• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په قطر کې د حماس د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون او په غزه کې د اوربند لپاره بیا خبرې پیلوي

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۰۴ GMT+۰تازه شوی: ۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۲۰ GMT+۰

رویټرز خبري اژانس د مصر د امنیتي سرچینو په حواله د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې په قطر کې به د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون او په غزه کې د اوربند لپاره خبرې په راتلونکو ورځو کې بیا پیل شي. د دغه رپوټ له مخې د قطر د خبرو اترو هدف به په غزه کې د اوربند د موافقې بشپړول وي.

سرچینې وايي، د حماس او اسراییل استازي به وروسته د نورو خبرو لپاره قاهرې ته لاړ شي، ترڅو د یرغمل کسانو د خوشي کولو په ګډون د یوې موافقې د پلي کولو د وخت او میکانیزم په اړه تفاهم ته ورسیږي.

تر دې مخکې د اسراییل جنګي کابینې قطر ته د اسراییلي پلاوي د استولو موافقه کړې وه.

د پاریس له دوهم پړاو خبرو وروسته په غزه کې د شپږو اوونیو اوربند په اړه د یوې موافقې د احتمال راپورونه خپاره شوي دي.
​

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

پاکستان له ایران د ګاز واردوونکې نللیکې جوړول تایید کړل

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۲۸ GMT+۰

د پاکستان د کابینې د انرژۍ کمیټه وايي، چې د ایران له پولې د ګازو لېږدوونکي د پایپ لاین د پاتې ۸۰ کیلومترو جوړول یې تایید کړل. دغې کمېټې د دې نللیکې د جوړولو اټکلي لګښت ۱۵۸ میلیونه ډالره اعلان کړی دی.

د پاکستان د انرژۍ وزارت په یوه بیان کې لیکلي، چې دا پرېکړه د پاکستان د مالیې د سرپرست وزیر شمشاد اختر په مشرۍ په یوه غونډه کې وشوه.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې دا پروژه به د دولتي ګاز سیسټم شرکت لخوا پلې شي.

د پاکستان د کابینې د انرژۍ کمیټې په پاکستان کې د ګاز د دې ۸۰ کیلومتره پایپ لاین د جوړولو وړاندیز کړی، چې «د پاکستان له پولې څخه تر ګوادر پورې» وغځول شي.

پاکستاني چارواکو ویلي، دا پرېکړه یې د پاکستان خلکو ته د ګازو د رسولو د یقیني کولو او د دغه هېواد د انرژۍ د اړتیاوو د پوره کولو په خاطر کړې ده.

ایران او پاکستان په ۲۰۰۹ کال کې یو تړون لاسلیک کړ چې د ۲۵ کلونو لپاره به هره ورځ ۷۵۰ میلیونه متر مکعب ګاز صادروي.

دواړه هېوادونه اړ وو، چې دا پروژه په خپله خاوره کې پلې کړي او د هوکړې له مخې باید دا پروژه تر ۲۰۱۵ کال پورې پیل شي.

دا پروژه له ۲۰۱۴ کال راهیسې ځنډول شوې وه.
​

ایفل برج د کارمنانو له شپږ ورځني کاربندیز وروسته سیلانیانو ته پرانیستل شو

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۴۲ GMT+۰

د فرانسې پلازمېنه پاریس کې ایفل ټاور له شپږو ورځو بندیدو وروسته نن سيلانيانو ته پرانیستل شو. دغه برج د دوشنبې په ورځ وروسته له هغه وروسته وتړل شو، چې ځینو کارکوونکو یې د کمزوري مالي مدیریت په اړه د ناراضۍ له امله اعتصاب وشو.

د فرانسې د خبري اژانسونو د خبر له مخې د ۳۳۰ متر لوړ ایفل ټاور چارواکو ویلي، چې د کارګرانو له ټولنې سره موافقې ته رسېدلي دي.

د دغه برج مسوولینو ویلي، چې د کارکوونکو د تنخواو د زیاتوالي په اړه خبرې به راتلونکې میاشت نهايي شي.

اسوشیټیډ پریس وړاندي د فرانسې د کارګرانو ټولنې د عمومي کنفدراسیون د غړي ستیفن ډیو په حواله راپور ورکړی و، چي کارمنانو د دې لپاره کاربندیز کړې چې د ټکټونو د عاید په تناسب د دوی تنخا زیاته شي.

د پاکستان د «سپاه صحابه» دوه غړي په ایران کې ونیول شول

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۱۸ GMT+۰

د ایران د هرمزګان ولایت پولیسو د پاکستان د "سپاه صحابه " ډلې د دوو غړو اکرم لاهوري او محمد ابرار د نیولو خبر ور کړ. سپاه صحابه د شیعه وو ضد ډله بلل کېږي.

