شننه؛ افغانستان او سیمه د نویو جګړو په درشل کې

AP ۱۴۰۲ کب ۳
شاه محمود میاخېل

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د سولې د انستټیټیوت پخوانی رییس او د ننګرهار پخوانی والي

د افغانستان جغرافیه او د وخت د حکومتونو نا سمو پالیسیو دې ته زمینه مساعده کړه، چې افغانستان دې د نړۍوالو او سیمه ییزو هېوادونو د رقابتونو او نیابتي جګړو مرکز وي.

د دې لپاره چې په افغانستان کې د سیمې او نړۍوالو هېوادونو نفوذ شتون ولري، د افغانانو په منځ کې یې د خپلو شومو اهدافو لپاره همېشه د پروکسي ډلو جوړونه او حمایت نه کار اخستې دی. دا یادونه دلته مهمه ده، چې د یو حکومت او نظام پالیسي د وخت د حکومتونو او نظامونو مشرتابه تعینوي.

د نظام او حکومت ښکته طبقې یوازې تطبیق کوونکي او یا مخالفت کوونکي وي. د بېلګې په توګه تاسې ګورئ، چې په کابل کې د طالبانو اکثره مهم لوړپوړي چارواکي؛ لکه د دوی د دفاع، داخله او بهرنیو چارو وزارتونو مسوولین د نجونو د ښونځیو د بندلو او د ښځو په وړاندې د تند چال چلند څخه خوښ نه دي؛ خو پالیسي د طالبانو په کندهار کې د ملا هبت الله په نوم یو شخص چې خلکو ته یې هویت لا په شک دی تعینوي.

د نړۍوالې لومړۍ او دویمې جګړې څخه د مخه، د لوی لوبې (Great Game) په نوم افغانستان د انګلیس او تزار امپراطوریو د رقابتونو ترمنځ حایله سیمه وه.

روسانو غوښتل چې د دغه لارې د هند سمندر ته ورسیږي او انګلیسانو غوښتل چې د روسانو پرمختګ او نفوذ په افغانستان کې ودروي. بالاخره افغانستان د دواړو امپراطوریو تر منځ د بفر زون په توګه پرېښودل شو.

د بفر زون پالیسي د افغانانو لپاره په اقتصادي، فرهنګي او سیاسي لحاظ ډېر تاوان وکړ؛ ځکه افغانستان د سیمې او نړۍ د پرمختګ څخه وروسته پاتې شو. له بله پلوه د وخت امیرانو او حاکمانو به چې د یوې او یا بلې امپراطوریو سره روابط ښه او یا خرابېدل، د هغوي د لرې کولو دسیسې او توطیې به په کار اچول کېدلې، چې هغوی د قدرت څخه لرې او یا د فشار لاندې ونیسي تر څو د انګلیس یا تزار د امپراطوریو اهداف عملي کړي.

د انګریزانو پالیسي چې تفرقه واچوه او حکومت وکړه ‌ (Divide and Rule) د افغانستان په سیمه کې ښه د تطبیق وړه وه؛ ځکه په افغانستان کې یې د قومي او قبیلوي رقابتونو څخه کار اخیسته او د افغانانو په روان یې د وخت سره سم په لازمو تګلارو کار کاوه. د انګریزانو دا پالیسي د هند د نیمه وچې د وېشلو پورې روانه وه؛ تر څو چې پاکستان په نوم یو بل نوی هېواد رامنځته شو.

پاکستان د افغانستان په اړه د ابتدا څخه د انګریزانو د هماغه پخوانې پالیسې پر بنیاد، د خپل نفوذ لپاره دوام ورکوي.

د دویمې نړۍوالې جګړې څخه وروسته، نړۍ چې د غرب او شرق په بلاکونو ووېشل شوه، د شرق رهبري، پخواني شوروي اتحاد او د غرب رهبري د امریکا متحده ایالاتو کوله. په افغانستان کې د دواړو بلاکونو اهداف بیا هم هماغه پخواني وو؛ خو تاکتیکونه سره بدلیدل او را بدلیدل.

