• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایفل برج د کارمنانو له شپږ ورځني کاربندیز وروسته سیلانیانو ته پرانیستل شو

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۴۲ GMT+۰

د فرانسې پلازمېنه پاریس کې ایفل ټاور له شپږو ورځو بندیدو وروسته نن سيلانيانو ته پرانیستل شو. دغه برج د دوشنبې په ورځ وروسته له هغه وروسته وتړل شو، چې ځینو کارکوونکو یې د کمزوري مالي مدیریت په اړه د ناراضۍ له امله اعتصاب وشو.

د فرانسې د خبري اژانسونو د خبر له مخې د ۳۳۰ متر لوړ ایفل ټاور چارواکو ویلي، چې د کارګرانو له ټولنې سره موافقې ته رسېدلي دي.

د دغه برج مسوولینو ویلي، چې د کارکوونکو د تنخواو د زیاتوالي په اړه خبرې به راتلونکې میاشت نهايي شي.

اسوشیټیډ پریس وړاندي د فرانسې د کارګرانو ټولنې د عمومي کنفدراسیون د غړي ستیفن ډیو په حواله راپور ورکړی و، چي کارمنانو د دې لپاره کاربندیز کړې چې د ټکټونو د عاید په تناسب د دوی تنخا زیاته شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د «سپاه صحابه» دوه غړي په ایران کې ونیول شول

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۱۸ GMT+۰

د ایران د هرمزګان ولایت پولیسو د پاکستان د "سپاه صحابه " ډلې د دوو غړو اکرم لاهوري او محمد ابرار د نیولو خبر ور کړ. سپاه صحابه د شیعه وو ضد ډله بلل کېږي.

د ایران تسنیم خبري اژانس د هرمزګان ولایت د پولیسو د ویاند په حواله لیکلي، دغو دوو کسانو په پاکستان کې د بم جوړول زده کړي.

دی وايي دا کسان هغه مهال په قشم کې ونیول شول چې غوښتل یې د ایران یوه سویلي ولایت ته ولاړ شي.
سردار سعید منتظرالمهدي نن ایراني رسنیو ته ویلي، دا پاکستانيان د ځینې تخنیکي او اطلاعاتي معلوماتو پر بنسټ د ترهګریزو فعالیتونو په تور نیول شوي دي.
د نوموړي په خبره، اکرم لاهوري او محمد ابرار له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د پاکستان په یوه ښار کې د بمب اېښودلو په تور په دې هېواد کې بندیان وو.

په راپور کې له بند څخه د دوی د خوشې کېدو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي.

په سوېلي کارولینا کې د جمهوري غوښتونکو په خپلمنځي ټاکنو کې د ټرمپ د بري وړاندوینه

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۰۱:۵۷ GMT+۰

د اډیسن څیړنیز انسټیټیوټ وړاندوینه کړې چې ډونالډ ټرمپ به په سوېلي کارولینا کې د جمهوري غوښتونکو په خپلمنځي ټاکنو کې خپلې سیالې نیکي هیلي ته ماتې ورکړي. دا مهال په سوېلي کارولینا کې رای اچونه بنده شوې ده.

دا به د جمهوري غوښتونکو په لومړنیو ټاکنو کې د ټرمپ پنځم بری وي، چې هغه به د دغه ګوند وروستي شوي نوماند ته یو ګام نور هم نږدې کړي.

د امریکا پخواني ولسمشر تر دې وړاندې په ایوا، نیو همپشایر، نیواډا او ورجن ټاپوګانو کې د خپل ګوند سیالانو ته ماتې ورکړې ده.

د ټرمپ نوی بری به د جمهوري غوښتونکو له خوا د نیکي هیلي له ټاکنو څخه د وتلو غوښتنه زیاته کړي.

روسي چارواکو د پوتین د مشهور مخالف الکسي ناوالني مړی د هغه مور ته وسپاره

۵ کب ۱۴۰۲ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۴، ۲۱:۲۴ GMT+۰

د الکسي ناوالني جګپوړي مرستیال تایید کړه چې روسي چارواکو د ناوالني مړی د هغه مور ته سپارلی دی.

تر دې مخکې د ناوالني ویاند ویلي وو، چې روسي چارواکو د ناوالني مور ته درې ساعته وخت ورکړی و چې که چیرې د ناوالني د جسد په پټه ښخولو ته غاړه کینږدي نو هغه به د زندان په انګړ کې ښخ کړي.

د روسیې د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالني لوړپوړي مرستیال ایوان ژدانوف د شنبې په ورځ (د کب ۵مه) په خپل ټیلیګرام له ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې غوښتل یې د ناوالني مړی د هغه کورنۍ ته وسپارل شي او ویې ویل: «تر اوسه لا څرګنده نه ده چې په لاره کې به نور خنډونه وي که نه.»

د ناوالني ویاندې کرا یارمیش پرون د جمعې په ورځ په اېکس ټولنیزې شبکې خپور کړي پیغام کې ویلي و، چې روسي پلټونکو د الکسي مور ته زنګ وهلی او هغه ته یې درې ساعته وخت ورکړی چې که د ناوالني په پټه ښخولو ته راضي نه شي نو د زندان په انګړ کې به یې ښخ کړي.

