• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په غزه کې د اوربند په نوي توافق کې د ۴۰ يرغمل شويو او ۳۰۰ فلسطينیانو تبادله شامله ده

۵ کب ۱۴۰۲ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۰۳ GMT+۰تازه شوی: ۵ کب ۱۴۰۲ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۳۲ GMT+۰

د فرانسې خبري اژانس د حماس د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې په پاریس کې په نوو خبرو اترو کې له ۳۵ څخه تر ۴۰ اسراییلي یرغمل شوو په بدل کې د اسراییل له زندانونو د ۲۰۰ تر ۳۰۰ د فلسطیني بندیانو د خلاصون وړاندیز شوی دی.

د دغه اژانس په خبره، په اوسني وړانديز کې په غزه کې د شپږ اونيو اوربند هم شامل دي.

دغه شمیرې د سعودي عربستان د خبري اژانسونو له خوا مخکې راپور شوي ورته شمیرې ښيي.

په دغو خبرو کې د اسراییلو د څارګرې ادارې موساد مشر، د قطر، مصر او امریکا له استازو سره لیدلي دي.

له دې مخکې الشرق رسنۍ راپور ورکړی و، چې حماس په نویو خبرو اترو کې له خپلو ځینو غوښتنو نه په شا شوی دی.

د دغه خبر له مخې حماس نور له غزې څخه د اسرایيلي پوځ د بشپړې وتلو غوښتنه نه کوي او د شپږ اوونيو ابتدايي اوربند مني.

د حماس یوې سرچینې د جمعې په ورځ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې د پاريس په اوسني پلان کې د غزې په جګړه کې د شپږ اونیو اوربند او د حماس لخوا د شاوخوا ۴۰ اسراییلي یرغمل شوو په بدل کې د اسراییل له زندانونو د ۲۰۰ تر ۳۰۰ فلسطینیانو خوشې کیدل شامل دي.

په دې وروستیو ورځو کې په مصر کې هم د غزې د اوربند په اړه خبرې اترې شوي او د حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه د پنجشنبې په ماښام له قاهرې وتلی دی.

تر دې وړاندې د حماس وسله والې ډلې د «بشپړ اوربند» او له غزې څخه د اسراييلي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې وه، چې د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنياهو رد کړې او د حماس د له منځه وړلو غوښتنه يې کړې وه.

نتانیاهو د هغو بندیانو له خوشې کولو سره هم مخالفت کړی، چې د حماس په غوښتنه یې د اسراییلو پر وړاندي بریدونو کې برخه اخیستې وه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

روسیې ادعا کړې چې د اوکراین دوه میګ - ۲۹ جنګي الوتکې یې رانسکورې کړې دي

۵ کب ۱۴۰۲ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۳ GMT+۰

د روسیې دفاع وزارت د شنبې په ورځ ادعا کړې چې د اوکراین دوه میګ – ۲۹ ډوله جنګي الوتکې یې په دونیتسک په سیمه کې د هوايي دفاعي سیسټم پر مټ رانسکورې کړي‌ دي.

دغه وزارت ویلي، چې په امریکا کې جوړ شوي د JDAM هوايي بم او دوه HIMARS راکټونه یې هم هدف ته له رسیدو مخکې ویجاړ کړي دي.

په دغه اعلامیه کې راغلي،‌ چې کییف په دونیتسک کې پر څلورو میشت ځایونو د بې پیلوټه الوتکو پراخ برید کړی، خو د روسیې له خوا یې ۹۲ بې پیلوټه الوتکې ویجاړې شوې دي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۴ مه نیټه پر اوکراین خپل بشپړ یرغل پیل کړی او د دوه کالو راهیسې د دغه هیواد پراخې سیمې نیولې او په زرګونو کسان یې وژلي دي.

سپینه ماڼۍ: له جګړې وروسته په غزه کې د حماس لپاره ځای نشته

۵ کب ۱۴۰۲ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۱۵ GMT+۰

د امریکا د امنیت شورا ویاند ویلي، چې دغه هیواد «د غزې د پراخوالي پر کمولو باور نه لري. موږ نه غواړو له غزې بهر د فلسطینیانو جبري بې ځایه کېدل وګورو او همدا ډول نه غواړو غزه د حماس تر واک لاندې وګورو.»

دا څرګندونې وروسته له هغې شوي، چې د اسراییلو لومړي وزیر تر جګړې وروسته د غزې په اړه خپل پلان وړاندې کړ.

د امریکا د امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي، چې واشنګټن «له خپلو اسراییلي سیالانو» سره په دوامداره توګه په دې اړه چې تر جګړې وروسته غزې کې څه ته اړتیا ده، رڼې خبرې کړي دي.

ښاغلي کربي وویل: « د فلسطین خلک باید د د رامنځ که کیدونکو فلسطیني تشکیلاتو له لارې د رای او غږ اوچتولو حق ولري.»

سپینې ماڼۍ د حوثيانو د بریدونو په اړه هم ویلي، چې د ایران له ملاتړه برخمنه دغه ډله د تېر په څېر د پرلپسې بریدونو د ترسره کولو توان نه لري.

