په رڼا ورځ د تحریک طالبان پاکستان وسلوالو د شمالي وزیرستان میرعلي بازار کې ګزمه وکړه

افغانستان انټرنشنل داسې ویډیو ترلاسه کړې، چې وسله وال کسان د شمالي وزیرستان په میرعلي بازار کې د تحریک طالبان پاکستان بیرغ سره په سړکونو کې ګزمې کوي. تر اوسه د پاکستان امنیتي ځواکونو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.