د يارميش په وينا، د ناوالني مور له خبرو اترو ډډه کړې او د قانون د رعایت کولو غوښتنه یې کړې. هغې ټينګار کړي چې چارواکي دې اجازه ورکړي د ناوالني جنازه د دود او ادابو له مخې ترسره شي.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین یو مشهور مخالف الکسي ناوالني د ۴۷ کالو په عمر د سلواغې میاشتې په ۲۷مه نېټه چې د خپل ۱۹ کلن بند د تیرولو په حال کې و، په مرموز ډول مړ شو. د هغه مړینې د کورنیو او نړۍوالو غبرګونونه راوپارولي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن، پوتین د ښاغلي ناوالني د مړینې مسوول بللی او پر اوکراین د روسیې د برید او د ناوالني د مړینې له امله واشنګټن د روسیې پر څه باندې ۵۰۰ وګړو او بنسټونو بندیزونه لګولي دي.

د اتریش پولیسو په ویانا کې د دریو ښځو د وژلو په تور یو افغان کډوال نیولی

۵ کب ۱۴۰۲ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۴، ۲۰:۱۸ GMT+۰

د اتریش پولیسو خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پلازمینې ویانا کې په دوو جلا پیښو کې څلور ښځې او یوه ۱۳ کلنه نجلۍ وژل شوي دي. د راپورونو له مخې، یو افغان کډوال د درېیو ښځو د وژلو په تور نیول شوی دی.

د اتریش رسنیو راپور ورکړی، چې د جمعې په شپه د ویانا ښار په یوه کور کې د هغو دریو ځوانو نجونو جسدونه موندل شوي، چې د چړو په ګوزارونو وژل شوي دي.

پولیسو د شنبې په ورځ ویلي، چې د پېښې نږدې سمیه کې یې یو ۲۷ کلن سړی، چې چاقو یې لېږداوه، د قتل په تور نیولی دی.

سکای نیوز او د بي بي سي راپور ورکړی، چې نیول شوی کس ۲۷ کلن افغان کډوال دی. تر اوسه د دغه افغان کډوال د هویت په اړه نورجزییات نه دي خپاره شوي.

همداراز، په یوه جلا قضیه کې، د یوې ښځې او د هغې د ۱۳ کلنې لور جسدونه د جمعې په سهار د ویانا ښار په یو اپارتمان کې موندل شوي دي.

اتریشي رسنۍ وايي، چې ښځه او لور یې ښايي زندۍ شوې وي. څېړونکي په دې باور دي، چې د دغې پېښې مسوول د نجلۍ پلار دی.

د داعش د پخواني مشر مېرمن: البغدادي پر یوې امریکايي مرستندویه کارکوونکې جنسي تېری کړی و

۵ کب ۱۴۰۲ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۴، ۲۰:۰۴ GMT+۰

د داعش د وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي مېرمنې اسماء محمد له العربیه سره د خپلې مرکې په دویمه برخه کې تایید کړې چې البغدادي پر یوې امریکايي مرستندویه کارکوونکې، کایلا مولر، جنسي تېری کړی و.

مېرمن مولر په ۲۰۱۳ کال کې د سوریې په حلب ښار کې د داعش د ځواکونو له خوا نیول شوې او په ۲۰۱۴ کال کې ووژل شوه.

د داعش د وژل شوي مشر کونډه چې په عراق کې زنداني ده، د جمعې په ورځ له العربیه ټلویزیون سره د خپلې مرکې په دویمه برخه کې وویل، چې له دغه امریکايي مرستندویه کارکونکي سره یې نیم ساعت ناسته درلوده.

اسما‌ء محمد زیاته کړه، چې په دې کتنه کې مېرمن مولر وویل، چې هغه د ابوبکر البغدادي مېرمن نه ده.

اسما‌ء محمد د داعش د وژل شوي مشر لومړۍ مېرمن ده. هغې وویل: "زما په نظر کایلا مولر د البغدادي د نورو مېرمنو په څېر وه. لکه حلبي او چچني مېرمنو او نور په څېر وه."

اسما‌ء محمد وايي، چې مولر له تښتول کېدو وروسته البغدادي ته راوړل شوی وه. هغې زیاته کړه چې «نورو میرمنو له البغدادي سره واده کړی و. یزیدي ښځې هم تښتول شوې وې.»

اسما‌ء محمد وویل، چې له کایلا مولر سره له لیدو وروسته ډېره غوسه شوې وه. هغې وویل، چې د مولر د تښتولو او د یزیدیانو د تښتولو تر منځ هېڅ توپیر نه و.

دغه ۲۶ کلن امریکايې مرستندویه کارکوونکې چې د سوریې د جګړې له قربانیانو سره د مرستې لپاره د حلب ښار ته تللې وه، په ۲۰۱۴ کال کې د داعش له خوا تر تښتول کېدو وروسته ووژل شوه. هغه مهال داعش ادعا کړې وه چې نوموړې د امریکا یا اردن په هوايي برید کې وژل شوې ده.

امریکايي چارواکو په ۲۰۱۵ کال کې ویلي وو، چې په کایلا مولر د ابوبکر البغدادي له خوا جنسي تېری شوی دی.

تر دې مخکې، د ابوبکر البغدادي درېیمې مېرمنې نور ابراهیم ویلي و: «داعش د واده خلافت و.»

نور ابراهیم ویلي، چې د خلافت دولت، د ډېرو ښځو سره د واده په دولت بدل شوی و.»