• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسي چارواکو د پوتین د مشهور مخالف الکسي ناوالني مړی د هغه مور ته وسپاره

۵ کب ۱۴۰۲ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۴، ۲۱:۲۴ GMT+۰

د الکسي ناوالني جګپوړي مرستیال تایید کړه چې روسي چارواکو د ناوالني مړی د هغه مور ته سپارلی دی.

تر دې مخکې د ناوالني ویاند ویلي وو، چې روسي چارواکو د ناوالني مور ته درې ساعته وخت ورکړی و چې که چیرې د ناوالني د جسد په پټه ښخولو ته غاړه کینږدي نو هغه به د زندان په انګړ کې ښخ کړي.

د روسیې د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالني لوړپوړي مرستیال ایوان ژدانوف د شنبې په ورځ (د کب ۵مه) په خپل ټیلیګرام له ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې غوښتل یې د ناوالني مړی د هغه کورنۍ ته وسپارل شي او ویې ویل: «تر اوسه لا څرګنده نه ده چې په لاره کې به نور خنډونه وي که نه.»

د ناوالني ویاندې کرا یارمیش پرون د جمعې په ورځ په اېکس ټولنیزې شبکې خپور کړي پیغام کې ویلي و، چې روسي پلټونکو د الکسي مور ته زنګ وهلی او هغه ته یې درې ساعته وخت ورکړی چې که د ناوالني په پټه ښخولو ته راضي نه شي نو د زندان په انګړ کې به یې ښخ کړي.

د يارميش په وينا، د ناوالني مور له خبرو اترو ډډه کړې او د قانون د رعایت کولو غوښتنه یې کړې. هغې ټينګار کړي چې چارواکي دې اجازه ورکړي د ناوالني جنازه د دود او ادابو له مخې ترسره شي.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین یو مشهور مخالف الکسي ناوالني د ۴۷ کالو په عمر د سلواغې میاشتې په ۲۷مه نېټه چې د خپل ۱۹ کلن بند د تیرولو په حال کې و، په مرموز ډول مړ شو. د هغه مړینې د کورنیو او نړۍوالو غبرګونونه راوپارولي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن، پوتین د ښاغلي ناوالني د مړینې مسوول بللی او پر اوکراین د روسیې د برید او د ناوالني د مړینې له امله واشنګټن د روسیې پر څه باندې ۵۰۰ وګړو او بنسټونو بندیزونه لګولي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د اتریش پولیسو په ویانا کې د دریو ښځو د وژلو په تور یو افغان کډوال نیولی

۵ کب ۱۴۰۲ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۴، ۲۰:۱۸ GMT+۰

د اتریش پولیسو خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پلازمینې ویانا کې په دوو جلا پیښو کې څلور ښځې او یوه ۱۳ کلنه نجلۍ وژل شوي دي. د راپورونو له مخې، یو افغان کډوال د درېیو ښځو د وژلو په تور نیول شوی دی.

د اتریش رسنیو راپور ورکړی، چې د جمعې په شپه د ویانا ښار په یوه کور کې د هغو دریو ځوانو نجونو جسدونه موندل شوي، چې د چړو په ګوزارونو وژل شوي دي.

پولیسو د شنبې په ورځ ویلي، چې د پېښې نږدې سمیه کې یې یو ۲۷ کلن سړی، چې چاقو یې لېږداوه، د قتل په تور نیولی دی.

سکای نیوز او د بي بي سي راپور ورکړی، چې نیول شوی کس ۲۷ کلن افغان کډوال دی. تر اوسه د دغه افغان کډوال د هویت په اړه نورجزییات نه دي خپاره شوي.

همداراز، په یوه جلا قضیه کې، د یوې ښځې او د هغې د ۱۳ کلنې لور جسدونه د جمعې په سهار د ویانا ښار په یو اپارتمان کې موندل شوي دي.

اتریشي رسنۍ وايي، چې ښځه او لور یې ښايي زندۍ شوې وي. څېړونکي په دې باور دي، چې د دغې پېښې مسوول د نجلۍ پلار دی.

د داعش د پخواني مشر مېرمن: البغدادي پر یوې امریکايي مرستندویه کارکوونکې جنسي تېری کړی و

۵ کب ۱۴۰۲ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۴، ۲۰:۰۴ GMT+۰

د داعش د وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي مېرمنې اسماء محمد له العربیه سره د خپلې مرکې په دویمه برخه کې تایید کړې چې البغدادي پر یوې امریکايي مرستندویه کارکوونکې، کایلا مولر، جنسي تېری کړی و.

مېرمن مولر په ۲۰۱۳ کال کې د سوریې په حلب ښار کې د داعش د ځواکونو له خوا نیول شوې او په ۲۰۱۴ کال کې ووژل شوه.

د داعش د وژل شوي مشر کونډه چې په عراق کې زنداني ده، د جمعې په ورځ له العربیه ټلویزیون سره د خپلې مرکې په دویمه برخه کې وویل، چې له دغه امریکايي مرستندویه کارکونکي سره یې نیم ساعت ناسته درلوده.

