• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زیلینسکي وايي، د روسیې له یرغل راهیسې ۳۱ زره اوکرایني پوځیان وژل شوي دي

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۲۴ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ ویلي، چې د روسیې د یرغل له پیل راهیسې په تیرو دوو کلونو کې نږدې ۳۱ زره اوکرایني سرتیري وژل شوي دي.

زیلینسکي په کییف کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د ټپیانو شمېر نه شي په ډاګه کولای ځکه چې دا به د روسیې له پوځي پلان جوړونکو سره مرسته وکړي.

"په دې جګړه کې ۳۱۰۰۰ اوکرایني پوځیان وژل شوي دي. نه ۳۰۰ زره، نه ۱۵۰ زره... (د روسیې ولسمشر ولادیمیر) پوتین په دې اړه درواغ وايي... خو دا شمیره بیا هم زموږ لپاره ډیره لوړه ده."

اوکراین د ۲۰۲۲ کال له پای راهیسې د خپلو پوځي تلفاتو دقیق شمېر نه و څرګند کړی. د ۲۰۲۲ کال په پای کې د اوکراین د ولسمشر یو استازي میخایلو پودولیک ویلي و، چې د جګړې له پیل راهیسې ۱۳۰۰۰ اوکرایني پوځیان وژل شوي دي.

د جګړې په ډګر کې مرګ ژوبله د داسې هیواد لپاره یوه ډیره حساسه موضوع ده چې غواړي خپل پوځ لا غښتلی کړي او لا ډیر کسانه ورته جزب کړي.

د اګست په میاشت کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې یو راپور د متحده ایالاتو چارواکو په حواله لیکلي و چې په اوکراین کې د وژل شوو کسانو شمیر نږدې ۷۰ زرو ته رسیدلی. په همدې راپور کې ویل شوي و، چې د جګړې په جریان کې شاوخوا ۱۲۰ زره روسي سرتیري وژل شوي دي.

زیلینسکي خبریالانو ته وویل، چې په دې جګړه کې ۱۸۰ زره روسان وژل شوي دي.

روسیه د خپلو پوځي تلفاتو په اړه معلومات نه ورکوي او محرم یې بولي. روسیې او اوکراین دواړو په منظم ډول د یو بل پوځي زیانونه پراخ بللي دي.

د اوکراین ولسمشر دا هم وویل، چې د جګړې پر مهال د دغه هېواد په نیول شوو سیمو کې لسګونه زره ملکي وګړي وژل شوي دي. کییف وايي، چې دوی د ملکي تلفاتو ارزونه په سمه توګه ځکه نشي کولای چې ټولو سیمو ته لاسرسی نه لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

حوثي ډله وايي، امریکا او بریټانیا د یمن پر دریو ولایتونو ۲۲ هوايي بریدونه کړي

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۲۳ GMT+۰

په یمن کې میشتې حوثي ډلې د یکشنبې په ورځ ویلي، چې متحده ایالاتو او بریټانیا د پلازمینې صنعا په ګډون د یمن په دریو والیتونو ۲۲ هوایی بریدونه ترسره کړي دي.

د حوثي ډلې پورې تړلي صبا خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا او بریټانیې د پلازمینې صنعا په اړوندو سیمو کې ۱۷ هوايي بریدونه کړي دي.

په همدې حال کې د امريکا او بریټانيا هوايي ځواکونو د حيفان ولسوالۍ په قرده سيمه کې پر مخابراتي شبکو دوه هوايي بريدونه کړي او د تعز ولايت د مقبنه ولسوالۍ په شامير سيمه کې يې هم مخابراتي شبکې په نښه کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د حجه ولایت د ابس ولسوالۍ په الحر فارمونو هم دوه بریدونه شوي دي.

تر دې مخکې د حوثي یاغیانو اړوند المسیره ټلویزیون ویلي وو، چې امریکا او بریټانیا د شنبې په ورځ د یمن په پلازمېنه صنعا کې هوايي بریدونه کړي دي.

المسیره همداشان د حوثي ډلې د یوې پوځي سرچینې په حواله ویلي، چې د امریکا او بریټانیا تازه هوايي بریدونه، به د یمن له خوا د غزې په تړانګه کې د فلسطیني ولس د ملاتړ مخنیوی ونکړي.

امریکا او بریټانیا لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یمن حوثي ډلې د غزې له تړانګې سره د پیوستون په موخه، چې په اووم د اکټوبر پر اسراییل د حماس له برید وروسته د اسرايیل تر سختو هوايي او ځمکنیو بریدونو لاندې راغلې، په سور سمندرګي او د عدن په خلیج کې هغه باروړونکې بیړۍ په نښه کوي چې له اسراییل یا د هغوی له ملاتړو هیوادونو سره تړاو لري.