شوروي اتحاد غوښتل چې د هند سمندر ته ځان ورسوي او امریکا یا غرب د شوروي اتحاد د نفوذ مخه نیوله. افغانستان بیا هم ځان د عدم انسلاک پالیسي چې د بفر زون سره یې چندان توپیر نه درلود په مخ بیوله. په مقابل کې ایران او پاکستان د غرب سره په CENTO کې شامل وو، چې عراق او ترکیه یې هم برخه وه.

د افغانستان په شمالي برخه کې پخوانی شوروي اتحاد و. په داسې حالت کې د افغانستان بې طرفي چندان معنا نه درلوده. افغانستان بحر ته او یا نړۍ سره د پاکستان، ایران او یا شوروي اتحاد له لارې تجارت، راکړه ورکړه درلودله او د دوه لویو بلاکونو او د هغوی د پلویانو تر منځ محاصره و. په همدې خاطر افغانستان همېشه د ایران، پاکستان او د شوروي اتحاد له خوا د فشار لاندې و.

د سوړ جنګ په دوران کې شوروي اتحاد پراکسي‌چپي احزاب او غرب په افغانستان کې ښې پلوه اسلامي‌ احزاب تقویه کول، چې بالاخره د ثور کوتاه په رامنځته کېدو سره د سوړ جنګ نیابتې جګړې په افغانستان کې نوې بڼه ونیوله. البته د دغه جګړو مقدمه د داود خان د کودتاه سره سم کېښودل شوه. په همدې وخت کې د رضا شاه پهلوي پادشاهې په ایران کې نسکوره او اخوندانو د ایت الله خامنه يي په مشرۍ قدرت ونیوه.

د سوړ جنګ په دوران کې د افغانستان جګړې ته یې د اهل کتاب او غیر اهل کتاب په نوم رنګ ورکړ، چې ایرانیانو هم د شوروي اتحاد په ضد د افغانانو پراکسې اته تنظیمونه چې اکثره یې شیعه مذهبه و، حمایه کول. غرب او عربو په پاکستان کې د مجاهدینو اته ډلې حمایه کولې.

چین هم په دغه وخت کې د شوروي اتحاد سره ستونزه درلوده او په رقابت کې و؛ نو د مجاهدینو د ډلو څخه یې د پاکستان په وسیله حمایت کاوه که څه هم چین هم د شوروي اتحاد غوندې د کمونیستي اډیالوژۍ پر بڼست نظام درلود.

همدا علت دی، چې د دوه ملکونو تر منځ دوه اړخیزه پالیسي د ژبې، قوم، مذهب، ایډیالوژي، تاریخ او فرهنګ په بنیاد نه ټاکل کیږي؛ بلکې د دوه ملکونو تر منځ اړیکې همېشه په دوه اړخیزو ګټو ولاړې وي. کله چې ګټې سره په تقابل کې نه وي؛ نو حمایت او دوستي وي او کله چې ګټې په تضاد کې شوې، بیا حمایت او دوستې نه وي ځکه سیاسي حمایت د راکړې ورکړې مساله ده.

د افراطي ډلو پیاوړتیا:

البته د شوروي اتحاد د سقوط څخه وروسته د دنیا نظم یو قطبي شو او افغانستان د سیمې هېوادونو نفوذ او نیابتي‌جګړو ته پرېښودل شول. د شوروي اتحاد سره د جنګ په دوران کې نورې ډېرې افراطې ډلې د پاکستان او ایران له خوا ایجاد او حمایه شوې.

دواړو هېوادونو دا افراطي ډلې د خپلو ستراتېژیکو اهدافو لپاره په افغانستان، سیمه او حتا په نورو هېوادونو کې استعمالولې. د القاعده په نوم د عربانو ډله رامنځته شوه. د شرقي ترکستان حرکت د ایغور د مسلمانانو (ETIM) تقویه شو.