اسما‌ء محمد زیاته کړه، چې په دې کتنه کې مېرمن مولر وویل، چې هغه د ابوبکر البغدادي مېرمن نه ده.

اسما‌ء محمد د داعش د وژل شوي مشر لومړۍ مېرمن ده. هغې وویل: "زما په نظر کایلا مولر د البغدادي د نورو مېرمنو په څېر وه. لکه حلبي او چچني مېرمنو او نور په څېر وه."

اسما‌ء محمد وايي، چې مولر له تښتول کېدو وروسته البغدادي ته راوړل شوی وه. هغې زیاته کړه چې «نورو میرمنو له البغدادي سره واده کړی و. یزیدي ښځې هم تښتول شوې وې.»

اسما‌ء محمد وویل، چې له کایلا مولر سره له لیدو وروسته ډېره غوسه شوې وه. هغې وویل، چې د مولر د تښتولو او د یزیدیانو د تښتولو تر منځ هېڅ توپیر نه و.

دغه ۲۶ کلن امریکايې مرستندویه کارکوونکې چې د سوریې د جګړې له قربانیانو سره د مرستې لپاره د حلب ښار ته تللې وه، په ۲۰۱۴ کال کې د داعش له خوا تر تښتول کېدو وروسته ووژل شوه. هغه مهال داعش ادعا کړې وه چې نوموړې د امریکا یا اردن په هوايي برید کې وژل شوې ده.

امریکايي چارواکو په ۲۰۱۵ کال کې ویلي وو، چې په کایلا مولر د ابوبکر البغدادي له خوا جنسي تېری شوی دی.

تر دې مخکې، د ابوبکر البغدادي درېیمې مېرمنې نور ابراهیم ویلي و: «داعش د واده خلافت و.»

نور ابراهیم ویلي، چې د خلافت دولت، د ډېرو ښځو سره د واده په دولت بدل شوی و.»

د اوکراین د جګړې دویمه کلیزه او له ایټالیا او کاناډا سره یې امنیتي تړونونه

۵ کب ۱۴۰۲ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۱۵ GMT+۰

د ایټالیا او کاناډا لومړي وزیرانو، جورجیا ملوني او جسټین ټروډو، کییف ته د سفر پر مهال، د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره د امنیتي همکاریو تړونونه لاسلیک کړي.

له اوکراین سره د کاناډا او ایټالیا امنیتي تړونونه له دغه هېواد سره د فرانسې او جرمني له وروستیو امنیتي تړونونو په دوام لاسلیک شوي دي.

د ایټالیا لومړۍ وزیرې د اوکراین له ولسمشر سره د لس کلن دفاعي تړون د لاسلیکولو پر مهال ویلي: «هغه پیغام چې غواړم ټولو اوکراینیانو سره یې شریک کړم دا دی چې تاسو یوازې نه یاست.»

د کاناډا لومړي وزیر جسټن تروډو هم له اوکراین سره ورته تړون لاسلیک کړی او ژمنه یې کړې، چې سږ کال به دغه هېواد سره شاوخوا ۲،۲۵میلیارده ډالره مالي او پوځي مرسته وکړي. هغه وويل: «موږ هر هغه څه ته چې اړتیا وي، او تر هر وخته چې وي، له اوکراین سره به ولاړ یوو.»

د اوکراین ولمسشر زلنسکي په یوه تلویزیوني وینا کې د روسیې د ویجاړو شویو الوتکو په وړاندې وویل، «هر عادي وګړې د جګړې پای غواړي. خو موږ یو هم اوکراین ته د پاې ټکي کېښودو اجازده نه ورکوو. د "خپلواک" کلمه به تل په تاریخ کې د "اوکراین" له کلمې سره تړلې پاتې وي.

د شنبې په ورځ د ایټالیا او کاناډا د لومړي وزیرانو ترڅنګ، د بلجیم لومړی وزیر او د اروپایي کمېسیون مشر کییف ته رسیدلي چې د اوکراین د جګړې د دویمې کلیزې په مناسبت دغه هیواد سره خپل پیوستون وښيي. د یو شمېر نورو لویدیځو هیوادونو سیاسي مشرانو هم د پیغامونو په استولو سره د اوکراین ملاتړ کړی دی.

د رویټرز په حواله، د ایټالیا، کاناډا او بلجیم لومړي وزیرانو، جورجیا ملوني، جسټین ټروډو، الکساندر دي کرو او د اروپا د کمیسیون له مشرې اروسولا وان دیر لاین د شنبې په ورځ د کب میاشتې په پنځمه نېټه کییف ته ورسیدلي دي.

