د سالنګ لویه لار یوځلې بیا د ټرافیکو پر مخ وتړل شوه

AP ۱۴۰۲ کب ۱۰

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې ‏د سالنګونو لویه لار د درنې واورې د ورېدو او سخت توپان له امله د شپې په لسو بجو بیا وتړل شوه.

دغه وزارت لیکلي، چې په سالنګونو کې لاهم واوره ورېږي، په شمالي سالنګ کې له تېرې ورځې راهیسې توپان هم رالوتی او د ليدلو کچې د کموالي له امله دغه لويه لار د ‏شپې ۱۰ بجې د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړل شوه.
دغه وزارت له خلکو غوښتي، چې تر بلې خبرتيا او لارې تر پرانيستل کېدو دې پر دغې لويې لارې له هر ډول تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې دغه لویه لار د یکشنبې په شپه هم د درنو واورو ورېدو، سختو توپانونو او د دید کچې د کمېدو له امله تړل شوې وه، چې پرون سهار اووه بجې بېرته د تګ راتګ لپاره خلاصه شوه.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس په اېکس پاڼه دا هم لیکلي و، که چېرې واوره زیاته شي او توپان بیاځلی پیل شي؛ نو دغه لاره به یو ځلې بیا د تګ راتګ لپاره وتړل شي.
له بل پلوه ‏د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې پرون او نن د سالنګونو په ګډون په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، قندهار، زابل، ارزګان، دایکندي، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، بامیان، میدان وردګ، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، کابل، ‏پروان، پنجشېر، کاپیسا، سمنګان او بغلان ولایتونو کې د درنې واورې او شړکنده باران د ورېدو اټکل کړی دی.

نور خبرونه

رادیو