د ایټالیا او کاناډا لومړي وزیرانو، جورجیا ملوني او جسټین ټروډو، کییف ته د سفر پر مهال، د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره د امنیتي همکاریو تړونونه لاسلیک کړي.
له اوکراین سره د کاناډا او ایټالیا امنیتي تړونونه له دغه هېواد سره د فرانسې او جرمني له وروستیو امنیتي تړونونو په دوام لاسلیک شوي دي.
د ایټالیا لومړۍ وزیرې د اوکراین له ولسمشر سره د لس کلن دفاعي تړون د لاسلیکولو پر مهال ویلي: «هغه پیغام چې غواړم ټولو اوکراینیانو سره یې شریک کړم دا دی چې تاسو یوازې نه یاست.»
د کاناډا لومړي وزیر جسټن تروډو هم له اوکراین سره ورته تړون لاسلیک کړی او ژمنه یې کړې، چې سږ کال به دغه هېواد سره شاوخوا ۲،۲۵میلیارده ډالره مالي او پوځي مرسته وکړي. هغه وويل: «موږ هر هغه څه ته چې اړتیا وي، او تر هر وخته چې وي، له اوکراین سره به ولاړ یوو.»
د اوکراین ولمسشر زلنسکي په یوه تلویزیوني وینا کې د روسیې د ویجاړو شویو الوتکو په وړاندې وویل، «هر عادي وګړې د جګړې پای غواړي. خو موږ یو هم اوکراین ته د پاې ټکي کېښودو اجازده نه ورکوو. د "خپلواک" کلمه به تل په تاریخ کې د "اوکراین" له کلمې سره تړلې پاتې وي.