اوکراینۍ میرمنې د خپلو عزیزانو په قبرونو چې د روسیې په جکړه کې وژل شوي شمعې روښانه کوي
100%
اوکراینۍ میرمنې د خپلو عزیزانو په قبرونو چې د روسیې په جکړه کې وژل شوي شمعې روښانه کوي

په کییف کې د لویدیځو مشرانو حضور او له اوکراین سره د مرستې لپاره د لویدیځ پر ژمنو ټینګار په داسې حال کې کیږي چې دغه هېواد د پوځي تجهیزاتو له زیاتېدونکي کمښت سره مخامخ دی. دې کار د مسکو پر وړاندې د جګړې په ډګر کې د کییف پر غبرګون منفي اغېز کړی دی.

له کییف سره د کاناډا او ایټالیا ترمنځ د شنبې د ورځې تړونونه او د فرانسې او جرمني وروستي تړونونه د میلیاردونو ډالرو په ارزښت دي.

همدا راز، د جو بایډن لخوا د ۶۱ میلیارد ډالرو مرستې ژمنه د متحده ایالاتو په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو له خوا یرغمل شوې ده او د کییف پر هیلو یې چې د روسیې پوځ په شا وتمبوي، خاورې اړولي دي.

له نن څخه دوه کاله وړاندې سهار وختي روسي ټانکونه او پياده ځواکونه د اوکراين له پولې تېر شول، خو اوکراين په شا وتمبول او د پراخې ماتې مخه يې ونيوله.

په غزه کې د اوربند په نوي توافق کې د ۴۰ يرغمل شويو او ۳۰۰ فلسطينیانو تبادله شامله ده

۵ کب ۱۴۰۲ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۰۳ GMT+۰

د فرانسې خبري اژانس د حماس د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې په پاریس کې په نوو خبرو اترو کې له ۳۵ څخه تر ۴۰ اسراییلي یرغمل شوو په بدل کې د اسراییل له زندانونو د ۲۰۰ تر ۳۰۰ د فلسطیني بندیانو د خلاصون وړاندیز شوی دی.

د دغه اژانس په خبره، په اوسني وړانديز کې په غزه کې د شپږ اونيو اوربند هم شامل دي.

دغه شمیرې د سعودي عربستان د خبري اژانسونو له خوا مخکې راپور شوي ورته شمیرې ښيي.

په دغو خبرو کې د اسراییلو د څارګرې ادارې موساد مشر، د قطر، مصر او امریکا له استازو سره لیدلي دي.

له دې مخکې الشرق رسنۍ راپور ورکړی و، چې حماس په نویو خبرو اترو کې له خپلو ځینو غوښتنو نه په شا شوی دی.

د دغه خبر له مخې حماس نور له غزې څخه د اسرایيلي پوځ د بشپړې وتلو غوښتنه نه کوي او د شپږ اوونيو ابتدايي اوربند مني.

د حماس یوې سرچینې د جمعې په ورځ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې د پاريس په اوسني پلان کې د غزې په جګړه کې د شپږ اونیو اوربند او د حماس لخوا د شاوخوا ۴۰ اسراییلي یرغمل شوو په بدل کې د اسراییل له زندانونو د ۲۰۰ تر ۳۰۰ فلسطینیانو خوشې کیدل شامل دي.

په دې وروستیو ورځو کې په مصر کې هم د غزې د اوربند په اړه خبرې اترې شوي او د حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه د پنجشنبې په ماښام له قاهرې وتلی دی.

تر دې وړاندې د حماس وسله والې ډلې د «بشپړ اوربند» او له غزې څخه د اسراييلي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې وه، چې د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنياهو رد کړې او د حماس د له منځه وړلو غوښتنه يې کړې وه.

نتانیاهو د هغو بندیانو له خوشې کولو سره هم مخالفت کړی، چې د حماس په غوښتنه یې د اسراییلو پر وړاندي بریدونو کې برخه اخیستې وه.

روسیې ادعا کړې چې د اوکراین دوه میګ - ۲۹ جنګي الوتکې یې رانسکورې کړې دي

۵ کب ۱۴۰۲ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۳ GMT+۰

د روسیې دفاع وزارت د شنبې په ورځ ادعا کړې چې د اوکراین دوه میګ – ۲۹ ډوله جنګي الوتکې یې په دونیتسک په سیمه کې د هوايي دفاعي سیسټم پر مټ رانسکورې کړي‌ دي.

دغه وزارت ویلي، چې په امریکا کې جوړ شوي د JDAM هوايي بم او دوه HIMARS راکټونه یې هم هدف ته له رسیدو مخکې ویجاړ کړي دي.

په دغه اعلامیه کې راغلي،‌ چې کییف په دونیتسک کې پر څلورو میشت ځایونو د بې پیلوټه الوتکو پراخ برید کړی، خو د روسیې له خوا یې ۹۲ بې پیلوټه الوتکې ویجاړې شوې دي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۴ مه نیټه پر اوکراین خپل بشپړ یرغل پیل کړی او د دوه کالو راهیسې د دغه هیواد پراخې سیمې نیولې او په زرګونو کسان یې وژلي دي.