د ایران تسنیم خبري اژانس د هرمزګان ولایت د پولیسو د ویاند په حواله لیکلي، دغو دوو کسانو په پاکستان کې د بم جوړول زده کړي.

دی وايي دا کسان هغه مهال په قشم کې ونیول شول چې غوښتل یې د ایران یوه سویلي ولایت ته ولاړ شي.
سردار سعید منتظرالمهدي نن ایراني رسنیو ته ویلي، دا پاکستانيان د ځینې تخنیکي او اطلاعاتي معلوماتو پر بنسټ د ترهګریزو فعالیتونو په تور نیول شوي دي.
د نوموړي په خبره، اکرم لاهوري او محمد ابرار له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د پاکستان په یوه ښار کې د بمب اېښودلو په تور په دې هېواد کې بندیان وو.

په راپور کې له بند څخه د دوی د خوشې کېدو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي.

په سوېلي کارولینا کې د جمهوري غوښتونکو په خپلمنځي ټاکنو کې د ټرمپ د بري وړاندوینه

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۰۱:۵۷ GMT+۰

د اډیسن څیړنیز انسټیټیوټ وړاندوینه کړې چې ډونالډ ټرمپ به په سوېلي کارولینا کې د جمهوري غوښتونکو په خپلمنځي ټاکنو کې خپلې سیالې نیکي هیلي ته ماتې ورکړي. دا مهال په سوېلي کارولینا کې رای اچونه بنده شوې ده.

دا به د جمهوري غوښتونکو په لومړنیو ټاکنو کې د ټرمپ پنځم بری وي، چې هغه به د دغه ګوند وروستي شوي نوماند ته یو ګام نور هم نږدې کړي.

د امریکا پخواني ولسمشر تر دې وړاندې په ایوا، نیو همپشایر، نیواډا او ورجن ټاپوګانو کې د خپل ګوند سیالانو ته ماتې ورکړې ده.

د ټرمپ نوی بری به د جمهوري غوښتونکو له خوا د نیکي هیلي له ټاکنو څخه د وتلو غوښتنه زیاته کړي.

روسي چارواکو د پوتین د مشهور مخالف الکسي ناوالني مړی د هغه مور ته وسپاره

۵ کب ۱۴۰۲ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۴، ۲۱:۲۴ GMT+۰

د الکسي ناوالني جګپوړي مرستیال تایید کړه چې روسي چارواکو د ناوالني مړی د هغه مور ته سپارلی دی.

تر دې مخکې د ناوالني ویاند ویلي وو، چې روسي چارواکو د ناوالني مور ته درې ساعته وخت ورکړی و چې که چیرې د ناوالني د جسد په پټه ښخولو ته غاړه کینږدي نو هغه به د زندان په انګړ کې ښخ کړي.

د روسیې د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالني لوړپوړي مرستیال ایوان ژدانوف د شنبې په ورځ (د کب ۵مه) په خپل ټیلیګرام له ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې غوښتل یې د ناوالني مړی د هغه کورنۍ ته وسپارل شي او ویې ویل: «تر اوسه لا څرګنده نه ده چې په لاره کې به نور خنډونه وي که نه.»

د ناوالني ویاندې کرا یارمیش پرون د جمعې په ورځ په اېکس ټولنیزې شبکې خپور کړي پیغام کې ویلي و، چې روسي پلټونکو د الکسي مور ته زنګ وهلی او هغه ته یې درې ساعته وخت ورکړی چې که د ناوالني په پټه ښخولو ته راضي نه شي نو د زندان په انګړ کې به یې ښخ کړي.

د يارميش په وينا، د ناوالني مور له خبرو اترو ډډه کړې او د قانون د رعایت کولو غوښتنه یې کړې. هغې ټينګار کړي چې چارواکي دې اجازه ورکړي د ناوالني جنازه د دود او ادابو له مخې ترسره شي.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین یو مشهور مخالف الکسي ناوالني د ۴۷ کالو په عمر د سلواغې میاشتې په ۲۷مه نېټه چې د خپل ۱۹ کلن بند د تیرولو په حال کې و، په مرموز ډول مړ شو. د هغه مړینې د کورنیو او نړۍوالو غبرګونونه راوپارولي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن، پوتین د ښاغلي ناوالني د مړینې مسوول بللی او پر اوکراین د روسیې د برید او د ناوالني د مړینې له امله واشنګټن د روسیې پر څه باندې ۵۰۰ وګړو او بنسټونو بندیزونه لګولي دي.