د تاجکستان حزب تحریر، د ازبکانو اسلامي تحریک (IMU)، د چیچنیا اسلامي تحریک، داعش په عراق او سوریه کې، د ابوسیاف ډله په اندونیزیا کې، تحریک طالبان پاکستان، لشکر طیبه، سپاه صحابه او نورې ډېرې ډلې رامنځته شوې. ایران د افغانان مهاجرینو په منځ کې د فاطمیون او زنبیون په نوم لېواګانې جوړې او هغوي یې په سوریه او عراق جنګ کې وجنګول.

پاکستان د مجاهدینو ګروپونه حتا په اذربایجان کې د نګورمو قره باغ په سیمه کې وجنګول. لشکر طیبه په کشمیر کې جنګیږي، چې یو شمېر زیات افغانان هم په دغه ډله کې شتون لري. سپاه صحابه د شیعه او سني اختلاف ته لمن وهي.‌

پاکستان همداشان په طالبانو باندې سرمایه ګذاري‌ وکړه او هغوي تقویه او په افغانستان کې وجنګول. د افغانستان دوه نظامونه د دې پراکسې ډلو له امله سقوط وکړ. افغانستان یو ناامنه او وروسته پاتې هېواد پاتې شو.

په تېرو شلو کلونو کې د جمهوریت په دوران کې افغانانو ته د ټولو ستونزو سره سره د ساه اخستلو د فرصت زمینه برابره شوې وه؛ خو د داخلي کشمکشونو، اشتباه ګانو او د ایران او پاکستان د مستقیم مداخلې په اساس، د هغه طلایي موقع نه په ښه توګه ګټه وانه خستله. هغه فرصت یې په بحران بدل کړ.

ایران او پاکستان:

که پورته تاریخي شالید ته وګورو، ایران او پاکستان ماران روزلي او اوس په خپله ورسره ستونزې لري. ایران د جیش العدل او داعش نه په ویره او جګړه کې دی. پاکستان د ټي ټي پي یا د پاکستان د اسلامي تحریک او بلوڅ بیلتون غوښتونکو د مسلحو قواو سره په جنګ اخته دی. ایران او پاکستان کوښښ کوي، چې دوی په خپله په جنګونو کې دخیل نه شي او یوازې پراکسي جنګې ډلې تقویه او د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره یې استعمال کړي.

ایران په عراق کې د مقتدا صدر او نورو شیعه ګروپونو څخه کار اخلي. فاطمون او زنبیون یې په سوریه کې وجنګول او اوس هم هلته د سوريې د حکومت سره اړیکي لري.

حزب الله یې په لبنان کې، حوثي شعیه ګروپونه یې په یمن کې تقویه کړي او هم د حماس سره نږدې اړیکې لري. هر ملک چې افراطي ډلې روزلې، بیا د هماغه افراطي او ملیشه یي ډلو څخه یې ضرر هم لیدلی دی.

خېبر پښتونخوا کې د ټي ټي پي د غړو انځور

نړۍوال او سیمه ییز بحران:

امریکا د القاعده څخه ضرر ولید او د سپتمبر یولسمې نېټې حمله چې په نیویارک کې تر سره شوه د تروریزم سره د مبارزې په نوم د دنیا نظم خراب تراب شو. امریکا او دنیا د یو لوی بحران سره مخامخ ده.

د حماس په تقویه کولو کې اسراییل رول درلود، چې د فلسطین اداره د یاسر عرفات په مشرۍ ضعیفه کړي. نن اسراییل د هماغه حماس ډلې څخه متضرره ده. که اسراییل فلسطینیانو ته ډېر تاوان ورسوه؛ خو د حماس د وروستۍ حملې له امله اسراییل ته په سیاسي لحاظ د نړۍ په کچه سخته ضربه ورسوله.