امریکا وايي، د اسرايیلي برمته شوو د خلاصون په اړه د هوکړې «اساسي طرحې» په اړه تفاهم شوی

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۰۷ GMT+۰

د امریکا د ملي امنیت سلاکار د یکشنبې په ورځ سي اين اين ته ویلي، چې امریکا، مصر، قطر او اسراییل د غزې په جګړه کې د موقتي اوربند په مقابل کې په غزه کې د پاتې یرغمل شوو کسانو د خوشې کیدو د موافقې د اساسي شرطونو په اړه تفاهم ته رسېدلي دي.

د دغو هېوادونو استازو د جمعې په ورځ په پاریس کې لېدنه کړې ده.

جک سالیوان ویلي، چې دا موافقه لا تر اوسه د خبرو اترو په پړاو کې ده او نهايي شوې نه ده.

هغه زیاته کړه، چې قطر او مصر بای له حماس سره غیر مستقیم مذاکرات ترسره کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبانو یو اتریشي وګړی خوشی کړ

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۲۹ GMT+۰

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې طالبانو د قطري چارواکو په مرسته یو اتریشي وګړی چې په افغانستان کې بندي و، خوشی کړی دی. د قطر بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې د خوشي شوي کس هویت نه دی په ډاګه کړی، خو ویلي یې دي چې دغه کس قطر ته داخل شوی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له حکومت څخه د اتریشي وګړي د خلاصون له امله مننه کړې ده.

تر دې مخکې د سلواغې په ۲۳مه یوې اتریشۍ ورځپاڼې خبر ورکړی و، چې طالبانو افغانستان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد یو وګړی د جاسوسۍ په تور نیولی دی. ".

هغه مهال د اتریش د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د خپل یوه وګړي نیول تایید کړل.

په قطر کې د حماس د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون او په غزه کې د اوربند لپاره بیا خبرې پیلوي

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۰۴ GMT+۰

رویټرز خبري اژانس د مصر د امنیتي سرچینو په حواله د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې په قطر کې به د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون او په غزه کې د اوربند لپاره خبرې په راتلونکو ورځو کې بیا پیل شي. د دغه رپوټ له مخې د قطر د خبرو اترو هدف به په غزه کې د اوربند د موافقې بشپړول وي.

سرچینې وايي، د حماس او اسراییل استازي به وروسته د نورو خبرو لپاره قاهرې ته لاړ شي، ترڅو د یرغمل کسانو د خوشي کولو په ګډون د یوې موافقې د پلي کولو د وخت او میکانیزم په اړه تفاهم ته ورسیږي.

تر دې مخکې د اسراییل جنګي کابینې قطر ته د اسراییلي پلاوي د استولو موافقه کړې وه.

د پاریس له دوهم پړاو خبرو وروسته په غزه کې د شپږو اوونیو اوربند په اړه د یوې موافقې د احتمال راپورونه خپاره شوي دي.
​

پاکستان له ایران د ګاز واردوونکې نللیکې جوړول تایید کړل

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۲۸ GMT+۰

د پاکستان د کابینې د انرژۍ کمیټه وايي، چې د ایران له پولې د ګازو لېږدوونکي د پایپ لاین د پاتې ۸۰ کیلومترو جوړول یې تایید کړل. دغې کمېټې د دې نللیکې د جوړولو اټکلي لګښت ۱۵۸ میلیونه ډالره اعلان کړی دی.

د پاکستان د انرژۍ وزارت په یوه بیان کې لیکلي، چې دا پرېکړه د پاکستان د مالیې د سرپرست وزیر شمشاد اختر په مشرۍ په یوه غونډه کې وشوه.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې دا پروژه به د دولتي ګاز سیسټم شرکت لخوا پلې شي.

د پاکستان د کابینې د انرژۍ کمیټې په پاکستان کې د ګاز د دې ۸۰ کیلومتره پایپ لاین د جوړولو وړاندیز کړی، چې «د پاکستان له پولې څخه تر ګوادر پورې» وغځول شي.

پاکستاني چارواکو ویلي، دا پرېکړه یې د پاکستان خلکو ته د ګازو د رسولو د یقیني کولو او د دغه هېواد د انرژۍ د اړتیاوو د پوره کولو په خاطر کړې ده.

ایران او پاکستان په ۲۰۰۹ کال کې یو تړون لاسلیک کړ چې د ۲۵ کلونو لپاره به هره ورځ ۷۵۰ میلیونه متر مکعب ګاز صادروي.

دواړه هېوادونه اړ وو، چې دا پروژه په خپله خاوره کې پلې کړي او د هوکړې له مخې باید دا پروژه تر ۲۰۱۵ کال پورې پیل شي.

دا پروژه له ۲۰۱۴ کال راهیسې ځنډول شوې وه.
​