په غزه کې د حماس د واک د بدلولو او د عامه نظم د ساتلو په پلان کې، نتنیاهو د هغو سیمه ایزو استازو سره د همکارۍ وړاندیز کړی چې د هیوادونو یا ترهګرو ډلو سره تړاو نلري او مالي ملاتړ یې نه کیږي.

تر دې مخکې د اسراییلو د دفاع وزیر یواو ګالانت ویلي وو، چې د غزې ملکي اداره به ځايي چارواکو ته وسپاري.

په همدې مهال د نتانیاهو پلان کې په مستقيم ډول په غزه کې د حماس د بديل په توګه فلسطيني ادارې ته اشاره نه ده کړې.

دا پلان په سمدستي توګه د فلسطیني ادارې د چارواکو لخوا رد او نامکامه بلل شوی و.

د پوتین له برید دوه کاله وروسته؛ انځور اخیستونکي د اوکراین جګړې ته له کومې زاویې ګوري؟

۵ کب ۱۴۰۲ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۱۵ GMT+۰

دوه کاله وړاندې په همدې ورځ (د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ ۲۴مه) د روسیې پوځ له هوا، ځمکې او سمندر څخه پر اوکراین برید وکړ، چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې تر ټولو ستره جګړه بلل کیږي. دلته، د انځورونو ټولګه وګورئ چې انځورګرانو د جګړې له صحنو څخه نړۍ ته لیږلي.

د اوکراین جګړه په ټوله نړۍ کې د اقتصادي ناامنۍ او د روسیې د انزوا لامل شوه. په داسې حال کې چې دغه برید په پیل کې له اوکراین سره د لویدیځو متحدینو عمومي او بشپړ ملاتړ راوپاراوه. په دې ورځو کې له کییف سره د پوځي مرستو د اندازې او مودې په اړه په اروپا او امریکا کې د اختلافاتو کیسې د شونډو پر سر دي.

هم مهاله چې روسي ځواکونه د کیف په لور پرمختګ کوي، د اوکراین ملي ګارډ سرتېري د ښار په مرکز کې ځای پر ځای کیږي - د فېبرورۍ ۲۵مه، ۲۰۲۲
100%
هم مهاله چې روسي ځواکونه د کیف په لور پرمختګ کوي، د اوکراین ملي ګارډ سرتېري د ښار په مرکز کې ځای پر ځای کیږي - د فېبرورۍ ۲۵مه، ۲۰۲۲

اوس چې له هغې ورځې دوه کاله تېر شوي، د اوکرایین پر خاوره د مسکو بریدونو پراخ او زیات شوي دي او کییف هم هڅه کوي چې خپلې دفاعي کرښې پیاوړی کړي. څو ورځې مخکې، د اوکراین پوځ د دې هېواد په ځتیځ کې له یوه مهم ښار اودیوکا څخه ووتل، چې مسکو ته یې د لا پرمختګ لار هواره کړه.

کییف ته نږدې له ډزور وروسته له یوې سیمې لوخړې او اور پورته شوی – فېبرورۍ ۲۶مه، ۲۰۲۲
100%
کییف ته نږدې له ډزور وروسته له یوې سیمې لوخړې او اور پورته شوی – فېبرورۍ ۲۶مه، ۲۰۲۲

د اوکراين په دوه کلنه جګړه کې د ويجاړولو او زيانونو اندازه په بې سارې ده. د نړۍوال بانک د یوې څیړنې له مخې، د اوکراین د اقتصاد بیا رغول ممکن تر ۵۰۰ میلیون ډالرو پورې لګښت ولري.

د هوایی برید خبرتیا خپریږي او خلک د ویجاړې شوې ودانۍ څنګ ته پناه اخلي - د فېبرورۍ ۲۶مه، ۲۰۲۲
100%
د هوایی برید خبرتیا خپریږي او خلک د ویجاړې شوې ودانۍ څنګ ته پناه اخلي - د فېبرورۍ ۲۶مه، ۲۰۲۲
اوکراینۍ ښځه د خپلې ۷۵ کلنې خواښې د جسد تر څنګ ده، چې د روسیې په برید کې وژل شوې - د جولای ۹مه، ۲۰۲۲
100%
اوکراینۍ ښځه د خپلې ۷۵ کلنې خواښې د جسد تر څنګ ده، چې د روسیې په برید کې وژل شوې - د جولای ۹مه، ۲۰۲۲
اوکرایني سرتېری چې د جګړې لومړۍ کرښې ته روان دی د اورګاډي تمځي کې له خپلې معشوقې خدای پاماني اخلي د مارچ ۹ه، ۲۰۲۲
100%
اوکرایني سرتېری چې د جګړې لومړۍ کرښې ته روان دی د اورګاډي تمځي کې له خپلې معشوقې خدای پاماني اخلي د مارچ ۹ه، ۲۰۲۲
اوکراینۍ ماشومه په درهاچي ښار کې د یوې ویجاړې شوې کولتوري مانۍ څنګ ته د خپله هېواد له ملي بیرغ سره- جون ۱۷مه، ۲۰۲۳
100%
اوکراینۍ ماشومه په درهاچي ښار کې د یوې ویجاړې شوې کولتوري مانۍ څنګ ته د خپله هېواد له ملي بیرغ سره- جون ۱۷مه، ۲۰۲۳
د کیف یوه اوسیدونکې د یوې ودانۍ تر څنګ ، چیرې چې کور یې د روسي ځواکونو په برید کې ویجاړه شوی، د خپل سپي سره ناسته ده – د فېبرورۍ ۷مه، ۲۰۲۴
100%
د کیف یوه اوسیدونکې د یوې ودانۍ تر څنګ ، چیرې چې کور یې د روسي ځواکونو په برید کې ویجاړه شوی، د خپل سپي سره ناسته ده – د فېبرورۍ ۷مه، ۲۰۲۴