اسراییل داسې ضربه د اسراییل د جوړیدو څخه وروسته په خپل پنځه اویا کلن تاریخ کې نه وه لیدلې. د اسراییل تصویر یې د نړۍ په کچه خراب او په هاګ کې پرې د جنوسایډ دعوه د جنوبي افریقا له خوا دایره شوې ده.

کله چې یو هېواد اجیرې ملیشې (Mercenaries) د خپلو اهدافو لپاره استخدام او وروزې، دا په خپله د هغه هېواد د سیاسي او پوځي پالیسیو د ناکامېو پیل دی. امریکا لکه بلیک واټر او روسیې د واګنر ډلې استخدام کړې، چې بیا په خپله ورسره په عذاب وو.

د ډاکتر نجیب الله د رژیم د راپرځولو یو مهم عامل د ملېشه یي قوماندانانو رشد او حمایه وه. جمهوریت هم په اخرو دوه کلونو کې د خیزشیانو او محلي پولیسو قرباني شو. ملیشې تر هغې پورې د یو حکومت په خدمت کې وي، چې تر څو ورته هغه هېواد امکانات برابروي؛ خو که بل چا ورته زیات امکانات ورکړل نو د هغوی په خدمت کې وي؛ ځکه د ملیشه یي ډلو وفاداري ملي ګټو او نظام ته نه وي بلکې د پیسو په مقابل کې جنګیږي.

پاکستان او ایران که هر څومره کوښښ وکړي، چې په مستقیمه توګه په یو بل جنګ کې داخل نه شي؛ خو د دغه افراطي ډلو د روزولو او د متضادو ګټو او اهدافو په درلودلو سره به خامخا مجبوریږي، چې د اسراییل غوندې په جنګ کې داخل شي.

امریکا او د روسيی فدراتیف هم نه غوښتل چې په مستقیمه توګه جنګ وکړي؛ خو په اوکراین باندې د روسانو حملې وښودله چې اوس عملاً امریکا او غرب په اوکراین کې د روسانو سره په جنګ کې اخته دي. د ایران حمله په پاکستان باندې او د پاکستان د توغندیو حمله په ایران باندې د وروستیو تحولاتو مهم اثر دی، چې دا جګړه به پراخیږي.

په روان بحران کې د افغانستان سرنوشت:

له بده مرغه؛ افغانان او د افغانستان موجوده حاکمه ډله، به هم د دغه جنګونو یوه برخه وي، ځکه دا هم د ملیشه یي ډلو یوه برخه او ترکیب دی. یوه ډله به یې د ایران حمایت کوي او بله ډله به یې د پاکستان حمایت کوي. د ایران او پاکستان او د هغوي تر شا نور قوتونه؛ لکه روسیه او امریکا غواړي چې ایران په مستقیمه توګه په جګړه کې ښکیل کړي.

د ایران وروستۍ حملې په عراق او پاکستان د نورو رقابتونو او جګړو لپاره لار پرانیستله او وبه ګورئ، چې دا جګړې به تر کومه حده پراخیږي. اصلي خبره د افغانانو لپاره دا ده، چې په داسې جګړو کې ښکیل نه شي خو دا چې په افغانستان کې یو مشروع، قانونمنده او ولسواکه حکومت نه شته.

په دې توګه ملیشه یي حاکمې ډلې ته مشکله ده، چې افغانستان د راروانو سیمه ییزو او نړۍوالو رقابتونو څخه بچ کړي. که څه هم د طالبانو د بحران څخه د فرصت د وسیلې په توګه ګټه اخستلی شوه؛ خو دا چې افغانان د فرصت څخه ګټه نه شي اخستلی نو دا ستونزمنه ده، چې له بحرانه د فرصت استفاده وکړي.

له بده مرغه په تېرو پنځو لسیزو کې د نړۍوالو او سیمه ییزو رقابتونو په برخه اخستنه کې افغانانو څه ګټه نه ده کړې او په راتلونکې کې به یې هم ونه کړي.

یادونه: پورته لیکنه د لیکوال نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د لیکوالو نظر ته درناوی لري.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