• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حوثي ډله وايي، امریکا او بریټانیا د یمن پر دریو ولایتونو ۲۲ هوايي بریدونه کړي

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۲۳ GMT+۰

په یمن کې میشتې حوثي ډلې د یکشنبې په ورځ ویلي، چې متحده ایالاتو او بریټانیا د پلازمینې صنعا په ګډون د یمن په دریو والیتونو ۲۲ هوایی بریدونه ترسره کړي دي.

د حوثي ډلې پورې تړلي صبا خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا او بریټانیې د پلازمینې صنعا په اړوندو سیمو کې ۱۷ هوايي بریدونه کړي دي.

په همدې حال کې د امريکا او بریټانيا هوايي ځواکونو د حيفان ولسوالۍ په قرده سيمه کې پر مخابراتي شبکو دوه هوايي بريدونه کړي او د تعز ولايت د مقبنه ولسوالۍ په شامير سيمه کې يې هم مخابراتي شبکې په نښه کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د حجه ولایت د ابس ولسوالۍ په الحر فارمونو هم دوه بریدونه شوي دي.

تر دې مخکې د حوثي یاغیانو اړوند المسیره ټلویزیون ویلي وو، چې امریکا او بریټانیا د شنبې په ورځ د یمن په پلازمېنه صنعا کې هوايي بریدونه کړي دي.

المسیره همداشان د حوثي ډلې د یوې پوځي سرچینې په حواله ویلي، چې د امریکا او بریټانیا تازه هوايي بریدونه، به د یمن له خوا د غزې په تړانګه کې د فلسطیني ولس د ملاتړ مخنیوی ونکړي.

امریکا او بریټانیا لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یمن حوثي ډلې د غزې له تړانګې سره د پیوستون په موخه، چې په اووم د اکټوبر پر اسراییل د حماس له برید وروسته د اسرايیل تر سختو هوايي او ځمکنیو بریدونو لاندې راغلې، په سور سمندرګي او د عدن په خلیج کې هغه باروړونکې بیړۍ په نښه کوي چې له اسراییل یا د هغوی له ملاتړو هیوادونو سره تړاو لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

امریکا وايي، د اسرايیلي برمته شوو د خلاصون په اړه د هوکړې «اساسي طرحې» په اړه تفاهم شوی

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۰۷ GMT+۰

د امریکا د ملي امنیت سلاکار د یکشنبې په ورځ سي اين اين ته ویلي، چې امریکا، مصر، قطر او اسراییل د غزې په جګړه کې د موقتي اوربند په مقابل کې په غزه کې د پاتې یرغمل شوو کسانو د خوشې کیدو د موافقې د اساسي شرطونو په اړه تفاهم ته رسېدلي دي.

د دغو هېوادونو استازو د جمعې په ورځ په پاریس کې لېدنه کړې ده.

جک سالیوان ویلي، چې دا موافقه لا تر اوسه د خبرو اترو په پړاو کې ده او نهايي شوې نه ده.

هغه زیاته کړه، چې قطر او مصر بای له حماس سره غیر مستقیم مذاکرات ترسره کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبانو یو اتریشي وګړی خوشی کړ

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۲۹ GMT+۰

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې طالبانو د قطري چارواکو په مرسته یو اتریشي وګړی چې په افغانستان کې بندي و، خوشی کړی دی. د قطر بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې د خوشي شوي کس هویت نه دی په ډاګه کړی، خو ویلي یې دي چې دغه کس قطر ته داخل شوی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له حکومت څخه د اتریشي وګړي د خلاصون له امله مننه کړې ده.

تر دې مخکې د سلواغې په ۲۳مه یوې اتریشۍ ورځپاڼې خبر ورکړی و، چې طالبانو افغانستان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد یو وګړی د جاسوسۍ په تور نیولی دی. ".

هغه مهال د اتریش د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د خپل یوه وګړي نیول تایید کړل.

