له ١٤٤ ساعتونو وروسته لا هم، پاکستاني وګړي اېکس یا پخواني ټوېټر ته لاسرسی نه لري

له ١٤٤ ساعتونو په تېرېدو، پاکستاني وګړي اوس هم اېکس یا پخواني ټوېټر ته لاسرسی نه لري. په خواله رسنۍ اېکس کې دغه ګډوډي د تېرې شنبې ورځې راهیسې پیل شوه او لاهم دوام لري؛ خو د پاکستان حکومت بیا په دې اړه چوپه خوله پاتې دی.