اسټرالیا کې د اور تر بې کنټروله کېدو وروسته چارواکو له سلګونو کسانو غوښتي چې سیمه پرېږدي

۵ کب ۱۴۰۲ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۵ GMT+۰

د اسټرالیا په ویکتوریا ایالت کې د شنبې په ورځ اورلګېدنه له کنټروله وتلي او چارواکو د دغه ایالت په لوېدیځ کې د هغو سلګونو کورونو د تخليې لپاره نوی خبرداری خپور کړی چې هلته د خطر کچه تر ټولو لوړه ده.

دغه بیړنی خبرداری د شنبې په ورځ په یو بل ځنګل کې د اورلګیدنې کچې تر ټیټیدو وروسته خپور شوی چې د اونۍ په سر کې پیل شوې وه او له امله یې د خلکو څاروي وژل شوي، کورونه ویجاړ شوي او تر ۲ زره کسان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

دغو بې ځایه شويو کسانو، د ملبورن په لویدیځ کې بلارات ښار ته پناه وړې ده.

دغه نوی اور د امفیتیټر ښارګوټي کې لګېدلی چې ۲۲۳ کسان پکې ژوند کوي.

د بیړنو حالاتو ادارې په خپله ویب پاڼه لیکلي: "مخکې له دې چې وضعیت خطرناک شي، د کورونو سمدستي پریښودل تر ټولو خوندي انتخاب دی”

دغې ادارې زیاته کړې چې اورلګیدنه تر کنټرول وتلې ده.

د اسټرالیا ای بی سی رسنۍ د شنبې په ورځ راپور ورکړی چې په دې اونۍ کې د ویکتوریا ایالت کې د ځنګلي اورلګیدنې له امله درې کورونه او څو ودانۍ ویجاړې شوې دي.

شاوخوا ۱۰۰۰ اور وژونکي چې له ۵۰ څخه زیاتې د اوروژنې الوتکې یې ملاتړ کوي، د دغې اورلګیدنې د کنټرولولو هڅه کوي.

منظور پښتین: د ډیورنډ کرښې د ټولو دروازو په هکله د ټولو سیمو په اتحاد لوی ګام پورته کوو

۵ کب ۱۴۰۲ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۳۶ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، ډېر ژر به د ډیورنډ کرښې د ټولو دروازو په هکله د اړوند سیمو په اتحاد لوی ګام پورته کړي. منظور پښتین دا خبره پرون د سوېلي وزیرستان د انګوره اډې پرلت ته کړې چې د چمن پرلت په څېر پر ډیورنډ کرښه د تګ را تګ لپاره د پاسپورټ د عملي کولو پرضد روان دی.

د چمن پرلت په څېر د انګور اډې پرلت هم د پاکستان له حکومت غواړي چې له افغانستان سره پر دغه لار د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ له عملي کولو په شا شي.

دا پرلت د ۲۰۲۳ کال د نومبر له ۱۲ پیل شوی، خو لا هم صوبايي یا مرکزي حکومت د چمن د پرلتوالو په څېر د دغه پرلت غوښتنې نه دي منلې.

منظور پښتین پرون دغه پرلت ته وینا کې ویلي چې د دې او چمن پرلت ملاتړ کوي او ور سره ولاړ دی.

نوموړي تر دې وینا وروسته خپل فیسبوک کې لیکلي: انشاءالله ډیر زر به د ډیورنډ لائن ټولو ګیټونو په هکله د ټولو سیمو په اتحاد یو لوئ عمل مخ ته راوړو چې د ستونزې حل شی.

د هغه په خبره، د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو د خلکو ترمنځ په پاسپورټ تګ را تګ ممکن نه دی.

منظور پښتین پرلتوالو ته دا هم ویلي چې د اسلام اباد سړکونه بند نه کړي، تر هغه یې غوښتنې نه منل کېږي.

هغه د چمن او انګور اډې له پرلتوالو غوښتي چې اسلام اباد کې د جنرالانو او وزیرانو سړکونه وتړي او په دې برخه کې به دی هم ور سره ولاړ وي.