د طالبانو د هوا پیژندنې ادارې په راتلونکو ورځو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو اټکل کړی

د طالبانو د هوا پیژندنې ادارې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو او د سختو ورښتونو اټکل کړی دی. دغې ادارې د ۱۰ تر ۴۰ سانتي‌متره واورې او د ۱۰ تر ۴۰ ملي‌متره باران د وریدو اټکل هم کړی دی.