو ژبه یو یادښت رالېږلی دی.
احسان الله احسان وايي: «دا ویډیو دوه شیان روښانوي، لومړی دا چې د پاکستان د دولت دا ادعا، چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې پر پاکستان برید کوي دا ناسمه ثابته شوه، ځکه دا ویډیو د دې شاهدي ورکوي، چې مجاهدین افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې حضور لري، دوی پراخه ساحه لري چې عملیات او ګزمې هم کوي.»
احسان زیاتوي دوهمه دا چې «له دې ویډیو څخه څرګندیږي، د خلکو په وړاندې د تحریک مجاهدینو د نامناسب او ناوړه چلند دی، دوی د موټرو تورې ښېښې ماتوي، چې دا یو نامناسب عمل دی، ځکه چې د ښېښو ماتول یا د نورو عامه ملکیتونو ته زیان رسول په هیڅ ډول شرعيت له مخې د توجیه وړ عمل نه دی، پاکستاني طالبانو مسوولین باید نه یوازې دا چې په دې اړه پام وکړي، بلکې د بښنې په غوښتلو سره د خلکو تاوان جبران کړي.»
د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د شمالي وزیرستان چې د ټي ټي پي د پيدایښت مرکز بلل کیږي، خو ددې ډلې له څه مودې ځنډ وروسته یوځل بیا خپل ځانونه په عام بازاز کې څرګند کړل.