په قطر کې د حماس د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون او په غزه کې د اوربند لپاره بیا خبرې پیلوي

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۰۴ GMT+۰

رویټرز خبري اژانس د مصر د امنیتي سرچینو په حواله د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې په قطر کې به د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون او په غزه کې د اوربند لپاره خبرې په راتلونکو ورځو کې بیا پیل شي. د دغه رپوټ له مخې د قطر د خبرو اترو هدف به په غزه کې د اوربند د موافقې بشپړول وي.

سرچینې وايي، د حماس او اسراییل استازي به وروسته د نورو خبرو لپاره قاهرې ته لاړ شي، ترڅو د یرغمل کسانو د خوشي کولو په ګډون د یوې موافقې د پلي کولو د وخت او میکانیزم په اړه تفاهم ته ورسیږي.

تر دې مخکې د اسراییل جنګي کابینې قطر ته د اسراییلي پلاوي د استولو موافقه کړې وه.

د پاریس له دوهم پړاو خبرو وروسته په غزه کې د شپږو اوونیو اوربند په اړه د یوې موافقې د احتمال راپورونه خپاره شوي دي.
​

پاکستان له ایران د ګاز واردوونکې نللیکې جوړول تایید کړل

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۲۸ GMT+۰

د پاکستان د کابینې د انرژۍ کمیټه وايي، چې د ایران له پولې د ګازو لېږدوونکي د پایپ لاین د پاتې ۸۰ کیلومترو جوړول یې تایید کړل. دغې کمېټې د دې نللیکې د جوړولو اټکلي لګښت ۱۵۸ میلیونه ډالره اعلان کړی دی.

د پاکستان د انرژۍ وزارت په یوه بیان کې لیکلي، چې دا پرېکړه د پاکستان د مالیې د سرپرست وزیر شمشاد اختر په مشرۍ په یوه غونډه کې وشوه.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې دا پروژه به د دولتي ګاز سیسټم شرکت لخوا پلې شي.

د پاکستان د کابینې د انرژۍ کمیټې په پاکستان کې د ګاز د دې ۸۰ کیلومتره پایپ لاین د جوړولو وړاندیز کړی، چې «د پاکستان له پولې څخه تر ګوادر پورې» وغځول شي.

پاکستاني چارواکو ویلي، دا پرېکړه یې د پاکستان خلکو ته د ګازو د رسولو د یقیني کولو او د دغه هېواد د انرژۍ د اړتیاوو د پوره کولو په خاطر کړې ده.

ایران او پاکستان په ۲۰۰۹ کال کې یو تړون لاسلیک کړ چې د ۲۵ کلونو لپاره به هره ورځ ۷۵۰ میلیونه متر مکعب ګاز صادروي.

دواړه هېوادونه اړ وو، چې دا پروژه په خپله خاوره کې پلې کړي او د هوکړې له مخې باید دا پروژه تر ۲۰۱۵ کال پورې پیل شي.

دا پروژه له ۲۰۱۴ کال راهیسې ځنډول شوې وه.
​

ایفل برج د کارمنانو له شپږ ورځني کاربندیز وروسته سیلانیانو ته پرانیستل شو

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۴۲ GMT+۰

د فرانسې پلازمېنه پاریس کې ایفل ټاور له شپږو ورځو بندیدو وروسته نن سيلانيانو ته پرانیستل شو. دغه برج د دوشنبې په ورځ وروسته له هغه وروسته وتړل شو، چې ځینو کارکوونکو یې د کمزوري مالي مدیریت په اړه د ناراضۍ له امله اعتصاب وشو.

د فرانسې د خبري اژانسونو د خبر له مخې د ۳۳۰ متر لوړ ایفل ټاور چارواکو ویلي، چې د کارګرانو له ټولنې سره موافقې ته رسېدلي دي.

د دغه برج مسوولینو ویلي، چې د کارکوونکو د تنخواو د زیاتوالي په اړه خبرې به راتلونکې میاشت نهايي شي.

اسوشیټیډ پریس وړاندي د فرانسې د کارګرانو ټولنې د عمومي کنفدراسیون د غړي ستیفن ډیو په حواله راپور ورکړی و، چي کارمنانو د دې لپاره کاربندیز کړې چې د ټکټونو د عاید په تناسب د دوی تنخا زیاته شي.